تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر پر "بې جوازه وسلو او تورو ښیښو" بندیز لګولی
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د یوه نوي یادښت په خپرولو له حکومتي مسئولینو او عامو خلکو غوښتي چې له جوازه پرته وسلې نورې ونه ګرځوي.
د وزارت په وینا پاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه یې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په خپل "۵۱۹" ګڼه حکم کې کړې.
د حکم په یوه برخه کې راځي چې " اسلامي امارت ټولو مسؤلینو، مجاهدینو، منسوبینو او عامو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د (۵۱۹) ګڼه حکم له مخې مکلف دي د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سپکو او درنو وسلو او مهماتو له ساتنې او لېږد رالېږد څخه ډډه وکړي."
دغه وزارت کاږي، چې د وسلو ګرځولو اجازه لیک یوازې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو د کشف او پر وړاندې د مبارزې ریاست اړوند د "ډایاک" مدیریت لخوا وېشل کېږي.
دارنګه په حکم کې نور ټول پخواني وېشل شوي جوازونه، خطونه، استعلامونه او مکتوبونه بې اعتباره بلل شوي.
په افغانستان کې د وسلې پراخ شتون د تېرو لسیزو جګړو زیږنده بلل کېږي او د حکومتونو له خوا له هر ځل هڅو سره سره لاهم ویل کېږي چې وسله ډېره تیت ده.
په ځانګړي ډول د تېر جمهوري دولت له پرځېدو او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یو ځل بیا په پراخه کچه وسلې هلته پاتې شوې.
د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د کور په کور تلاشۍ او نورو لارو هڅه کړې چې ورکې او تیت او پرک وسلې راټولې کړي.
خو عام خلک وایي چې وسلې تر ډېره د طالبانو له اړوندو کسانو سره دي چې هر ځای یې په ازاد ډول له ځانونو سره ګرځوي.
ځکه خو د طالب مشر په حکم کې د دوی د حکومت د "مسؤلینو، مجاهدینو، منسوبینو" یادونه شوې چې ورسره شته وسلو ته جواز لیکونه واخلي.
د وسلو ترڅنګ د تورو ښیښو موټر بله هغه ستونزه ده چې له بیا بیا حکمونو او دولتي هڅو سره پر ځای ده.
د طالبانو د مشر په یوه بل حکم کې هم همدغه موضوع یاده کړې ده.
په حکم کې راغلي، چې ټول دولتي چارواکي او عام خلک باید د تورو ښیښو موټر پرته له دې چې د کورنیو چارو وزارت اجازه لیک ونه لري ترې ډډه وکړي.
خو په یادو دواړو حکومونو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت او څارګرې ادارې په شرایطو برابر منسوبین له خپلو اړوندو ادارو څخه د طالبانو د مشر د حکمونو پر بنسټ د وسلې او تورو ښیښو جوازلیکونه تر لاسه کولی شي.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم د بې جوازه وسلو او تورو ښیښو موټرو پر ګرځولو بندیز لګولی و.