افغانستان کې د پوهنتون ځینې استادان وايي د نظر اختلاف له امله له دندو ګوښه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې یو شمېر پوهنتوني استادان له دندو لېرې کړي دي. نیوکګرې څرګندونې او له طالبانو سره نظري اختلاف ځینې د دغه ګام لاملونه بولي، خو ګڼو ویلي چې په رسمي توګه ورته د دندو د بایللو لاملونه نه دي ښودل شوي.
په دوی کې ځینو په خپلو څانګو کې تر دوکتورا لوړې زدکړې کړې دي.
ډاکټر رحمت الله زاهد د دوکتورا تر کچې لوړې زدکړې لري. نوموړی د کونړ پوهنتون کې استاد و، خو وايي پر خواله رسنیو د تبصرو له امله له دندې لېرې کړل شوی دی:
"ما ورته وویل، زه هېڅکله مخالفت نه کوم، البته ځینې نیوکې یا ځینې هغه مشورې او وړاندیزونه زما حق دی چې د خلکو د حقونو غوښتلو یا د نظام د سمون لپاره وي او دا حق اسلام هم راکړی دی، خو له بده مرغه دوی موافق نه شول او یو کال وروسته له خپلې دندې منفک کړای شوم".
له پوهنتونونو د فکري مخالفو کسانو لېرې کول
دی وايي د بښنې غوښتلو او پر خواله رسنیو د لیکل شویو نظرونو لېرې کولو په شرط ورته دندې ته د ورستنېدو وړاندیز وشو، خو ده رد کړ. ډاکټر زاهد زیاتوي د ده په څېر استادانو د ګوښه کولو لړۍ په دې وروستیو کې چټکه شوې ده.
"اوس خو د اسلامي امارت د مخالفت مسله هم نه شته، له بده مرغه یوازې پوهنتونونو کې د ځینو هغو خلکو شتون چې دوی یې خپل فکري اړخ ته ښايي ګواښ ګڼي، نو ځکه دغه خلک منفکېږي.
د بېلګې په توګه له کونړ پوهنتون نه زموږ ۱۲ علمي کادرونه منفک شول. ما شخصا هغه ټول استادان پېژندل".

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې څه د پاسه درې کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پوهنتونونو کې فضا بدله شوه. یو لړ محدودیتونه وضع کړل شول، ښځینه استادانې پر کور کښېنول شوې او نجونې هم پوهنتون ته له ورتګه منع کړل شوې.
افغانستان کې د پوهنتونونو استادان چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وايي ورځ تر بلې پر هغو استادانو کړئ تنګېږي چې د دوی د ادعا له مخې د طالبانو د نظر وړ مفکوره نه لري.
دوی وايي څو ورځې وړاندې د کونړ پوهنتون د اسلامي علومو د ۱۲ استادانو ګوښه کول د دې لړۍ یوه کړۍ ده. په دې ډله کې د ديپارتمنتونو امرین او د پوهنځي مرستیال هم شامل دي.
د دې استادانو د ګوښه کېدو مکتوب د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک شوی او په کې ویل شوي چې د محصلانو د ښې روزنې په موخه دې دا استادان له دندو لېرې کړل شي.
د کونړ له پوهنتونه تازه ګوښه شويو استادانو د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړي او دوه یې د دوکتورا په پړاو کې دي.
'ته له دندې ګوښه شوی یې، د پرېکړې د ننګولو حق نه لرې'

یوه ګوښه شوي پوهنتوني استاد د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل په ناڅاپي توګه د حاضرۍ له لاسلیک منع کړل شول.
"د پوهنتون رییس د نامعلومو دلایلو پر بنا راته وویل چې وزارت لازمه ګڼلې چې تاسو نور له دندې ګوښه یاستئ. موږ ته وویل شول چې په دې اړه له چارواکو سره د خبرو او د دې پرېکړې د ننګولو حق نه لرئ ځکه دا وروستي پرېکړه ده. که موږ کوم جرم کړی وای نو باید چې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي وای. موږ ډېر ناهیلي یو او دا پرېکړه د یوه انسان له برخلیک سره لوبې کول دي".
د طالبانو حکومت کې د لوړو زدکړو وزارت له خوا په اسلامي علومونو کې له استادانو د ازموینې اخيستل او پوهنتونونو ته د امر بالمعروف کسانو ورتګ هغه ګامونه دي چې استادان وايي پر دوی یې کړۍ تنګه کړې ده.
یوه پوهنتوني استاد د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل دې ګامونو استادانو منځ کې وېره خپره کړې ده.
"دوی د ارزونې په نوم د ازموینې یوې لړۍ پیل کړې په ځینو پوهنتونونو کې اخیستل شوې هم ده. اکثره استادان له دې ډار لري چې دا ښايي د دې لامل شي چې یو څوک د دوی له نظر او مفکورې سره برابر نه وي، هغه دې د دې ازموینې له لارې لرې شي او پر ځای یې نور کسان معرفي شي".
د دیني مدرسو فارغان د پوهنتوني استادانو ځایناستي

