په کابل کې د طالبانو تر حکومته مخکې 'ولنټاین' یا د مینانو ورځ څنګه نمانځل کېده؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې ۱۴مه او د مینانو ورځ ده. پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو ته شپږ میاشتې پاتې دي. د نوي ښار د مشهورې کافې 'آی کېفې' د دویم منزل په تالار کې په چت پورې رنګه ګروپونه راځوړند دي. چت ته ولاړو دوو ستنو نه زړه ډوله پوکڼۍ لکه د پروتې تاو دي او په منځ کې پر یوه زړه د مینانو د ورځې مبارکي لیکل شوې.

ژمی دی، دوه انګېټۍ بلې او د کافې لويې ښېښې چې مخکې به بختاور ټاور ترې ښکارېده، اوس خوله دي. د راحت فتح علي خان په غږ د "تمهې دل لګي" سندره روانه او فضا یې لا رومانټيکه کړې ده. یو نیم هلک یا نجلۍ له ګل‌ګېډۍ سره راننونځي او د ټولو پام ورواړوي او له وړاندې ورته په تمه ناست اشنایان له څوکيو روغبړ ته ورولاړ شي.

چا ته کپچينو یا لېتې کافي ایښې، چا ته د لیمو او شاتو چای، څوک پيزه خوري او څوک خپله ځواني د سېګرټ او قېلون په دود کې لوګی کوي.

دا کافه په پلازمېنه کابل کې د ځوانانو د مازدېګري د بنډارونو له څو مشهورو ځایونو یو ښه دمه ځای و. تر ډېره دفتري زلمي او نجونې هلته په کې کېناستل؛ کله د زړه خوالې او کله هم د مسلکي ژوند پر چارو کیسې او مشورې په کې کېدلې. کورني بنډارونه هم په کې کېدل او د کليزو نمانځنې هم. ځينو خو بيخي خپل کارځی ګرځولی او همېشه به یې یو کونج نيولی و. بهرني مېلمانه هم خپلو اشنایانو بنډار ته ورغوښتل.

د مينې ورځ؛ کوژدې، ودونه او د مینې اظهارونه

په وروستيو کې چې په کابل کې د مینانو یا د 'والنټاین ورځ' نمانځل پيل شوي وو نو په دا ډول کافو کې یې هم رنګ او بوی حس کېده. ځانګړی ډېکورېشن ورته کېده او ښکلل کېدې.

ځینو د خپل ژوند خاص مناسبتونه هم همدې ورځې ته برابرول.

چا به د خپلې کوژدې یا د واده ورځ 'والنټاین ورځې' ته برابروله او په دغو کافو کې به یې نمانځله. چا به بیا خپله مېرمن یا مېړه په دې ورځ کومې کافې یا رستورانت کې مېلمه کاوه او ځانګړې مېلمستیا به یې ورته کوله. ځينې له خپلو بچیانو سره په ګډه نمانځله.

داسې هم وو چې چا به پر دې ورځ خپلې مور یا د کورنۍ بل ورباندې ګران غړي ته تحفه ورکوله او د خپلې مینې اظهار به یې ورته کاوه.

خو ناامنيو د زړونو خونده پيکه کړې او د داسې دمه ځایونو ګڼه ګوڼه او داسې مینه ناک بنډارونه او مناسبتونه کم کړي وو.

ګلفروشي کوڅه؛ د مینې کوڅه

تر کافو هاخوا د کابل 'ګلفروشي کوڅه' به هم پر دې ورځ لا ډېره سېنګارېدله او د 'مینانو' ګڼه ګوڼه به پرې ډېره وه.

د زړه رنګ او بڼې ډول ډول پوکڼۍ به یې د دوکانونو په مخکې ولاړې او یا راځوړند وې. د ډالیو لپاره ښکلل شوي بکسونه به یې په مخه کې امبار وو او هر ګل‌پلور به هڅه کوله چې د تازه ګلانو ډېرې ګېډۍ یې خرڅې شي.

د رسنيو والا به هم تر سهارنۍ غونډې وروسته د دې کوڅې، شهر نو او کارتې سې خوا ور روان وو او د دې ورځې نمانځونکي به یې د خپلو خپرونو او رپوټونو لپاره غږول.

چا به ویل، 'والنټاین' یې کوژدنه ده او هغې ته تحفه اخلي؛ چا به ویل، خپلې مېرمنې ته د دې ورځې مبارکۍ په مناسبت په ګل‌ګېډۍ پسې ورغلي، چا به ويل، مینه یې پر مور او وطن تمامه ده او نورې مينې نه پايي.

خو د دې ورځې په دې توګه نمانځل تر ډېره د کابل په څېر تر لویو ښارونو محدود پاتې شول مګر داسې نه وه چې هر چا نمانځله، مخالفان یې هم ډېر وو.

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او لومړی ځل یې په واکمنۍ کې د فبروري ۱۴مه یعني د 'والنټاین ورځ' راغله نو همدې ګلفروشي کوڅه کې يې خلکو ته وعظ وکړ چې ګواکې د دې ورځې نمانځل "حرام" دي او باید ډډه ترې وشي.

سږ کال دویم ځل دی چې د طالبانو حکومت په واکمنۍ کې "د مینې ورځ" راځي خو نه د ګلفروشي کوڅه او نه هغه کافې د هغو پخوانيو بنډارونو او مناسبتونو شاهدانې دي.

د جمهوريت د مهال د ځوانانو د بنډارونو او خاطرو ځای 'ای کېفې' خو د طالبانو حکومت په هماغو لومړیو کې بنده شوه، هغه رنګارنګي ترې ټوله شوه او څه موده وروسته لوحه پرې ټک وهل شوې وه چې پرې لیکلي وو، "دوکان کرايي"