اسرائيل وايي چې غزه کې پوځي عملیات پراخوي: یونیسف هلته د ۳۲۲ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائيل دفاع وزیر اسرائيل کاټز ویلي چې پوځ به یې په غزه کې خپل عملیات پراخ کړي او د غزې "لویې سیمې" به ونیسي.
نن چهارشنبه ښاغلي کاټز په یوه بیان کې ویلي چې د دغو پراخو عملیاتو موخه یې "له ترهګرو او د هغوی له ځالو د سیمې پاکول" دي او په وینا یې، نیول شوې سیمې به "د اسرائيل د امنیتي سیمو برخه وګرځول شي."
خو دا یې نه دي ویلي چې څومره پراخه سیمه به نیسي.
ښاغلي کاټز همدا راز ویلي، له هغو سیمو به فلسطینیان وایستل شي چې جګړه پکې روانه ده.
هغه له غزهوالو د حماس د له منځه وړلو او د اسرائيلي یرغملو د خوشي کولو غوښتنه کړې چې په خبره یې، همدا د جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لار ده.
د اسرائيل دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پر غزه یې بریدونه ډېر کړي دي.
عیني شاهدانو بيبيسي عربي ته ویلي چې تېره شپه د غزې په جنوبي برخه رفح کې اسرائيلو هوايي برید کړی چې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان پکې وژل شوي دي.
په وژل شوو کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي.
"دوو اونیو کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان وژل شوي"
په همدې حال کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي په تېرو دوو اوونيو کې پر غزه د اسرائیلو د بریدونو له بیا پیلېدو راهیسې په دې تړانګه کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان وژل شوي او ۶۰۹ نور د بریدونو په ترڅ کې ټپیان او معیوب شوي دي.
د یونیسف اجرائیوي رئيسې کترېن رسل وايي، "په غزه کې اوربند د ماشومانو پر مخ د اړتیا وړ مرستې پرانیستې او د پرمختګ لپاره یې هیله پیدا کړې وه... خو اوس ماشومان یو ځل بیا د تاوتریخوالي او محرومیت په وژونکې دوره کې ښکېل شوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د اوربند لومړي پړاو له پايته رسېدو وروسته دواړه غاړې د اوربند په غځېدو ونتوانېدې او دوه اوونۍ وړاندې د مارچ پر ۱۸ نېټه اسرائيلو يو ځل بيا پر غزه بريدونه پيل کړل.
د اوربند په لومړي پړاو کې، لسګونه اسرائیلي یرغمل د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشي شول، او د ملګرو ملتونو په څېر مرستندویه ادارو وکولای شول چې په غزه کې نژدې دوه میلیونه جګړه ځپلو خلکو ته مرستې ورسوي.
خو اوس په غزه کې يو ځل بيا جګړه په داسې حال کې پيل شوې چې، ۵۹ اسرائیلي یرغمل لا هم له حماس سره دي او د غزې سلګونه زره اوسېدونکي یو ځل بیا بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.
یونیسف وايي، په غزه کې د جګړې له بیا پیل راهیسې، او د مارچ تر ۳۱ پورې د لسو ورځو په موده کې، "بې رحمه او بې توپیره بمبارۍ" هره ورځ د ۱۰۰ ماشومانو د مړینې یا معلولیت لامل شوې ده.
د ملګرو ملتونو اداره وايي، ډېری وژل شوي ماشومان په غزه کې د جګړې قربانیان وو چې په لنډمهالو خېمو او یا ویجاړو کورونو کې يې ژوند کاوه.
په غزه کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو کمېدل
یونیسف په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت شمېرې کاروي چې اسرائيلي يې نه مني خو دا شمېرې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو لخوا د باور وړ ګڼل کېږي.
اسرائیل نړیوالو خبریالانو لکه د بي بي سي، غزې ته د خپلواک لاسرسي اجازه نه ورکوي، او په پایله کې، دوی نشي کولی د شخړې د دواړو خواوو د شمېرو پخلی او تائید يې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت، د اسرائیلو پوځ بي بي سي ته ويلي، ځواکونه یې "ژمن دي چې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او د وسله والو شخړو د قانون په ګډون د ټولو نړیوالو قانوني مکلفيتونو درناوی کوي."
خو، یونیسف وايي، اړینو توکو او روغتيايي اسانتيانو ته د نه لاسرسي له کبله به د غزې د ماشومانو په منځ کې د مخنيوي وړ ناروغيو او د ماشومانو د مړينې کچه زياته شي.
په غزه کې د جګړې له بیا پیل سره، ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د مارچ له ۲۴مې وروسته به په غزه کې خپل فعالیتونه کم کړي.
دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه اعلان شوه چې د بېړنۍ مرستې اته فلسطیني ډاکټران، د غزې د ملکي دفاع شپږ مرستندویه کارمنان او د ملګرو ملتونو یو کارکونکی د غزې په جنوب کې د اسرائیلي پوځ لخوا ووژل شول.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله نژدې ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بېځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضلهاوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.





















