د روسیې ټاکنې؛ له تمې سره سم پوتین د بریا ادعا وکړه

د عکس سرچینه، REUTERS
په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد له خلکو مننه کړې او په ټاکنو کې یې د بریا ادعا کړې ده.
په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پنځم ځل دی چې ښاغلی پوتین په کریملین کې واک ترلاسه کوي او په مسکو کې سیاسي پرمختګونو ته په کتو په دې ټاکنو کې د پرېکنده بریا اعلان د څارونکو له خوا په بشپړ ډول د اټکل وړ و.
کله چې پوتین د ټاکنو مرکزي دفتر کې د تلویزیون کامرې مخې ته راڅرګند شو او د روسیې د خلکو څخه یې مننه وکړه چې په هغه یې "باور تازه کړ" او پوتین د یکشنبې په شپه ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
هغه وویل: "موږ به پر هرې رایې د تکیې کولو سره د روسیې د خلکو لپاره ګډ هوډ رامنځته کړو."

د عکس سرچینه، RUSSIAN COMMUNIST PARTY
ښاغلي پوتین په خپلو څرګندونو کې د دغه هېواد د پوځ له سرتېرو څخه چې د اوکرایین په جګړه کې ښکېل دي، مننه وکړه او ویې ویل: "هغوی که هرڅومره هڅه کوي چې موږ ووېروي، موږ وډاروي، تاریخ ښودلې ده چې هېڅکله به دې کار کې بریالي نه شي. دوی به اوس او راتلونکي کې هم ماتې وخوري."
په تېرو څو لسیزو کې په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنې د څارونکو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د یوې لویې برخې لخوا "نه ازادې او نه عادلانه" ګڼل کېږي.
ولادیمیر پوتین چې د پخواني استخباراتو (KGB) د یوه کارمن په نوم یادېږي، په ۱۹۹۹ کال کې په روسیه کې واک ته ورسېد او له هغه وروسته (په تېرو ۲۵ کلونو کې) دا پنځم ځل دی چې د کرملین د واک پر ګدۍ کښېني.

د عکس سرچینه، REUTERS
پوتین نن په داسې حال کې ځان د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ چې څه کم یوه میاشت مخکې د ده د حکومت تر ټولو مهم منتقد الیکسي ناوالني د روسیې په شمال کې په یوه زندان کې په ناڅاپي او مشکوک ډول مړ شو.
څو میاشتې وړاندې د واګنر د شخصي ملېشو د مشر یوګیني پریګوژین الوتکه چې یو وخت د ولادیمیر پوتین لوړپوړی متحد و، ولوېده او هغه چې له خپلو جنګیالیو سره یې د مسکو پر ضد بغاوت کړی و، ووژل شو.
په دې توګه، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ - کرملین - به د نورو شپږو کلونو لپاره د ولادیمیر پوتین کوربنه وي.






















