تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قهرېدلو خلکو د پاکستان سند کې اسلام ته د سپکاوي په تور د وژل شوي سړي جسد سیځلی دی
"له کلي بهر خلک راټول شوي وو. موږ له ښاره بهر خپله ځمکه کې د مړي د ښخولو هڅه وکړه. قهرجن خلک هلته راغلل. موږ له هغه ځایه وتښتېدو خو هغوی جسد ته اور واچاوه."
دا ټول څه د سېند ایالت په عمرکوټ ښار کې هغه مهال رامنځ ته شول چې د کورنۍ غړو د ځايي روغتون د ډاکټر شاهنواز کنبهار د ښخولو هڅه وکړه چې مذهب ته د سپکاوي له قضیې سره مخامخ و. دی له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی و".
د شاهنواز کنبهار خلاف د سپټمبر په ۱۷ مه د مذهب د سپکاوي قضیه ثبت شوې وه، خو هغه لا نه و نیول شوی. وروسته، د سپټمبر د ۱۸ او ۱۹ تر منځ شپه ادعا وشوه، چې نوموړی له پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
د هغه تر مرګ وړاندې په عمرکوټ کې د سپټمبر په ۱۷ او ۱۸ مه د مذهب د سپکاوي د ادعا شوې پېښې پر ضد د مذهبي ګوندونو له خوا تاوتریخوالی هم شوی و.
د ډاکټر شاهنواز یوه نژدې خپلوان بيبيسي ته وویل، کله چې په یوه سیمهییزه هدیره کې د ډاکټر شاهنواز د ښخولو اجازه ورنه کړل شوه، نو پرېکړه یې وکړه چې مړی یې په خپله ځمکه کې ښخ کړي.
هغه زياته کړه، چې د شاهنواز پلار نن سهار شاوخوا څلور بجې د خپل زوی جسد په امبولانس کې راوړ، خو قهرجنو خلکو کلي ته د امبولانس د ننوتو اجازه ور نه کړه. وروسته د امبولانس چلوونکي د جسد د پورته کولو غوښتنه وکړه. موږ جسد په موټر کې کېښود.
د هغه په وينا، خپلوانو يې جسد د ښخولو لپاره له عمرکوټ څخه څلوېښت کيلومتره لرې کوچني ښار جهانرو ته لېږداوه، خو هلته د مذهبي ګوندونو ګڼ شمېر غړي او خلک هم رسېدلي وو.
په هدیره کې د ښخولو اجازه نه وه، نو موږ مړی په بېدیا کې خپلې ځمکې ته یووړ او هلته مو د ښخولو هڅه وکړه، خو قهرجن خلک راغلل او موږ ته یې ګواښ وکړ. خلکو یې جسد واخیست او اور یې ورته واچاوه، چې تر ۵۰٪ پورې یې سوځېدلی دی.
بيبيسي سره په خبرو کې د عمرکوټ پولیسو یوه افسر (ايس ايس پي) اصف رضا بلوچ ادعا وکړه چې ''جسد د پوليسو په ولکه کې و او په سيمه کې وضعيت خراب و، چې له امله يې شاهنواز په خپله کورنۍ ځمکه کې خاورو ته وسپارل شو. ''
هغه ادعا وکړه چې ''که په هدیره کې دفن شوی وای، د دې قوي احتمال و چې وروسته به یې په ایستلو سره د جسد سپکاوی شوی وای.''
د عمرکوټ ولسوالۍ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي بيبيسي ته تایید کړه چې د ډاکټر شاهنواز جسد سوځول شوی، خو د عمرکوټ ایس ایس پي ادعا کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې ویډیو ایډیټ شوې او د پولیسو په موجودیت کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د ډاکټر شاهنواز د یوه خپلوان په وینا، وروسته له هغه چې قهرجنو خلکو جسد ته اور واچاوه، پولیس ډېر ناوخته راغلل او د پولیسو له رسېدو وروسته د هغه د کورنۍ غړي راټول شول او جنازه یې وکړه.
ولې مذهب ته د سپکاوي تور لګول شوی؟
د ډاکټر شاهنواز خلاف د مذهب د سپکاوي قضیه د يو ځايي جومات د مبلغ په شکايت ثبت شوې چې وايي، تورن کس په خواله رسنیو د اسلام د پېغمبر پر ضد ناوړه ژبه کارولې او د هغه عزت ته يې سپکاوی کړی دی.
ډاکټر شاهنواز د عمرکوټ په ملکي روغتون کې کارکوونکی و او د قضیې له ثبت کېدو نه وروسته د روغتون ایم ایس لخوا له دندې شړل شوی و.
د قضيې تر ثبتېدو وروسته د ډاکټر شاهنواز يوه ويډيويي وينا هم پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه، چې په کې يې ويلي وو، یاده د فيسبوک ای ډي یې ډېره پخوانۍ ده، چې ده نه کاروله.
