پاکستان کې د ورکو شویو کسانو د موندنې کمېسیون: له ۱۰ زرو ډېرې قضیې ثبت شوې دي

    • Author, افتخار خان
    • دنده, بي بي سي- اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت
پاکستان ستره محکمه

د عکس سرچینه، Getty Images

په پاکستان کې د بې درکه کسانو په اړه د حقيقت موندنې کمېسیون ويلي، تر دې دمه ورته له ۱۰ زرو څخه زياتو کسانو د نادرکۍ قضيې وروړل شوې دي.

د سترې محکمې په وینا، په ۲۰۱۱ کې د پاکستان حکومت لخوا جوړ شوي دغه کمېسیون حکومتي مدافع وکيل ته خپل راپور ورکړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي، چې په نادرکه کسانو کې تر ټولو ډېرې قضیې ورته له خيبر پښتونخوا ورغلې دي چې شمېر يې ۳۴۸۵ تنو ته رسېږي.‌ په دوی کې ډېری کسان په سيمه کې د ناامنۍ، د جګړې او ډرون برېدونو پر مهال ورک شوي دي.

کمېسیون ويلي، له پښتونخوا وروسته په دویم ځای کې بلوچستان دی چې د ورکو شویو کسانو تر ټولو ډېرې قضیې یې ورسپارل شوې او شمېر یې ۲۷۵۲ کسانو ته رسېږي.

د راپور له مخې کمېسيون منلې ده چې په بې درکه کسانو کې ۴۹۴ بېلا بيلو دولتي ادارو خپل توقيف ځایونو کې ساتلي دي او ۶۴۴ په بېلا بېلو زندانونو کې بنديان دي.

تېرو ۱۲ کلونو کې دغه کمېسیون دولتي ادارو ته وړاندیز کړی چې شاوخوا ۷۵۰ کسان محکمو ته وړاندې کړي، خو يوازې د نژدې ۵۰ کسانو قضیو په اړه ګام اخیستل شوی دی.

پاکستان کې د جبري نادرکيو لړۍ له ډېرو کلونو راهېسې روانه ده او دې کې د ډېری قربانيانو دا خيال دی چي دې موضوع کې دولتي ادارې او په ځانګړې توګه استخباراتي ادارې ښکېل دي.

د جبري نادرکيو او له محاکمې پرته د وژنو په موضوع څو کلونه وړاندې له خيبرپښتونخوا د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورته شوی و او اوس له بلوچستانه هم له تېرې يوې نيمې مياشتې راهېسې پر دغه اعتراضونو احتجاج راوان دی.

دغه مظاهره چيان د ماه رنګ بلوڅ نومې مېرمنې په مشرۍ اسلام اباد کې په پرلت دي او هم دغه غوښتنې لري چې حکومت دې د بلوڅو د نادرکه کولو او له محاکمې کولو پرته د وژلو دا لړۍ ودروي او په جبري توګه بېدرکه کړل شوي کسان دې خوشي کړي.

له بلوچستانه هم له تېرې يوې نيمې مياشتې راهېسې پر دغه اعتراضونو احتجاج راوان دی.
د عکس تشریح، له بلوچستانه هم له تېرې يوې نيمې مياشتې راهېسې پر دغه اعتراضونو احتجاج راوان دی.

خو بلخوا موقت لومړي وزير انوار الحق کاکړ دغه احتجاج ته په غبرګون کې ويلي چې دغه احتجاج کونکي په ترهګرۍ کې د ښکېلو عزيزانو لپاره راوتلي دي، خو دغه مظاهره چيان بیا وايي که عزيزان يې ترهګرۍ يا نورو جرمونو کې ښکېل دي، نو پر ضد یې باید د قانون او محاکمې لاره خپله کړل شي، ځکه په اجباري توګه نادرکي او وژل يې له قانون څخه سرغړونه ده.

د بلوڅو پرلت مشره ماه رنګ بلوڅ دا هم وايي چې هېواد کې د بيدرکه کسانو او په مشخصه توګه د نادرکه بلوڅو رښتینی شمېر د حکومتي رسمي شمېرو پرتله څو برابره ډېر دی.

د نادرکه کسانو په اړه جوړ کمېسيون خپل راپور کې دا هم ويلي چي دې کې ځيني کسان په خپله خوښه د کورنيو څخه په غلا بهر هېوادونو ته تللي دي. څه موده وړاندې د موقت حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي هم دې ته ورته بيان ورکړي و چې ځيني بلوڅ له خپلو مېرمنو مرورو شوي او له کورونو تښتيدلي دي، خو دغه بيان د بلوڅو حقونو فعالانو يوه بدرنګه ټوکه بللي وه.