محکمې د نیپال کرېکټ لوبغاړی سندیپ لامیچانې د جنسي تېري قضیه کې په اته کاله زندان سزا محکوم کړ

د خپرېدو وخت
سندیپ لامیچانې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې نیول شوی و.
د عکس تشریح، سندیپ لامیچانې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې نیول شوی و.

د نیپال کرېکټ لوبډلې سوکه توپ اچوونکی سندیپ لامیچانې پر یوې ۱۸ کلنې ښځې د جنسي تېري قضیه کې په اته کاله زندان محکوم شوی دی.

لامیچانې چې توقیف کې نه دی، پلازمېنه کټمنډو کې د محکمې لخوا د پرېکړې اعلان په وخت محکمه کې حاضر نه و. د نیپال دا ۲۳ کلن خورا مشهور لوبغاړی تېره میاشت محکمې په دې قضیه کې رسماً تورن کړ.

د لامیچانې مدافع وکیل ساروج غیمري رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نیت لري چې د دې پرېکړې خلاف په (اعلی محکمه) کې استناف غوښتنه وکړي.

لامیچانې په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال د نیپال لوبډلې له لوبډلمشرۍ ګوښه کړل شو، چې د جنسي تېري تورونه پرې ولګېدل.

د یادونې ده، چې نوموړي د هند په پریميئر لیګ (ای پي ایل) او د اسټرالیا په بیګ باش سیالیو کې هم لوبېدلی دی. مخکې په کیریبین پریمیئر لیګ سیالیو کې له لوبېدو وروسته نیپال ته ستنېدو سره سم نیول شوی و.

ده هغه مهال پر خواله رسنۍ فېسبوک یوه پیغام کې ویلي و، چې هېڅ ناسمه کړنه یې نه ده کړې او له مسوولینو سره به په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د ضمانت بدل کې له خوشي کېدو وروسته بیا لامیچانې په ۲۰۲۳ کال کې داسې حال د نړیوال جام لیګ سیالیو لپاره له سکاټلنډ او نیمیبیا سره د لوبې ډګر ته ووت، چې مظاهرې هم کېدې.

که څه هم هغه مهال د دواړو سیالو لوبډلو لوبغاړو د لوبې په ډګر کې سندیپ لامیچانې ته د روغبړ لپاره د لاس له ورکولو ډډه وکړه، خو نوموړي د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د نیپال لپاره لوبې ته دوام ورکړ.