هغه ادعا کړې وه چې د فیسبوک کارول یې بند کړي دي.
په خپل پیغام کې هغه له خلکو هم وغوښتل چې "پولیس، ایف ای اې یا رینجر ته اجازه ورکړي چې خپل کار وکړي، هرڅه به روښانه شي."
په کومه ورځ چې د هغه خلاف مقدمه درج شوې وه هغه ورځ د اسلام د پېغمبر اکرم د زوکړې ورځ (میلاد النبي) وه او په دې لړ کې په عمرکوټ کې د ډاکټر شاهنواز پر ضد لاريون په تاوتريخوالي بدل شو او د پوليسو يو ګاډی هم د قهرجنو خلکو له خوا ويجاړ شو هم اور واچاوه.
له پولیسو سره د نښتې د حقیقت په اړه شکونه
د خاص ميرپور ايس ايس پي اسد چوهدري بيبيسي ته وويل په کومه نښته کې چې شاهنواز وژل شوى د سندهړي په سيمه کې شوې او مشکوک تورن د ډزو په تبادله کې وژل شوى دى.
د هغه په وينا، "هغه مهال د پوليسو ګرځنده ډلې هلته ګزمه کوله، چې شاهنواز کنبهار د پوليسو په ليدلو ډزې پيل کړې، خو په ډزو کې په مرمۍ ولګېد."
کله چې بيبيسي د عمرکوټ له پولیسو د دې معلومولو هڅه وکړه چې ولې د سپکاوي مقدمې درج کولو سره هم تورن نه و نیول شوی، نو د عمرکوټ ایس ایس پي اصف رضا بلوچ وویل چې پولیسو خپله هڅه وکړه. هغه وويل چې تورن په کراچۍ کې پېژندل شوى خو بيا له هغه ځايه تښتېدلى دى.
بله خوا د شاهنواز نژدې خپلوان ادعا کوي، چې ''کورنۍ يې په خپله خوښه ډاکټر شاهنواز په کراچۍ کې پوليسو ته سپارلى او وايي، چې امنيت اوس د پوليسو پر غاړه دى، خو له دې سره سره شاهنواز په جعلي مقابله کې وژل شوى دى. ''
هغه ادعا وکړه چې د شاهنواز پلار د پولیسو په توقیف کې دی او د هغه خوشي کول د هغه د زوی له نیولو سره تړلي دي.
خو ايس ايچ او سندهړي دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې داسې نه ده چې ډاکټر شاهنواز له توقيف وروسته په غيرقانوني توگه وژل شوى وي.
هغه ادعا کوي چې ''د ده په سيمه کې د غلا پېښې رامنځته کېږي، له همدې امله هلته د پلټنې لپاره ورغلى و.''
د پنجشنبې په ورځ د سېند ایالت د کورنیو چارو وزير ضياء الحسن لنجار د ډاکټر شاهنواز د وژنې د پېښې یادښت اخستى او د سېند اى جي ته يې د بېپرې تحقيقاتو پیلولو اجازه ورکړې ده.
ډاکټر شاهنواز ذهني ناروغ و
د شاهنواز خپلوان له بيبيسي سره په خبرو کې دا ادعا هم کړې، چې ډاکټر شاهنواز ذهني ناروغ و او په اغا خان نومي روغتون کې تر درملنې لاندې و. دی وايي، هغه د ډېر خپګان او لوړ فشار لپاره درمل کارول.
هغه زياته کړه، " په تېرو څو ورځو کې يې پر سړک يوه پېښه وکړه، چې له امله يې د درملو اخيستل بند شوي دي. لکه څنګه چې درمل بند شو، د هغه غوسه به ډېره شوه او له کوره به ووت.''
نوموړي له بيبيسي سره د شاهنواز طبي ریکارډونه هم شریک کړل، چې ښيي هغه تر درملنې لاندې دی.
د بشر حقونو کمېسون غندنه
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP) په یوه بیان کې ویلي چې په کوټه او عمرکوټ کې د مذهب د سپکاوي په تور د دوو کسانو د 'بې عدالتي وژنې' په اړه ژوره اندېښنه لري.
د جمعې په ورځ جاري شوي یو بیان کې، ایچ آر سي پي وویل چې مذهب ته د سپکاوي په تورونو کې تاوتریخوالی او په دې کې د قانون پليکوونکو ادارو د لاسوهنې یو وېروونکی بهیر دی.
دوی له حکومته غوښتي چې د دې پېښو په اړه خپلواکه پلټنه وکړي او په عمرکوټ کې د ډاکټر د وژنې مسوول کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د بشري حقونو کميسون دغه راز ويلي دي چې دولت دې دمخ په زياتېدونکي توندلاريتوب د مخنيوي لپاره گامونه واخلي.