تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بری: افغان ښځو د کرېکټ بریا څه ډول لمانځله؟
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
له پاکستانۍ لوبډلې د افغان لوبغاړو کرېکټ بریا افغانستان او نړۍ کې د افغان نارینه وو تر څنګ افغان ښځو او نجونو هم په پراخه کچه او له جذباتو ډکه نمانځلې ده.
ځینو یې د دغې خوشالۍ په پار داسې بې اختیاره عکس العملونه ښودلي، چې ښايي په عادي وضعیت کې یې په اسانۍ "ترسره کولو ته زړه نه شوای ښه کولای."
بي بي سي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو نجونو او ښځو سره غږېدلې او د دغې بریا د لمانځنې په پار یې د دوی احساسات راخیستي.
"کار ځای کې وم، راووتم او بهر مې پر افغانانو خواږه ووېشل"
دا د هوسۍ په نامه هغه افغانه کډواله ده، چې اوس امریکا کې اوسېږي. هغه په فزیکي ډول له خپل هېواده لېري ده، خو د هرې شېبې "خوښي او غم" یې افغانستان او افغانانو پورې تړلي دي.
هوسۍ ۲۷ کلنه ده او په یوه هندي رستورانت کې کار کوي، چې د نورو خوړو په ګډون د خوږو بېلابېل ډولونه هم پکې پلورل کېږي.
نوموړې وايي، کار ځای کې وه چې پاکستان سره د افغان لوبغاړو سیالي روانه وه، زړه یې نا کراره او ذهن یې بل ځای بوخت و.
د هغې په وینا: "شېبه په شېبه به مې مبایل را اخیسته او لوبه به مې کتله، کله به مې خپلو ځینو ملګرو سره پرې لنډ پیغامونه تبادله کړل، کار مې کاوه خو ذهنا مې نارامي احساسوله، لوبې ته مې سودا وه چې څه به کېږي."
هوسۍ وايي، په ځايي وخت د ماسپښین ۲:۱۵ وې چې بهر شور جوړ شو او "زمونږ د افغاني موسیقۍ" لوړ غږ راغی، مخکې له دې چې خپل مبایل وګوري ژر یې دروازې ته منډه کړې.
"له دوازې مې چې وکتل ګڼ افغانان راټول و، په موټرو کې یې په لوړ غږ افغاني موسیقي چالانه کړې وه او بېرغونه یې رپول، پوښتنه مې وکړل، چې وموګټله؟ په ځواب کې یې هو راته وویل. بېرته مې رستورانت ته منډه کړه او د ګولاب جامن ډبی مې راواخیست او په دوی مې ووېشل."
"د لوبې پر وخت او له بریا وروسته مې دومره چیغې وهلي، چې غږ مې ناست دی"
حمیرا یوه بله ۲۵ کلنه افغانه ده، هغې بیا د کابل پر ځمکه له هندي لوبغالي د خپلو "اتلانو" د بریا هره شېبه پر تلویزیون کتلې.
نوموړې وايي، له ټولې کورنۍ سره یو ځای د لوبې کتلو ته ناسته وه، هر یوه تر خپله وسه پر ځان نفلونه او خیراتونه منلي او دعاګانې یې کړي دي.
هغې بي بي سي ته له بریا وروسته د خپلو احساساتو په اړه ویلي: "د لوبې په جریان کې مې د بالېنګ پر وخت د هر کېچ اخیستو سره، د بټېنګ پر وخت له هرې څلوریزې او شپږېزې سره او له بریا وروسته دومره چیغې وهلي چې اوس مې غږ ناست دی."
حمیرا وايي: "ډېر مې غوښتل چې بي بي سي سره خبرې وکړم خو غږ مې دومره ناست دی چې هېڅ نه راووځي. مجبوره شوم چې دا ټولې خبرې درته ولیکم."
"دا ستره خوښي مې پر خپل لاس د افغانستان بېرغ په جوړولو ولمانځله"
۳۲ کلنه اسرا په جرمني کې مېشته افغانه کډواله او د دوو غبرګونو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، د لوبې د ورځې له سهاره یې بوخته ورځ لرله، ماشومان یې باید ښوونځی ته بوولي او بېرته راوستي وای، خو د لوبې له کتلو یې هم زړه نه صبرېده.
