تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسیا ته جو بایډن ولې خپل سفر نیمګړی پرېښود؟
امریکايي رسنیو ویلي، د امریکا ولسمشر جو بایډن هوډ وکړ چې اسیا ته خپل سفر رالنډ او امریکا ته د امریکايي پورونو په تړاو بحث کې ځان کانګرس ته ورسوي.
په پام کې وه چې نوموړی به مخکې له دې چې پاپوا ګیني او اسټرالیا ته ولاړ شي، جاپان کې د اوو سترو هېوادونو سرمشریزه کې ګډون وکړي.
سي بي اېس ته یوې سرچینې ویلي، په پام کې ده چې ولسمشر بایډن په جاپان کې له سرمشریزې ختمېدو وروسته ژر واشنګټن کې کانګرس ته راستون شي.
کانګرس کې د پورونو په اړه باب د بحث او خبرو ناکامي به ددې لامل شي چې امریکا د پورونو په ورکولو ونه توانېږي.
جاپان کې د اوو سترو هېوادونو سرمشریزه ددغه هېواد په هیروشیما کې د مې له ۱۹ تر ۲۱ مې جوړېږي.
په دې سرمشریزه کې د اقلیمي امنیت په اړه خبرې کېږي او په پام کې وه چې بایډن به بیا اسټرالیا ته د هند، جاپان او اسټرالیا له مشرانو سره په څلور اړخیزه سرمشریزه کې ګډون کوي.
خو امریکايي رسنیو ویلي، چې بایډن به د دې سفر د بشپړولو پر ځای واشنګټن ته ژر ستون شي.
د امریکا د خزانې وزیرې جنېت یلین په روانه میاشت کې خبرداری ورکړی و که کانګرس د پورونو په لیرې کولو یا ځنډولو کې پاتې راشي، نو په جون میاشت کې به نغدې پیسې ختمې شي.
یلین هغه مهال کانګرس هڅولی و چې څومره ژر کېدای شي د ۳۱٫۴ ټریلیون ډالرو د پورونو سقف ستونزې غم وخوري.
جمهوریپالو مشرانو پر بایډن ددغه سفر د لنډولو له کبله نیوکې کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کیربي د سې شنبې په ورځ وویل، د بایډن د سفر پلان د پورونو ورکړې ته د لومړیتوب ورکولو له کبله بدل شوی دی.
کیربي وویل: "د روسیې او چین په شان هېوادونه شته چې د پورونو پرې کولو کې زموږ له ځنډېدو پرته نور څه نه غواړي".