مولوي هبت الله د طالبانو امنیتي مشرانو سره کتلي؛ بحث پر څه شوی؟

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، مشر یې مولوي هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د امنیتي ارګانونو له چارواکو سره کتلي دي.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه لیدنه کې د طالبانو دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوی یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سر پرست وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو سرپرست ملا عبدالحق وثیق ګډون کړی و.

نوموړي بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، چې ناسته کې "بحث پر امنیتي پرمختګونو او په دې برخه کې په شته ستونزو شوی دی." خو ښاغلي مجاهد په دې اړه نور جزيات ور نه کړل چې پر څه ډول ستونزو خبرې شوې دي.

دا لیدنه پرون یکشنبه په کندهار کې شوې ده. ویل کېږي دا له څو میاشتو وروسته لومړی ځل دی چې د طالبانو امنیتي مشران په کندهار کې په دا بڼه یو ځای له خپل مشرتابه سره ګوري.

د طالبانو د کابینې ځینې غړي کله نا کله د خبرو او غونډو لپاره کندهار ته ورځي چې خپل مشرتابه سره وګوري. دغه غونډ کې مطبوعاتو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، "لوجستیکي، د وسایلو او وسایطو ترمیماتو برخو کې پر ستونزو له بحث وروسته" یې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د حل لپاره "لازم هدایات" ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په ناسته کې د راتلونکي امنیتي حالت د ښه کېدو په اړه هم خبرې شوي چې "خلکو ته لا ډاډمنه فضا" رامځته کړي.

د طالبانو ویاند هغه اوازې ناسمې وبللې چې په دغه ناسته کې د دوی په کابینه کې د بدلونونو پرېکړې هم شوې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله داسې حال کې د طالبانو حکومت امنیتي ارګانونو سره ناسته کړې چې ملګرو ملتونو په خپل کلني رپوټ کې افغانستان کې د امنیتي پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په دغه رپوټ کې د طالبانو مخالفینو له خوا بریدونو ته هم اشاره شوې وه خو وايي هومره پراخې نه وې چې امنیت وننګوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو حکومت هڅه کړې سیاسي او اقتصادي ډګرونه پیاوړي کړي، خو د حکومتولۍ په اساسي مسلو کې ل زیاتېدونکو داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

بلخوا ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېر ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی خو طالبان یې ردوي او وايي افغانستان کې اوس مهال هېڅ "کومه خپلسرې ډله نشته."