تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له رضا پهلوي سره ځانګړې مرکه: "دا د ایران رژیم نسکورېدو لپاره یو بې ساری فرصت دی"
له بي بي سي ون سره په یوه مرکه کې، د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوي وویل د اسرائیلو له بریدونو وروسته د اسلامي جمهوریت دریځ د پخوا پرتله ډېر کمزوری شوی او "دا د ایران رژیم نسکورېدو لپاره یو بې ساری فرصت دی."
ښاغلي پهلوي د بي بي سي ون رسنۍ د یکشنبې سیاسي خپرونو کوربنې، لورا کونزبرګ ته وویل د "واک د جوړښت له کمزوري کېدو او په ځانګړې توګه په رژیم کې د مهمو شخصیتونو له لیرې کېدو سره د حکومت او خلکو ترمنځ انډول کې بدلون راغلی او "د ګام پورته کېدو وخت" رارسېدلی دی. "
هغه له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: "ډېر نه پوهېږم چې سمه کلیمه څه ده، خو خلکو کې یو ډول انرژي احساسېږي. په دې معنی چې ښايي د رژیم ډېر کمزوري کېدو ته په کتو، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ځینې مهم لوبغاړي له منځه یوړل شوي اوس یو فرصت پیدا شوی دی. "
نوموړي زیاته کړه: "دا د خلکو لپاره لا نور د وضعیت انډول برابروي. په پایله کې، زه پر دې باور یم چې کله موږ له یو داسې نافرمانه مدني غورځنګ چې د تاوتریخوالي ضد دی له تاوتریخوالي ډک یو رژیم سره مخ کېږو په پایله کې باید حالت د خلکو په ګټه تمام شي. زما په اند خلک یې اوس احساسوي او په پایله کې اوس د هیلې او انرژۍ یوه نوې څپه رامنځته شوې. "
اغلې کونزبرګ له ښاغلي پهلوي وپوښتل چې څنګه هغه دې پایلې ته رسېدلی چې د اسراېیلو بریدونو په اصل کې په ایران کې مخالفت زیات کړی دی. هغه په ځواب کې وویل:
"د ایران خلک پوهېږي، او نړۍ هم باید پوه شي، چې د دې ستونزې اصلي لامل پخپله رژیم او طبیعت یې دی. یوازینی منطقي حل چې هم د ایران خلکو ته او هم ازادې نړۍ ته ګټه رسوي، د دې رژیم له منځه وړل دي. ما له پیله دا خبره کړې ده چې وروستۍ حل لاره د رژیم بدلون دی. "
د ایران پخوانی ولیعهد زیاتوي: "اوس موږ د دې کار کولو فرصت لرو ځکه رژیم دپخوا پرتله تر ټولو کمزوري وضعیت کې دی. اوس یو داسې فرصت برابر شوی چې موږ کولی شو کار ترې واخلو او هیله لرو خپل هېواد ازاد کړو. نړۍ به بالاخره په ارامه سره ساه واخیستلی شي، ځکه نوره به اړتیا نلري له اټومي ګواښونو، ترهګرۍ، سخت دریځۍ او دې ته ورته مسایلو وېره ولري. "
اغلې کونزبرګ د ایران له پخواني ولیعهده وپوښتل، په داسې حال کې چې یو شمېر ایرانیان او په ځانګړي ډول حکومت د اسراېیلو بریدونه "د بهرني هېواد لخوا یو نا عادلانه برید" ګڼي، ولې هغه باور لري خلک به د اسرائیلو پر ځای د اسلامي جمهوریت د حکومت پر وړاندې وهڅول شي؟
ښاغلي پهلوي په ځواب کې وویل: "زه فکر کوم د ایران خلکو لیدلي چې نړۍ تر دې دمه ډېر صبر کړې او ان دې رژیم ته یې څو ځله د خبرو په بڼه د عقلاني چلند فرصت ورکړی. دوی لیدلي چې علي خامنه اي د خپل ضد له امله د اوسني وضعیت مسول دی. ایران باید دې حالت ته نه وای رسېدلی. خو اصلي مسولیت د چا پر غاړه دی؟ "د علي خامنه اي پر غاړه. "
"دا د هغه جګړه ده، نه د ایران د خلکو. په پای کې، هر هغه څه چې رژیم کمزوری کوي او نور یې هم شاته غورځوي هغه څه دي چې خلک یې د څرګندو دلایلو لپاره هرکلی کوي. ځکه دا هغه رسۍ ده چې د دوی پر ستوني فشار راوړي او سستېږي. دا یوه مثبته مسله ده، نه منفي. "
اغلې کونزبرګ وپوښتل چې هغه په ریښتیا هم د اسرائیلو بمباري او د ایران ملکي وګړو وژنه یوه مثبته پېښه ګڼي؟
هغه وویل هغه پر دې باور دی چې د اسرائیلو بریدونه د "ایران ملکي وګړو ته زیان رسولو" په موخه نه بلکې د رژیم د ګواښونو له منځه وړلو په موخه ترسره کېدل. که څه هم "رژیم په بې ساري ډول کمزوری شوی او د نسکورېدو پر لور روان دی، د ایران خلک دا فرصت لري چې خپله ازادي ترلاسه کړي په دې شرط چې دا ځل نړۍ بې پروايي ونه کړي.
اغلې کونزبرګ له هغه یې د ونډې په اړه وپوښتل، "ستاسو کورنۍ یو وخت د ایران واک درلود، اوس ستاسو هدف په ایران کې واک او مشرتابه ته راستنېدل دي؟ "دا ستاسو لپاره سیاسي فرصت دی؟" هغه ځواب ورکړ: "ما د خپلې ونډې په اړه واردمخه وضاحت ورکړی او په تېرو ۴۴ کلونو کې مې څو ځله خپله موخه روښانه کړې ده. زما هدف د ایران د دې مذهبي رژیم له شره خلاصون دي چې خلک وکولی شي په ازاده توګه په یو ډېموکراتیک بهیر کې د رایو د صندوق له لارې خپل برخلیک وټاکي؛ یو داسې پارلماني بهیر چې د رژیم له نسکورېدو وروسته د ایران خلکو ته د انتخاب حق ورکړي چې له مخې یې دوی وکولی شي خپله راتلونکې وټاکي. "
"په دې کې زما ونډه ډېره مهمه ده، چې وکولی شو تر ټولو ډېر خلک سره یوځای کړو او په ګډه سره کار وکړو چې خپلې موخې ته ورسېږو او د ټولو هغو کسانو هرکلی وکړو چې اوس له موږ سره یوځای شوي دي. ما سره په هېواد کې دننه، په ځانګړې توګه د پوځ له خوا اړیکه نیول کېږي، او زه فکر کوم دا یو ډېر مهم پرمختګ دی."