د روسیې او چین ولسمشرانو له سوله ییزې لارې د اوکرایین جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د خپل روسي همپوړي ولادیمیر پوتین کوربه دی. دا د روسیې له ولسمشریزو ټاکنو په پنځمې دورې لپاره تر ولسمشر ټاکل کېدو وروسته د ښاغلي پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
د نړۍ د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو مشرانو په خپله ګډه خبري ناسته کې پر خپلمنځي همکاریو ټینګار وکړ او د اوکرایین او غزې د جګړو په ګډون پر بېلابېلو نړیوالو موضوعاتو هم وغږېدل.
ښاغلي شي وویل روسیه او چین دواړه د اوکرایین مسالې لپاره یوه "سیاسي حل لاره" غواړي.
نوموړی وايي "په دې تړاو د چین دریځ روښانه او پر خپل ځای دی" او دا چې "د ملګرو ملتونو د منشور اصول او اهداف" پکې په پام کې نیول شوي دي.
د چین ولسمشر زیاته کړې، هېواد یې هیله من دی چې اروپا ژر بېرته سولې او ثبات ته وګرځي.
د هغه روسي سیال هم د اوکرایین مسالې حل په اړه د چین دریځ تایید کړ.
ښاغلي پوتین وویل "موږ د اوکرایین کړکېچ د حل په تړاو د چین د هڅو منندوی یو."
هغه هم د کړکېچ پای ته رسولو لپاره له سیاسي لارو د هڅو هوډ څرګند کړ.
خو دا په داسې حال کې ده چې عملآ په اوکرایین کې بیا د روسیې یرغلیز عملیات پراخ او شدید شوي دي.
د دغو عملیات پایله کې اوکراییني ځواکونه په خارکیف کې له ځینو سیمو په شا کېدو ته اړ شوي.
پر اوکرایین یرغل او د دغه هېواد د خاورې ځینې برخې لاندې کول د دې لامل شوي چې امریکا او متحدان یې پر مسکو بندیزونه ولګوي.
چین که څه هم له سوله ییزو لارو د ستونزو پر حل ټینګار کوي، خو تر اوسه یې رسمآ پر اوکرایین د روسیې برید نه دی غندلی.
بېجېنګ وايي، مسکو سره یې عادي سوداګریزو اړیکو او راکړې ورکړې ته دوام ورکړی خو د اوکرایین جګړه کې کارېدو لپاره وسلې او ټېکنالوژي نه ورکوي.
د چین او روسیې همکاري

د عکس سرچینه، Reuters
ولادیمیر پوتین تازه بیا د روسیې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو او لوړې وروسته چین ته د خپل لومړي بهرني سفر پر مهال وویل چې د دوی ترمنځ ښو اړیکو دوام موندلی.
هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه په خپلو کې "سوله ییزه اټومي" همکاري پراخوي او دا چې د چین او مسکو ترمنځ " د انرژۍ برخه کې د همکاریو پراختیا او پیاوړتیا لپاره مشخص پروګرامونه موجود دي."
ښاغلي پوتین وویل نن د چین په شمال ختیځ کې هاربین ښار ته هم ځي، چې روسیې سره د بډایه تاریخي او فرهنګي اړیکو له کبله مشهور دی.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکرایین له یرغل او د لوېدیځ لخوا له بندیزونو وروسته د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه له نږدې ۶۴ سلنه ودې سره په ۲۰۲۳ کال کې ۲۴۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
د روسیې ولسمشر وویل د دوی بازار د چیني موټر جوړوونکو شرکتونو صادراتو ته پرانیستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه دا دي چې د لویدېځ له بندیزونو وروسته په ۲۰۲۳ کال کې چین یوازې د شاوخوا ۲۳ میلیارد ډالرو په ارزښت موټرونه او د موټرو پرزې روسیې ته صادر کړي دي.
د چین او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا موضوع داسې مهال مطرح کېږي، چې متحدو ایالتونو څو ورځې مخکې له چین د برقي موټرونو پر وارداتو تعرفې ۱۰۰ فیصده لوړې کړې.
روسیې بیا برعکس چین ته د تېلو، ګازو او خوراکي توکو صادرات ډېر کړي دي.
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي څه موده مخکې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د ډېرو کورونو ګاز له روسیې تامینېږي.



















