بنو کې د یرغمل نیونې پېښه؛ پاکستان د طالبانو له غورځنګ سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

بنو

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

پاکستاني چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا بنو کې یې د یوه ترهګرۍ ضد مرکز د یرغمل نیونې په تړاو د پاکستان د طالبانو له غورځنګ سره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

یرغمل نیوونکو وسله والو وړاندې ویلي وو چې د نیول شوو کسانو په بدل کې دې دوی ته افغانستان ته د تګ خوندي لار ورکړل شي.

د پاکستان د طالبانو غورځنګ په دې تړاو په یوه ویناپاڼه کې ویلي دا چې ددغه مرکز یرغمل نیوونکي ملګري یې له ډېره وخته په بند کې وو،‌ له بهرني وضعیته خبر نه و او په وینا یې دا چې په قبایلي سیمو کې یې ډېره خاوره تر ولکې لاندې ده،‌ افغانستان ته تګ ته یې هېڅ اړتیا نه شته او په وینا یې پاکستاني چارواکو ته یې ویلي چې دغه کسان دې شمالي یا جنوبي وزیرستان ته ور ورسوي.

یوه افسر د نوم نه اخیستلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د بنو چاوڼۍ سیمه کې د سي ټي ډي په دې مرکز کې یوه ساتل شوي کس له ساتونکي وسله اخیستې او په ډزو یې دوه کسان ټپیان کړي او نور یې یرغمل نیولي دي.

 FARHATULLAH

د عکس سرچینه، FARHATULLAH

د عکس تشریح، سیمه کې ګرځبندیز لګول شوی او ټولې تعلیمي ادارې رخصت شوې دي

د یرغملګرو شمېر له لسو تر ۳۰ یادېږي، خو دقیق شمېر یې لا نه دی مالوم شوی.

کابو څلوېښت ساعتونه کېږي چې د ترهګرۍ په دې مرکز کې له دې یرغمل شویو کسانو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د یرغمل نیونې دې مرکز کې خوراکي توکي په ختمېدو دي او پاکستانی حکومت هم هلته د خوراکي توکو او څښاک استولو هوډ نه لري.

پر دغه مرکز انټرنېټ او برېښنا قطع شوې او د حکومت هدف دا دی چې پر یرغمل نیوونکو له هرې خوا فشار راوړي.

حکومت له دې کسانو غواړي چې وسلې وغورځوي او خپل ځانونه حکومت ته ور وسپاري، خو هغوی وايي‌ چې افغانستان ته د تګ یوه خوندي لار او چورلکه دې ورکړل شي.

بنو

د عکس سرچینه، FARHATULLAH

د عکس تشریح، د یرغمل نیونې ځای ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي او نژدې څوک نه ورپرېښودل کېږي

په بنو کې د دې پېښې له کبله ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې دي او دې پوځي سیمې ته ټولې غځېدلې لارې هم تړل شوې، خلکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو دې بهر نه راوځي.

اوس ښکاري چې له حکومت سره د یرغمل نیوونکو پر وړاندې له پوځي عملیاتو بله لار نه ده پاتې شوې،‌ خو هڅه یې دا ده چې یرغمل شوي څلوېښت کسان خوندي وساتل شي.