د بېاسنادو کډوالو هیله: ټرمپ لخوا د کډوالو شړلو پروګرام به یوازې 'مجرمانو' لپاره وي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رنډ ډېبوسمن جونیور او انجیلیکیا ماریا کاساس
- دنده, بيبيسي نيوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
ګابرېلا شاوخوا دوه لسیزې وړاندې متحدو ایالتونو ته په داسې حالت کې راغله، چې د قاچاق وړونکي موټر په تل کې د جوارو د ټانټو دلۍ لاندې یې په سختۍ سا اخیسته.
اوس مهال د میریلینډ په یوه کور کې د خدمتګارې په توګه کار کوي. بولیویايي تابعیت لرونکې ګابریلا د لږترلږه ۱۳ میلیونو بې اسناده کډوالو یوه برخه ده چې په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي. دا هغو کسانو ته د اشارې یوه ټولیزه اصطلاح ده چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته داخل شوي، وېزې یې له مودې تېرې دي یا هغه کسان چې د اخراج د مخنیوي لپاره خوندي حالت کې دي.
د متحدو ایالتونو په لر و بر کې، د ګابرېلا په څېر کډوال د ټرمپ د هغې ژمنې له کبله خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي وايي چې په لوی شمېر کډوال به وباسي.
په یو شمېر مرکو کې، بې اسنادو کډوالو ویلي چې دا موضوع د دوی په ټولنو، د وټس اپ ګروپونو او ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس په لاس کېدونکې مسله ده. ځینې، لکه ګابرېلا، باور لري چې دا به هېڅ اغېز پرې ونه کړي.
هغې وویل: "زه بالکل نه یم وېرېدلې. دا یوازې د جنایتکارانو لپاره ده چې وېره ترې لري. زه مالیه ورکوم او کار کوم."
هغې زیاته کړه: "په هر حالت کې، زه اسناد نه لرم. [نو] دوی به څنګه زما په اړه پوه شي؟"
په یوه انتخاباتي کمپاین کې چې پنا ورکول د امریکا د رایه ورکونکو لپاره د لویې اندېښنې په توګه یادېدل، ټرمپ ژمنه کړې وه که دی بېرته ولسمشر شي، د واک پر لومړۍ ورځ به له امریکا نه په لویه کچه د کډوالو ایستل پیل کړي.
خو د هغه له پراخې انتخاباتي بریا وروسته نژدې دوه اونۍ تېرې شوې او لا هم روښانه نه ده چې دغه د پناهندګۍ د تطبیق عملیات به څنګه وي.
منتخب ولسمشر ټرمپ پر دې ټینګار کړی چې لګښت به کومه ستونزه نه وي، خو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د هغه ژمنې ښایي له سترو مالي او لوژستیکي ننګونو سره مخ شي.
د هغه نوی ګومارل شوی "سرحدي تزار" ټام هومن ویلي، هغه بې اسناده کډوال به لومړیتوب وي چې د ملي امنیت یا عامه خونديتوب لپاره ګواښ ګڼل کېږي. هغه همداشان وړاندیز کړی چې پر کاري ځایونو بریدونه - چې د بایډن حکومت لخوا پای ته ورسېدل - ښایي بېرته پیل شي.
د شنبې په ورځ له "فاکس نیز" سره په خبرو کې، د ټرمپ د لومړۍ دورې د کډوالو او ګمرکي اجراتو مرستیال مشر ټام هومن د دې نظریې ننګونه وکړه "هغه څوک چې قانون پلي کوي، بد کسان دي او هغه څوک چې قانون ماتوي، قربانیان دي".
هغه وپوښتل: "د کانګرېس کوم غړی، کوم والي یا کوم ښاروال د دې مخالف دی چې له خپلو ټولنو د عامه امنیت ګواښونه لیرې کړي؟" او زیاته یې کړه چې نوی حکومت به "پر هغه امر عمل وکړي چې امریکایي خلکو ولسمشر ټرمپ ته ورکړی و".
د امریکايي چارواکو له خوا د کډوال ایستل نوې خبره نه ده. د ولسمشر جوبایډن په واک کې له ۱،۵ میلیونو ډېر خلک بېرته ولېږل شول، پر دې سربېره چې د کوویډ-۱۹ وبا پر مهال میلیونونه خلک په چټکۍ له پولې اوښتو رد شول.
د بارک اوباما د اتو کلونو په حکومت کې - چې ځینو یې د "کډواول د ایستلو رئیس" نوم کړی و - شاوخوا درې میلیونه خلک اخراج شوي او تمرکز د مکسیکو خه پر هغو مجردو نارینه وو و چې له سرحدي سیمو په اسانۍ اخراج کېدل.
