د کیرالا کیسه: 'اسلامي دولت' ډله کې د هندي ښځو د فعالیت په اړه فلم لانجې راپارولې

د خپرېدو وخت

د هند کیرالا ایالت پولیسو د هېواد په سوېل کې د یوه لانجمن فلم د اعلان پرضد د شکایت په اړه قانوني مشوره غوښتې ده.

د (کیرالا کیسه) په نامه فلم اعلان کې یوه کرکټره وايي، دا ددې ولایت یوه له هغو ۳۲ زرو ښځو ده، چې له (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې سره په یوځای کېدو پر "ترهګرو ښځو بدلې شوې" دي.‌

ددې ایالت ځینو سیاستوالو پر فلم د بندیز لګېدو غوښتنه کړې. خبریال اروینداکشان بي ار د ایالت لومړي وزیر ته لیک لېږلی او د دې کار په اړه یې د څېړنې غوښتنه ترې کړې ده.

د لومړي وزیر دفتر دا لیک پولیسو ته سپارلی. کیرالا ایالت کې د پولیسو کمېشنر سپرجان کومار ویلي "څېړنه پیل شوې ده. هڅه مو وکړه چې د لیک (شکایت) په اړه قاني نظر ترلاسه کړو چې په اړه یې څه ګام اخیستل کېدای شي".

په اعلان کې یوه ښځه ښکاري چې برقع یې اغوستې ده، دا وايي نوم یې شالیني او اونیکریشنان دی او غواړي نرسه شي.

دا وايي "اوس زه فاطمه با یم، د افغانستان یوه زندان کې د (اسلامي دولت) ډلې ترهګره". زیاتوي "د دې په شان ۳۲ زره اوښتې نجونې شته او د سوریې او یمن په دښتو کې خښې شوې دي".

دا وايي: "یوه وژونکې لوبه روانه ده چې په کیرالا ایالت کې له عادي نجونو ترهوونکې ترهګرې جوړې کړي، دا ټول کار په ښکاره کېږي".

د فلم دا اعلان پر یوټیوب تر خپرېدا وروسته لومړیو شپږو ورځو کې ۴۴۰ زره کتل شوی او په اړه یې د رد او ستاینې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

هندۍ ممثلې ادا شرما چې د فلم اعلان خپور کړی او د (ریښتینې کیسه) هشټګ یې ورسره خپور کړی دی. د فلم پروډیوسر ویپال شاه د بي بي سي پیغام ته ځواب نه دی ویلی.

خبریال اروینداکشان بي بي سي ته ویلي، د څېړنې غوښتنه یې کړې او له فلم جوړوونکو یې غوښتي چې خپل ثبوت وړاندې کړي، ځکه چې په اعلان کې راغلو ادعاوو قهرولی دی.‌

دی وايي: "ښايي د وسله وال کېدو ځینې پېښې وي، خو ۳۲ زره شمېره د نه منلو ده".

په ۲۰۲۱ کال د مېډیا له تولیدي شرکت (سيټي مېډیا) سره د فلم تولیدوونکي سوډیپټو سېن ویلي، دا شمېره یې د کیرالا ایالت اسمبلۍ ته د پخواني لومړي وزیر اومین چاندي د وړاندې شویو شمېرو پربنسټ ترلاسه کړې ده.

د ده په وینا، چاندي ویلي وو چې "هر کال د ۲۸۰۰ او ۳۲۰۰ ترمنځ نجونې اسلام ته اوړي"، همدا ده چې تېرو لسو کلونو کې دا شمېر ۳۲ زرو ته رسېږي او دوی یې په اړه د فلم د تولید تابیا ونیوله.

خو د هند د حقایقو د دقت مالومولو وېبپاڼې (الټ‌نیوز) پخپل رپوټ‌کې ویلي ددې ادعا د ملاتړ لپاره کوم "ثبوت نشته".

وېبپاڼې د چاندي د ۲۰۱۲ کال څرګندونې موندلې چې پکې وايي، ۲۶۶۷ نجونو له ۲۰۰۶ کال راهیسې دې ایالت کې اسلام راوړی، خو د کال شمېره یې نه ده اعلان کړې.

په ۲۰۱۶ کال کې، له کیرالا ایالت نه ۲۱ کسان په څو جوپو کې وتلي او له "اسلامي دولت" ډلې سره یوځای شوي، چې تر واده مخکې اسلام ته اوښتې یوه محصله هم پکې وه چې د اتو میاشتو مېندواره وه.

په ۲۰۲‍۱ کال، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، هندي چارواکو وویل، د کیرالا ایالت څلور ښځې – چې افغانستان کې بندیانې وې- له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره یوځای شوې دي.

د پولیسو یوه چارواکي بي بي سي‌ته د نوم نه ښودلو په شرط‌ ویلي: "د شمېرو په اړه د څېړنې اړتیا شته، خو زموږ شمېرې ښيي هغه ښځې چې اسلام یې قبول کړی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې له کیرالا ایالت نه له داعش سره یوځای شوې شمېر یې تر ۱۰ یا ۱۵ ډېر نه دی".‌

اروینداکشان وایي، د فلمونو په اړه د تصدیق مرکزي شورا، په ایالتونو کې ددې شورا نورو څانګو او همدارنګه د هند د رسنیو او خپرونو وزیر انوراګ ټاګور ته یې هم لیکلي، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

دی وايي "دا فلم د هند له یووالي او حاکمیت سره په ټکر کې دی، او د هندي استخباراتو ټوله باورمنتیا داغداره کوي.

په کیرالا کې ددغه فلم اعلان سیاسي لانجه راپارولې ده. په ایالت کې د کانګرس پارټۍ مشر وادسیري ساتیسان دا فلم "د لارورکۍ ښکاره پدیده" بللې چې په وینا یې د "خلکو ترمنځ د کیرالا د ناسم انځور او کرکې خپرولو" لپاره جوړ شوی دی.

په کیرالا کې د واکمن کمونیست ګوند مرستیال جان بریټاس د چارشنبې په ورځ د فدرالي ادارې د کورنیو چارو وزیر امیت شاه نه لیک کې غوښتنه کړې وه چې د فلم جوړوونکو پر وړاندې ټینګ ګامونه واخلي.

په مقابل کې یې د بهاراتیا جاناتا ګوند یوه مشر کای سوریندران د کیرالا پر حکومت نیوکه کړې چې ولې د فلم جوړوونکو پرضد قضیه راپورته کوي. ده ویلي لومړی وزیر "باید دا زړورتیا ولري چې کیرالا کې د داعش د فعالانو پرضد لاس په کار شي".