هوا کې د الوتکې چلولو پرمهال پیلوټ مړ شو

د خپرېدو وخت

NE130 شمېره الوتنه کې له قاهرې نه د سعودي طائف ته مسافر لېږدول کېدل، الوتکه عادي روانه وه، د الوتکې خدمتګارانې د سپرلۍ منځ کې ګرځېدې، ځینو څښاک او نورو بیا د خوراک لپاره شیان غوښتل،‌ ځینې مسافر تشناب ته په نوبت ولاړ وو.

ناڅاپه مسافر په لاسپیکر کې د مرستیال پیلوټ دې اعلان هېښ کړل چې الوتکه به د جدې ښار پاچا عبدالعزیز هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کوي؛ ځکه چې د مرستیال پیلوټ "ورور او ملګری" مصري کپټان او پیلوټ حسن یوسف عدس الوتکه کې سا ورکړه.

هغه خپلې خبرې په دې ایت شریف پای ته ورسولې "وما تدري نفس ماذا تكسب غدا وما تدري نفس بأي أرض تموت" ژباړه: (هېڅ یو نفس نه پوهېږئ هغه به سبا ته څه کار کوي او هېڅ یو نفس نه پوهېږي چې په کومه ځمکه (سیمه) کې به مري).

اېکس کارنو د دې شېبې یوه ثبت کړې لنډه وېډیو ډېره لاس په لاس کړه، چې پکې له مسافرو نه پیلوټ ته د دعا او مغفرت غوښتنه کېږي.

"اغېزناکې شېبې"

ګڼو اېکس کارنو تر ډېره حده له مرستیال پیلوټ سره خپله خواخوږي ښودلې او دا یې یوه اغېزناکه شېبه ګڼلې او په سلامتیا یې د مسافرو د خوندي رسولو او سفر بشپړولو په اړه د هغه ډاډمنتیا ستایلې ده.‌

سره نښه

ځینو اېکس‌کارنو د مرستیال پیلوټ دا چلن غندلی چې ګنې ولې یې مسافر په دې طریقه او دې پېښه خبر کړل. یوه تن لیکلي چې "مرستیال پیلوټ باید د لویې ستونزې پرمهال مسافر نه وای خبر کړي، ځکه چې دې کار یې په هغوی کې وارخطايي خپروله او مرستیال پیلوټ د الوت د سلامتیا ساده قوانین نه پېژني."

ځینو نورو بیا ویلي چې مرستیال پیلوټ سم کار کړی او مسافر یې پر هغه څه خبر کړي چې واقعیت و او دا چې د الوتکې مسیر به ددې لپاره بدلېږي چې مسافرو کې وارخطايي پیدا نه شي او پوښتنې یې ځواب شي.

د مړه شوي پیلوټ یوه ملګري ویلي چې ملګري یې واده نه و کړی، خو له چاغښت کړېده او لنډه موده وړاندې یې خپل ورور هم مړ شوی و، ښايي د هغه پر روان به یې اغېز کړی و.

ځینو مصري او عربي خبري وېبپاڼو لیکلي چې پیلوټ د "روغتیايي ستونزې" له کبله مړ شوی او نورو بیا ویلي چې هغه د "زړه د سکتې" له کبله مړ شو، خو رسمي سرچینو د هغه د مړینې د لامل په اړه لا څه نه دي ویلي، مګر د هوايي چلن هغه شرکت چې دغه پیلوټ یې الوتکه چلوله، یوازې د غمشریکۍ پیغام خپور کړی دی.