دا استاد وايي ظاهرا ښکاري چې پوهنتونونو کې د اسلامي علومو د پخوانیو استادانو پر ځای له دیني مدرسو فارغ شوي کسانو ګومارلو ته لاره هوارېږي:
"څه موده کې د شرعیاتو پوهنځي د نویو استادانو د مقررۍ په اړه یو مکتوب راغلی و چې له مخې یې باید یاد پوهنځي کې له ګومارل کېدونکو استادانو امتحان واخیستل شي، خو د مدرسو له فارغانو یوازې یوه انټرویو اخیستل کېږي. د همدې انټرویو له لارې د وزیر له خوا د دینې مدرسو ځینې فارغان ریزرف شوي او ممکنه ده چې د منفک شویو استادانو پر ځای هغوی وګومارل شي".
د کابل پوهنتون له یوه استاد سره هم وغږېدم، خو هغه ظاهراً هلته د نجونو پر زدکړو او ښځینه استادانو په کور کښينولو پرته له نور وضعیته رازي ښکارېده. ده وویل ځینې مثبت ګامونه اخيستل شوي لکه دا چې علمي څېړنو ته پام ډېر شوی او پوهنځیو کې د علمي څېړنو مرستیالان ګومارل شوی دي.
ولایتونو کې د پوهنتون د استادانو وضعیت
خو نور استادان وايي له کابله د باندې نورو پوهنتونو کې وضعیت بل ډول دی او لکه د طالبانو د حکومت د نورو برخو په څېر د سلیقوي چلن او خپلسرۍ ستونزې د لوړو زدکړو برخه کې هم شته.
د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزارت مو د دې مسلې په اړه د غبرګون لپاره وپوښت، خو له پرلپسې هڅو سره سره یې ځواب را نه کړ.
د بي بي سي د موندنو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د کابل پوهنتون څه باندې څلور سوه استادان له افغانستانه وتلي او پر ځای یې ځینې نور کسان ګومارل شوي دي.
ځینې استادان له ولایتونو کابل ته غوښتل شوي او د تشې د ډکولو لپاره د پوهنتوني استادانو د ګومارلو معیار لیسانس کچې ته راټیټ کړل شوی. د تېر افغان حکومت پر مهال لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې لوړې زدکړې د پوهنتون د استادۍ لپاره اړینې وې.
په کابل پوهنتون کې د جمهوري حکومت په وروستي کال کې نژدې ۷۸۰ استادان وو، خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو استادانو له نیمايي ډېر یې له دغه هېواده وتلي دي.
په ۲۰۲۳ کې له بي بي سي سره ګڼو هغو استادانو چې له افغانستان وتلي، په خبرو کې ویلي وو، د وتو یو "اصلي لامل یې په اکاډمیک چاپېریال کې د طالبانو د حکومت لاسوهنې" دي.
د بېرته ستنېدو غوښتنه

د عکس سرچینه، afmohe
د طالبانو د لوړوزدکړو وزیر ندامحمد ندیم د ۲۰۲۲ په نوومبر کې د یوې غونډې پرمهال له هغو استادانو چې بهر ته تللي، د بېرته "ورستنېدو" غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه د کوم استاد د ستنېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی.
اوس د کابل پوهنتون څه باندې ۱۲۸ استادان د بورسونو له لارې بهرنیو هېوادونو کې پر زدکړو بوخت دي.
د کابل پوهنتون ځینې سرچینې وايي، نه پوهېږي چې ایا بهر ته دغه تللي استادان د زدکړو له بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ستنېږي که نه.
د کابل پوهنتونو په څانګو کې د استادانو د کمښت ستونزه هغه وخت لا نوره جدي شوه چې د ۲۰۲۲ کال په ډيسمبر کې ښځینه استادانې له پوهنتونو را وګرځول شوې.
د کابل پوهنتون یوې استادې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته ویلي وو "د نویو استادانو لپاره دا ډېره ګرانه او ناشونې ده چې د باتجربه استادانو ځای دې ونیسي."
د جمهوري حکومت د وروستیو کلونو پرمهال، د کابل پوهنتون په ۲۵ بېلا بېلو برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه وو، خو اوس دغه شمېر ۱۳ ته راښکته شوی. د دې کمښت یوه مهم لامل د ښوونکو نشتوالی بلل کېږي چې یوه لویه برخه یې بهر ته تللي دي.






















