'یا حق غواړو یا ازادي راکړئ' د کانونو او معادن مسودې پر ضد د عوامي نېشنل ګوند د 'سخت دریځ' لامل څه دی؟

د اې این پي مشر وايي، که د کانونو او معادن مسوده لغو نه شي، دوی به یې پر ضد مقاومت کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اې این پي مشر وايي، که د کانونو او معادن مسوده لغو نه شي، دوی به یې پر ضد مقاومت کوي.
    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي - پېښور
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسامبلۍ کې د کانونو او معدنیاتو یوې مسودې په هکله د بحث له پیله مخکې په دې تړاو ناندرۍ پیل شوې او د عوامي نېشنل ګوند (اې این پي) مشر ایمل ولي خان څرګندونو پاکستان کې سیاسي بحثونه خورا تاوده کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د دې مسودې محرک او په صوبه کې واکمن ګوند دی، ډېری غړي هم له دې مسودې سره مخالفت کوي، خو د ګوندي تګلارې له مخې وايي، د مشر عمران خان له لارښوونې سره سم به پرمخ ځي.

ځینو نورو ګوندونو هم له دې مسودې سره مخالفت کړی، خو عوامي نېشنل ګوند بیا نه یوازې دا مسوده رد کړې، بلکې د روانې اپریل میاشتې پر ۲۳مه یې یوه ګڼ ګوندي غونډه هم بللې ده.

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، که دا مسوده لغو نه شي، دوی به ورسره مقاومت وکړي.

د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا اسامبلې په جرګه تالار کې څو ورځې مخکې په دې هکله د معلوماتو ورکولو یو پروګرام په پام کې نیول شوی و، چې حکومتي او اپوزېسیون غړي پکې شامل و، خو په غونډه کې له سختې ګډوډۍ وروسته دا غونډه د اپریل تر ۲۳مې ته وځنډول شوه.

د پاکستان پیپلز ګوند اړوند پارلمان غړي احمد کنډي په دې هکله بي بي سي ته وویل، د پاکستان اساسي قانون کې د ۱۸م تعدیل له مخې کانونه او معادن د صوبايي واک موضوع ده، خو په دې مسوده کې چې کومه ژبه کارول شوې، دومره مبهمه ده چې یو ناڅرګند وضعیت یې رامنځته کړی دی.

دی وايي، د بېلګې په توګه دې کې د ستراتیژیک معادن اصطلاح کارول شوې، خو معلومه نه ده، چې څه مفهوم لري؟

دغه راز د اتومي انرژۍ لپاره چې کوم منرالونه کارول کېږي، په دې کې به استثنا وي، حال دا چې د دې لپاره باید د راډیواکتېف منرالونو اصطلاح کارول شوې وای، چې د فدرالي حکومت په واک کې دي. دی زیاتوي: ''د جواز ورکولو کومه اداره چې رامنځته شوې، بیوروکراتان پکې ډېر او سیاسي استازولي پکې نه شته.''

'له داسې پاکستانه بغاوت غوره دی'

سیاسي ګوندونه له دې مسودې سره مخالفت څرګندوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورته مهال د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د خپل ګوند له یوې مشورتي غونډې وروسته خبریالانو سره مرکه کې وویل: ''که تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۸م تعدیل په بشپړ ډول عملي نه شي او دا جعلي مسوده بېرته وانخیستل شي، نو په داسې وضعیت کې چې بي ایل اې (د بېلتونپالو بلوڅانو وسله واله ډله) له تاسې جګړه کوي، په داسې وضعیت کې چې ایران ستاسې دښمن دی، په داسې وضعیت کې چې افغانستان ستاسې دښمن دی (زه نه وایم تاسې وایاست) په داسې وضعیت کې چې ټي ټي اې (افغان طالبان) ټي ټي پي (پاکستاني طالبان) ستاسې دښمنان دي، په داسې وضعیت کې چې داعش ستاسې دښمنان دي، په داسې وضعیت کې چې هند ستاسې دښمن دی، د ځان لپاره یو بل دښمن هم پیدا کوئ.''

نوموړي زیاته کړه: ''که تر اکتوبر پورې زموږ اختیارات موږ ته نه راکول کېږي، له نومبر وروسته به زموږ تحریک یو بل ګام مخکې ځي او زموږ بنسټیز شعار به دا وي، چې موږ ته خپل حق وسپارئ او یا موږ ته ازادي راکړئ.''

ایمل ولي خان وايي، ''موږ د پاکستان لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، په ډېرو مسایلو کې مخ پر وړاندې تللي یو، او که هماغه پاکستان زما د بچو له خولې د مړۍ ګوله اخلي، زما ماشومان لوڅ - لپړ پر سپیره ډاګ پرېږدي، نو له داسې پاکستانه بغاوت غوره دی.''

د نوموړي په وینا ''زموږ په مشورتي غونډه کې پرېکړې وشوې او اوس عملي کېږي، باید ووایم چې موږ د یوې څپېړې خلک نه یو، له پلار سره له یوې ژمنې وروسته د (عمل ډګر) ته وتلی یم چې انشاالله سر به ورکړم، خو هېڅوک به نه پرېږدم چې زما د قوم حق وتروړي.''