نوموړې وايي: "ما ښوونځي ته پر لار مبایل کې لوبه کتله او تلوسه مې وه، چې بېرته کور ته راشم او د تلویزیون پر لوی سکرین یې وګورم."
هغه وايي، هېڅ کله ترې پاکستان سره د افغانستان د کرېکټ لوبې کتل نه دي خطا شوي او تل یې ګوري.
اسرا وايي، وروستیو شېبو کې چې به بال پر بېټ لګېده "سترګې به یې پټولې" ډارېده چې منډې ته ولاړ لوبغاړی و نه سوځي.
"له حیجان او خوشالۍ ډکې شېبې وې، له بریا وروسته مې پر خپل لاس د خوږ افغانستان بېرغ جوړ کړ، او خپله خوشالي مې پرې ولمانځله.
"په لومړي ځل رانه د پلار او وروڼو په مخ کې ګډا وشوه"
د خوشالۍ هره شېبه له جذباتو او احساساتو ډکه وي، او دا احساسات او جذبې کله بیا انسان په لا شعوري ډول ځینو کارونو او عکس العملونو ته اړ باسي.
د کرېکټ بریا په خوشالۍ کې هم ښايي له ډېرو، د (نڅا، ناڅاپي چیغو، بې دریغه خندا، ځینو کلماتو تکرار ویلو او ټوپونو وهلو) په ګډون نور بېلابېل حرکات ترسره کړي وي، چې اوس یې په یادولو یا خندا ورځي او یا به حیران وي چې "څنګه یې دا کار کړی دی."
۲۱ کلنه سحر له همدغو یوه ده، هغه وايي "د کرېکټ لوبې د لیدلو پر مهال خونه د مور او پلار په ګډون له مشرانو او کشرانو ډکه وه، زړونه مو درزېدل، ټولو دعاګانې کولې. کله چې وروستی بال پر بېټ ولګېد او شاټ ووهل شو یو ناڅاپه پاڅېدم او په ګډا شوم."
سحر چې "نه یې غوښتل" دا کار وکړي خو له ډېرې خوشالۍ یې خپل احساسات نه شول قابو کولی.
هغه وايي: "اوس چې کله خپله کانه رایاده شي هم خندا راځي او هم حیرانېږم، چې څنګه رانه دا کار شوی. دا لومړی ځل و چې د خپل پلار او ورونو په مخ کې وګډېدم."
"دلته چې د ښځې له خولې د کوم لوبغاړي نوم ووځي، وايي ښځو ته یې په کرېکټ څه"
وروستیو کې د افغان نارینه و سربېره اوس ډېرې ښځې هم کرېکټ ګوري او مینه والې یې دي.
خو د افغانستان په ځینو ولایتونو او لېري پرتو سیمو کې لا هم د کرېکټ کولو تر څنګ آن د کرېکټ لوبې کتل تر نارینه و محدود پاتې شوي دي.
مروه د افغانستان په ختیځ کې د جلال اباد اوسېدونکې ده. هغه وايي ډېر کلونه د کرېکټ "سخته مینه واله" پاتې شوې او د افغانستان هره لوبه "په ډېر شوق" ګوري.
سره له دې چې کورنۍ کې یې ښځې او سړي ټول کرېکټ ګوري او پرې پوهېږي، خو په سیمه کې ډېر کله ورته ویل کېږي "ښځو ته یې په کرېکټ څه"
د هغې په وینا: "کله چې د کومې نجلۍ یا ښځې له خولې د کوم کرېکټر نوم ووځي نو ورته وايي چې ښځې ته یې په کرېکټ څه، دوی فکر کوي چې دا لوبه به یوازې د سړیو لپاره وي او یوازې یې هغوی کتلی شي. خو زه د دې خبرو پروا نه ساتم."
