پر اوکرایین د روسیې د نوي توغندي له ګوزار سره پوتین لوېدیځ ته خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، State Emergency Service of Ukraine
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، ځواکونو یې د پنجشنبې پر سهار د اوکرایین پر ختیځ ښار دنیپرو ''د منځني واټن ویشتونکي متعارف توغندي'' برید کړی دی.
ښاغلي پوتین وویل، د دې توغندي برید چې د اوریشنيک شفري نوم لري، د اوکرایین له لوري د روسیې په خاوره کې دننه د هدفونو په نښه کولو لپاره د امریکايي او بریتانوي توغندیو کارولو ته غبرګون دی.
پوتین زیاته کړه، روسیه کولای شي د هغو هېوادونو پوځي ځایونه په نښه کړي، چې د دې هدف لپاره خپلې وسلې کارولو ته ورکوي.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، د روسیې له لوري د نوي توغندي کارول ''د جګړې کچې او ظلم زیاتولو څرګند نښه ده.''
ښاغلي زېلینسکي پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: ''دا یو بل ثبوت دی، چې روسیه سولې ته لېواله نه ده. پوتین نه یوازې جګړه اوږدوي، بلکې په نړۍ کې د هغو پر مخ لاړې توکي چې له زړه غواړي سوله راشي.''
که څه هم لوېدیځوالو چارواکو د دې مفکورې په هکله شکونه څرګند کړي، خو ښاغلي زېلینسکي مخکې ویلي و، چې د روسیې لخوا کارول شوی توغندی د لویو وچو یا بین البراعظمي بالسټیک توغنديو (ای سي بي ایم) ته ورته ځانګړنې لري.
په ورته مهال د امریکا متحدو ایالتونو امنیت شورا ویلي، د اوکرایین پر ضد ''د منځني واټن یو تجرباتي بالسټیک توغندی'' کارول شوی او زیاتوي چې روسیه ښايي دغسې د ګوتو په شمېر توغندي لري او دا چې دا به په جګړه کې کوم لوی بدلون رامنځته نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې د اوکرایین هوايي ځواکونو وویل، روسیې د پنجشنبې پر سهار د یوه برید په ترڅ کې له استراخان سیمې د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک توغندی ورتوغولی دی. دوی دا هم وايي، توغندي له "بېلابېل ډول سروکو" سره دینیپرو ښار په نښه کړی دی.
دا لومړی ځل دی، چې روسیې د اوکرایین شخړې په ترڅ کې د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک توغندی کارولی دی. دغه توغندی د زرګونو کیلومترو واټن وهلو وړتیا لري.
د اوکرایین پوځ وايي، د برید پر مهال یې شپږ (کې اېچ ۱۰۱) کروز توغندي ویشتلي دي.
د روسيې له خوا دا برید څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې واشنګټن اوکرایین ته د اوږد واټن توغندیو کارولو اجازه ورکړه او اوکرایین د دې اونۍ په پیل کې د روسیې پوځي اډې په نښه کولو لپاره وکارول.
د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک توغندي د پخواني شوروي اتحاد او لویدیز ترمنځ سړې جګړې ته ورګرځي. د پوځي کارپوهانو په اند د شلمې پېړۍ ډېره برخه کې د اټومي جګړې د وېرې نظریه واکمنه وه.
دا ستراتیژیکې وسلې دي، چې د اټومي وسلو لېږد لپاره ډیزاین شوي، خو په دغو توغندیو کې نور چاودېدونکي توکي هم نصبېدای شي، او له لوړ سرعت سره څو زره کیلومتره واټن وهل یې، مخنیوی ستونزمنوي.
داسې هېڅ څه نه دي ویل شوي، چې د نن ورځې په پیښه کې کومه اټومي سروکې کارول شوې وي.
'روسیه لویدیځ ته یو پیغام استوي'
د بي بي سي خبریال ویتالي شیوچینکو وايي، که دا ریښتیا وي چې روسیې داسې یو توغندی پر اوکرایین توغولی دی، دا به لومړی ځل وي چې دا ډول توغندی په جګړه کې کارول کېږي، نه یوازې په دې جګړه کې، بلکې له تاریخي پلوه به هم لومړی ځل وي.
په مسکو کې چارواکو له مخکې ګواښ کړی و، چې په روسیه کې د لویدیځ د پرمختللو توغندیو له کارولو سره د هدفونو په نښه کولو ته به ځواب ورکوي. ښايي دا یې ځواب وي.
لویدیځ ته به یې پیغام دا وي: موږ داسې توغندي لرو چې د نړۍ په هر ځای کې هدفونه په نښه کولای شي چې اټومي وسلې هم لېږدوي.
خو داسې ښکاري، کومې وسلې چې نن سهار پر دینیپرو کارول شوي، اټومي نه وې.
په جګړه کې د نوي، اوږده واټن وېشتونکي او ډېر ځواکمن توغندي کارولو لپاره د مسکو ښکاره چمتووالی اوکرایین ته بد خبر بلل کېږي.
'روسي توغندی د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک توغندي ځانګړتیاوې لري'

د عکس سرچینه، Zelenskiy Official on Telegram
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، پر هېواد یې د "نوي روسي توغندي" برید شوی. وايي د لویو وچو ترمنځ د وېشتونکي بالستیک توغندي "ځانګړتیاوې" لري.
ښاغلي زیلینسکي پر ټېلېګرام لیکي، "ټولې ځانګړتیاوې، چټکتیا او لوړوالی ښيي چې دا یو (د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک) توغندی دی. اوس یې څېړنې روانې دي. دا څرګنده ده چې پوتین اوکرایین د روزنځای په توګه کاروي."
هغه زیاتوي: "نن زموږ لېوني ګاونډي یو ځل بیا وښودله چې په رښتیا څوک دی او په عمومي توګه د وقار، ازادۍ او د خلکو ژوند ته څومره سپکاوی کوي او څومره وېره لري."
خو یوه امریکايي چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې، سي بي اېس خبري اژانس ته ویلي، پر اوکرایین د شپې له خوا توغول شوی توغندی یو بالیسټیک توغندی و خو د لویو وچو ترمنځ وېشتونکی بالستیک توغندی نه دی.






