په دې هکله د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین سره وغږېدم. دی وايي، د ۱۸م تعدیل له مخې صوبايي اختیارات ورکړل شوي دي، خو اوس دا ټول واک یوازې یوې شورا ته ورکول کېږي.

د نوموړي په خبره: ''دا واک فدرالي حکومت، کومې اسامبلۍ یا کمېټې ته نه ورکول کېږي، بلکې د ځانګړي امر له مخې یوې شورا ته ورکول کېږي، نو دا خو د صوبې حقونه لوټلو مانا لري.''

د میا افتخار حسین په وینا داسې ستونزې په لوی لاس راپورته کېږي، چې خلک له کړاو سره مخامخ شي:

''معادن خو موږ ته به میراث پاتې دي، خو که زموږ پر صوبايي حقونو ګوزار کېږي، نو دا خو زموږ لپاره د داسې یوه پیغام معني لري، چې که دا من‍ئ، نو سمه ده او که نه نو وسائل مو زموږ دي، دا هر څه خو موږ نه شو زغملای.''

اې این پي ولې دومره سخت دریځ غوره کړی؟

سیاسي ګوندونه له دې مسودې سره مخالفت څرګندوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیاسي ګوندونه له دې مسودې سره مخالفت څرګندوي.

اې این پي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې په خیبر پښتونخوا کې له پاکستان پیپلز ګوند سره شریک حکومت درلود، خو له هغه وروسته دا ګوند په تدریجي ډول څنډې ته شو او د ۲۰۲۴ کال په ټولټاکنو کې د ګوند مشر ایمل ولي خان هم خپله پارلماني څوکۍ بایلوده.

د پاکستان په فدرالي او صوبايي اسامبلیو کې دا ګوند اوس پاموړ استازیتوب نه لري.

په تېر کې یاد ګوند د صوبايي اختیاراتو، کالاباغ نومي بند مخالفت او د صوبې نوم بدلون لپاره اوږده مبارزه کړې.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ګومان کېږي چې ښايي عوامي نېشنل ګوند د خلکو په زړونو کې بېرته د ځای موندلو هڅې کوي.

ځايي خبریال او د چارو شنونکی عارف یوسفزی وايي، ''په ظاهره داسې ښکاري چې د ایمل ولي خان څرګندونې جدیت نه لري او یو سیاسي بیان دی.''

ښاغلی یوسفزی وايي: ''داسې هم نه ښکاري چې ایمل ولي خان د اسټیبلشمنټ (پوځي مشرتابه) ضد دریځ غوره کوي، ښايي دی غواړي له دې لارې خپله ډوبېدونکې کښتۍ وژغوري او د سیاسي محبوبیت ترلاسه کولو هڅې کوي.''

د خبریال او د چارو شنونکی علي اکبر په اند له هغه وروسته چې ایمل ولي خان د ګوند مشر شوی، د عوامي نېشنل ګوند په فکري پالیسیو کې بدلونونه راغلي. د هغه په خبره: ''د ګوند پالیس‍ۍ کې بدلون راغلی. د ملتپالني کوم سیاست چې و او هغه فکري پالیسۍ چې باچا خان، ولي خان او اسفندیار خان غوره کړې وې، هغه پرېښوول شوې او د اسټیبلشمنټ د ملاتړ پالیسي غوره شوه.''

خبریال او د چارو شنونکی عرفان خان وايي، اې این پي تل د ملتپالنې سیاست کړی او له هغه وروسته چې د ګوند پالیسۍ کې بدلون راغلی، پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) تشه ډکه کړه او اوس اې این پي غواړي بېرته خپل ځای ترلاسه کړي. د هغه په خبره: ''له دې مسودې سره د مخالفت شعار له لارې اې این پي غواړي د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او پي ټي ای ګوند هم په دې هکله د خلکو له احساس خبر شو، ځکه د دې ګوند له دننه هم د دې مسودې په تړاو د اندېښنو غږونه پورته شوو.''

د نوموړي په خبره ''اوس چې کوم دریځونه ډېر محبوبیت لري، یو پکې د اسټیبلشمنټ د مخالفت دریځ دی او دلته د یادونې ده، چې همدا مسوده د بلوچستان په اسامبلۍ کې هم وړاندې شوه، خو له هغه ځایه داسې کوم غږ نه دی اورېدل شوی او له دې ښکاري چې له دې (موضوع) سیاسي ګټه اخیستل کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند له صوبايي مشر میا افتخار حسین وپوښتل شول، چې بلوچستان کې ستاسې ګوند د دې مسودې ملاتړ کړی، نوموړي وویل: ''داسې پالیسي غوره شوې وه، چې دا مسوده ژر تر ژره او پټ په پټه تصویب شي، د خیبر پښتونخوا لپاره (یې) هم نیت همدا و.''

ښاغلي حسین زیاته کړه: ''د بلوچستان هغوی ته اوس معلومېږي، چې څه وشول.''