مروه وايي، لوبه یې له پیله تر پایه کتلې او په وینا یې: "کله مو چې وګټله چیغې مې کړې او بیا مې د لوبغاړو د ګډا ګانو او خوشالیو هره ویډیوګانې د خپل وټس اپ پر سټېټس کېښودلې، همدا زما لپاره زما د خوښۍ لمانځل و ځکه زه نه بهر وتلی شم او نه ډزې کوم، ټوله سوشل مېډیا کې د خوښۍ جشن جوړ و ټوله ورځ مې له لاسه مبایل نه دی لېري کړی. ډېره خوشاله وم."
"د نړیوال جام له پیله دې لوبې ته انتظار وم"
افغانستان او پاکستان سره کرېکټ سیالي تل له جذباتو او احساساتو ډکه وي او سلګونه زره افغانان لوی او واړه ورته په کورونو، حجرو، دوکانونو او کار ځایونو کې ناست وي.
که څه هم په تېر کې افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډلې سره ښه لوبه کړې، خو په وروستیو شېبو کې یې له لاسه تللې او بایللې یې ده.
دا هغه وېره وه چې د سپوږمۍ په ګډون یې ښايي ډېر افغانان د تېرې دوشنبې ورځې لوبې پایلې ته هم اندېښمن کړي و.
سپوږمۍ وايي: "د کورنۍ نور غړي ټول بله خونه کې لوبې ته ناست وو، ما خپلې وړې خور سره پر خپل مبایل بله خونه کې لوبه کتله، ځکه چې ما ویل که خدای مکړه لوبه وبایلو نو نه غواړم چې هغه خپګان او احساسات مې کورنۍ وګوري"
هغې ویلي: "کله مو چې لوبه وګټله د کورنۍ ټولو غړو یو بل ته مبارکۍ غېږې ورکړې او بیا خپلو ورونو او خویندو سره حویلۍ ته ووتم بهر مو د اور لوبې او پټاقۍ ګانو سیل کاوه، ډېر شور جوړ هره خوا خوشالي وه لکه د اختر شپه چې وي. په دې هیله چې اتلان مو تل په هر ډګر همداسې وځلېږي او افغانستان ته نور ډېر ویاړونه راوړي."
د افغان لوبډلې بریا ته پېښور کې ښځې په کومه سترګه ګوري؟
سره له دې چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې د افغان لوبغاړو کرېکټ بریا د افغانستان په ګډون نړۍ کې د افغانانو تر منځ شور جوړ کړی و او خوښي یې خپره کړې وه، خو د پاکستانۍ لوبغاړو د ملاتړو غوسه یې راپارولې او د دغې لوبډلې پر سیالۍ یې نیوکې کړې دي.
له پېښوره د عایشې په نامه د پاکستان کرېکټ لوبډلې مینه واله او ملاتړې د افغان لوبډلې لوبه ستایلې او وايي، "د پام وړ چټک پرمختګ یې کړی."
نوموړې ویلي: "سره له دې چې زمونږ تمې لوړې وې چې پاکستان لوبډله به یې ګټي خو لوبه یې زمونږ د تمې خلاف خرابه وکړه او یې بایلله."
د اتکا امجید په نامه د پاکستانۍ لوبډلې یوې بلې مینه والې بیا په غبرګون کې بي بي سي ته ویلي: "پاکستان لوبډله په پیل کې ښه وه خو وروسته خرابه شوه، سپېن بالرانو یې ښه لوبه و نه شوه کړای خو افغان لوبډلې هم بالېنګ او هم بټېنګ زبردست و."
افغان لوبډلې له دې وړاندې هم انګلنډ سره لوبه ګټلې وه او دا یې په روان ۲۰۲۳ نړیوال جام کې دویمه لوبه ده چې په لوی توپیر ترې لوبه ګټي.
د افغان لوبډلې دویمه لوبه د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د اکټوبر پر دېرشمه شري لنکا لوبډلې سره ده چې سر له اوسه ورته د ښځو په ګډون ګڼ افغانان بیا هم د انتظار شېبې شماري او تمه لري چې بیا هم د "بریا زیری او د خوښۍ نڅاوې وي."