'د طالبانو واکمنۍ کې د ښوونځیو درسي کیفیت تر (اندېښنې وړ کچې) خراب شوی'

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د بشريي حقونو د څار نړیوال سازمان پخپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز له امله په نړیوال کچ غندل شوی، خو طالبانو حکومت له خوا د هلکانو د زدکړو ژور زیان ته چندان پام نه دی ور اوښتی.

یاد بنسټ په خپل تازه راپور کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۸ کې له زدکوونکو او د هغوی له میندو پلرونو سره خبرې کړي او وايي، په افغانستان کې زدکړو ته د هلکانو لاسرسی او په ښوونځیو کې د درسي کیفیت وضعیت د اندېښنې تر کچې خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خبره، دا نه یوازې زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته سختې پایلې لرلی شي، بلکې د هېواد د راتلونکي په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو د حقونو او په ټولیز ډول د بشري حقونو لپاره هم جدي پایلې لرلی شي.

د یاد راپور په لنډیز کې چې یوه کاپي یې بي بي سي هم تر لاسه کړې، راغلي، د هلکانو په ډېر شمېر ښوونځیو کې چې ښځینه ښوونکو تدریس کاوه، طالبانو هغه ښوونکو هلکانو ته له تدریس څخه منع کړي او پر ځای یې نامسلکي ښوونکي ګومارلي او په ځینو مواردو کې بستونه همداسې تش پاتې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته یو شمېر زده کوونکو او د هغوی والدینو ویلي، د افغانستان په ښوونځیو کې بدني سزا له ډېر پخوا یوه ستونزه وه، خو د طالبانو له بیا ځل حاکمیت سره دا دود په ورځ تربلې زیاتېدونکې توګه دېر شوی دی.

د سرچینې په خبره، داسې برېښي چې د افغانستان په زیات شمېر ښوونځیو کې درسي نصاب د ځینو مهمو موعاتو د حذفولو او د تبعیض د ترویجولو په پار تر بیا کتنې لاندې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بشريي حقونو د څار سازمان تازه راپور ردوي او وايي، په دغه راپور کې کره څېړنه نه ده شوې او موندنې یې نیمګړې دي.

مجاهد: دا راپور نیمګړی دی او موږ یې ردوو

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:

"په افغانستان کې د ښوونې او روزنې بهیر ته ډېر پام شوی او ډېره بودیجه ورته ځانګړې شوې او هغو لیرې سیمو ته ښوونځي او مدرسې جوړېدل غځول شوي چې پخوا له تعلیم محرومې وې. د تعلیمي نصاب په کره والي او دقت هم کار روان دی. موږ دا خبره ردوو چې ګواکې تعلیم او تربیې ته توجه کمه شوې ده او یا تعلیم‍ي بهیر کمزوری روان دی، بلکې توجه لا ورته ډېره شوې ده، دغه راپور موږ نیمګړی بولو او دوی دقیقه څېړنه نه ده کړې او له مسؤلانو سره یې د تعلیمي بهیر د لیدو لپاره کومه اړیکه نه ده نیولې".

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پخپل راپور کې ویلي، په هېواد کې اقتصادي او بشري کړکېچونو هم د ښوونځیو د نارینه زدکوونکو پر وړاندې نوې ننګونې را ولاړې کړې دي.

د راپور په وینا دغه شرایط د دې لامل شوي چې ډېری هلکان ښوونځی پرېږدي او کوم زده کوونکي چې پاتې دي، په داسې ټولګیو کې زده کړې کوي چې کم زدکوونکي لري او ډېر کله ښوونکی نه وي چې له امله یې دغه هلکان د ژور خفګان او خواشینۍ په څېر رواني ستونزو اخته کېږي.

ورته مهال پر ښځو د طالبانو حکومت له خوا لګولو شویو بندیزونو او محدودیتونو ته پر نړیوال ستیج تازه غبرګون کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ ویلي، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید سیستم نجونې له ښوونځیو او ښځې په عامه ژوند کې له ګډونه راګرځولي او د هغوی هوساینه یې ګواښلې ده.

ملاله افغان نجونو ته: طالبانو تاسو ته ستاسو راتلونکی ټاکلی

اغلې یوسفزۍ د سې شنبې په ورځ د نېلسن منډېلا د مړینې د لسمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ "نجلۍ توب غیرقانوني" ګرځولی دی او زیاته یې کړه، طالبان پر نجونو او ښځو فشار راوړل دیني مسله ګڼي، خو دا یوه ناسمه پلمه ده:

"که تاسو په افغانستان کې یئ او نجلۍ یئ، نو طالبانو تاسو ته ستاسو راتلونکی ټاکلی دی. تاسو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتون ته نه شئ تللی. تاسو داسې کتابتون نه شئ موندلی چې مطالعه پکې وکړئ. ته کولی شې وګورئ چې ستا مور او ستا مشره خور په ورته چلند محدودې شوې دي. دوی په یوازې ځان له کوره نه شي وتلی، کار نه شي کولی، پارک ته نه شي تللی، ويښتان نه شي جوړولی او ان ډاکټر ته نه شي تللی. که څوک سرغړونه کوي، سزا یې زنداني کېدل، وهل ټکول، جبري واده او وژنه".

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پخپل راپور کې په افغانستان کې د هلکانو او همدرانګه د نجونو د زدکړو روان کړکېچ ته د سملاسي او اغېزناک نړیوال غبرګون غوښتنه کړې ده.

سرچینې ویلي، ښکېل حکومتونه باید د نجونو پر منځنیو او لوړو زدکړو د لګول شوي بندیز د لرې کولو پر غوښتنه سربېره باید د ښځینه ښوونکو د بیا ګومارلو، د ښوونځیو په درسي نصاب کې د هغو مضمونونو د بیا شاملولو لپاره چې د کیفیت برخه ده او د فزیکي مجازاتو پای ته رسولو لپاره له فشار څخه کار واخلي.

د بشري حقونو سازمان همداراز د ملګرو ملتونو پر اړوندو ادارو غږ کړی چې د افغانستان په ښوونځیو کې له هلکانو سره کېدونکي چلن او همدارنګه له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ لګول شوي بندیز ته خپل پام زیات کړي.