تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینسپوهانو د 'قیامت ورځې ساعت' ستن ولې نیمې شپې ته نږدې کړه؟
د 'قیامت ورځې' د سمبولیک ساعت ستن اوس تر بل هر وخت ډېره نیمې شپې ته نږدې شوې او دا په دې مانا ده چې بشریت په خطرناک ډول د تباهۍ په درشل ولاړ دی.
د قیامت ورځې ساعت نظریه په ۱۹۴۷ کال له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پیدا شوه او هدف یې دا دی چې بشریت ته د اټومي جګړې د خطر خبرداری ورکړي.
سانیسپوهان نړۍ او بشریت ته د ورپېښو ګواښونو د ارزولو له مخې د دې ساعت ستن مخکې وروسته کوي.
اوسمهال دغه ساعت کې نیمې شپې ته، چې د نړۍ د تباهۍ مانا ښندي، یوازې ۹۰ ثانیې پاتې دي.
تر دې مخکې د دغه ساعت ستن کله نیمې شپې ته دومره نه وه نږدې شوې.
دا د دې ښودنه کوي چې زموږ نړۍ د انسانانو له خپله لاسه او خپلو کړنو له کبله بشپړې نابودۍ ته نږدې ده.
د اټومي ساینسپوهانو بولېټن (پي اې اېس) وايي دا ساعت یې تر ډېره د اوکرایین جګړې له کبله مخته کړی دی.
د قامت ورځې ساعت د مخکې کولو پرېکړه د دغه سازمان ساینسپوهانو او امنیتي بورډ کړې چې د نوبل جایزې ۱۳ ګټونکي هم پکې دي.
د دغه ساعته د مخکې کېدو خبر پر انګلیسي سربېره په روسي او اوکراییني ژبو هم خپور شوی.
د اټومي ساینسپوهانو د بولېټن امنیتي بورډ ويلي د اوکرایین جګړې د هېوادونو د تعامل او د نړیوالو چلن د پرېوتلو په اړه بنسټیزې پوښتنې را ولاړې کړې.
دا بورډ وايي "روسیې لخوا د اټومي وسلو د کارېدو غلي ګواښونه نړۍ ته دا ور پر زړه کوي چې په تصادفي، عمدي یا د ناسمې محاسبې له مخې د شخړې زیاتوالی یو وحشتناک خطر دی."
د اقلیم بدلون، بیولوژیکي ګواښونه او ورانکارې ټکنالوژۍ هغه نور خطرونه دي چې سږکال یې نړۍ ته په پېښو ګواښونو کې یادونه شوې ده.
ساینسپوهانو خپله اعلامیه کې ویلي "د جګړې اغېزې یوازې د اټومي خطر تر ډېرېدو محدودې نه دي، بلکې دا د نړۍ اقلیم د بدلون مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې هم اغېزمنوي."
هغه هېوادونه چې پخوا یې د روسیې په تېلو او ګازو تکیه وه، اوس د سونتوکو پر نویو سرچینو او نللیکو غور کوي چې دا چاره پر اقلیم بې اغېزو نه ده.
دا بورډ وايي په داسې کې چې نړۍ له کوویډ-۱۹ سره د مقابلې لارې چارې تجربه کوي، اړتیا ده چې د نړۍ مشران بیولوژیکي خطرونو، که هغه طبیعي وي، که تصادفي یا عمدي، پېژندلو او همدا راز هغو ته د رسېدو د لارو چارو موندلو ته دوام ورکړي.
سانیسپوهان زیاتوي چې د وباګانو خطر هم لا پر خپل ځای دی.
۲۰۲۰ کال کې د دغه ساعت ستن د نیمې شپې ۱۰۰ ثانیو ته ورنږدې کړل شوه، خو په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې پکې بدلون نه و راوستل شوی.
دا ساعت له جوړېدو راهیسې یوازې یو ځل د سړۍ جګړې له پای ته رسېدو سره له نیمې شپې ۱۷ دقیقې شاته شوی و.
د اټومي ساینسپوهانو د بولېټن اجراییه مشره 'راچېل برونسن' وايي، دا چې دا ستونزې او ګواښونه پخپله انسانانو جوړ کړي، نو د دوی بورډ باورمن دی چې انسانان یې په نړیوال تعامل سره بېرته کمولی هم شي.