خو د ټرمپ ژمنې شوي پلانونه پراخه او یرغلګر دي، چې په کې د امریکا په سرحدونو، لرې ځایونو کې د تطبیق عملیات هم شامل دي. چارواکي وایي دوی ښایي ملي ګارډ او پوځي الوتکې هم د خلکو د نیولو او په پای کې د اخراجولو لپاره وکاروي.
د ټرمپ د مرستیال انتخاب، جېډي وانس ویلي د کډوالو شړل ښایي په یو میلیون خلکو "پیل" شي.
بیا هم، ځینې بې اسناده کډوال باور لري ددې پر ځای چې وایستل شي، هغوی به د ټرمپ له ولسمشرۍ ګټه واخلي.
د مکسیکو یو بې اسنادو کډوال کارلوس چې نیویارک ښار کې اوسېږي او زوی یې د امریکا تابعیت لري، وویل: "ډېر لاتیني کسانو، هغه چې رایه ورکولای شي، دا کار وکړ ځکه چې دوی فکر کوي هغه [ټرمپ] اقتصاد ښه کولی شي. دا به زموږ لپاره هم ډېر ښه وي".
د امریکايي د کډوالۍ شورا په وینا - چې یو غیر ګوندي سازمان دی او د امریکا د کډوالۍ سیسټم د بیا رغونې لپاره دفاع او تحقیق کوي - له پنځه میلیونه زیات امریکایان د بېاسنادو والدینو له خوا زېږېدلي او د امریکا د تابعیت خوندیتوب لري.
کارلوس وايي هغه "یو څه" اندېښمن دی چې ښایي د کډوالۍ چاپو په دوران کې راښکاره شي. خو دا وېره د ټرمپ تر واک لاندې د اقتصاد ښه کېدو او زیاتو کارونو امکان له منځه وړی.
هغه وویل: "چارې ښایي اوس مهال زموږ په ټولنو کې یو څه تنګې وي، خو اندېښنه لرل حل نه دی. تر ټولو غوره کار دا دی چې له ستونزو ډډه وکړو او هېڅ جرم ونه کړو."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر نور داسې کسان شته چې په دې خوشبینۍ کې نه دي شریک او د وېرې په حالت کې ژوند کوي.
د دغه ډول کسانو له ډلې د کلیفورنیا اوسېدونکی ایرک بایټیستا دی، چې "خوب کتونکی" بلل کېږي، هغه څوک چې له اوږدې مودې له هغه پروګرامه ګټه اخلي په ناقانونه توګه د ماشومانو په توګه امریکا ته راوړل شوي کسان له اجباري اخراج خوندي کوي.
په ۲۹ کلنۍ کې، ښاغلی بایټیستا یوازې د مېکسیکو په اړه ځینې یادګارونه لري، هغه هېواد چې هلته زیږېدلی و او په اوه کلنۍ کې ترې وتلی و.
وروستۍ څلور کاله یې د تاریخ د ښوونځي په توګه تدریس کړی - چې پکې د ایټالیا، ایرلینډ، چین، جاپان او مېکسیکو له هېوادونو د هغړ کډوالو د څپو په اړه تفصیل تفصیلي موضوعګانې هم وې چې امریکا کې مېشت وو او ځینې وخت له تبعیض سره مخامخ شوي دي.
"زه داسې نه انګېرم چې ما تر به له وړاندې داسې احساس کړی وي، ان له ۲۰ کالو وروسته چې دلته ژوند کوم." ښاغلی بایټیستا بيبيسي ته وویل. "داسې ښکاري لکه موږ چې په یوه نوې څپرکي کې یو، د ملتپالنې یوه نوې څپه چې زه یې تدریسوم.
"دا یوازې زموږ لپاره د وېرې او ناڅرګندتیا راتلونکی دی."
د ملاتړو او حقوقي کارپوهانو په وینا، هېڅ تضمین نه و هغه بېاسناده کډوال چې د محکمې دوسیه ونه لري، د ټرمپ د اداری د کډوالو د پراخ اخراج هڅو په ترڅ کې نه نیول کېږي.
ایرون ریشلین-میلینک، د امریکا د کډوالۍ شورا د پالیسي مدیر وویل هغه د "اړخیزو نیولو" زیاتوالي شاهد دی – دا هغه اصطلاح ده چې د ټرمپ لومړۍ واکمنۍ پرمهال د دې لپاره کارول کېده چې کډوال – که څه هم ښايي هغوی اصلي هدف نه وي، د اجباري عملیاتو په ترڅ کې نیول کېږي.
هغه وویل: "راځئ ووایو هغوی هغه څوک تعقیب کړي چې جرمونه لري او هغه کس په داسې کور کې اوسېږي چې څلور نور [بې اسناد] کسان هم ورسره وي، موږ د ټرمپ د لومړۍ ادارې په ترڅ کې ولیدل، هغوی دغه خلک هم نیسي."
بې اسناده مهاجرین په ټوله امریکا کې – له کرنیزو ځمکو تر ګودامونو او جوړولو سایټونو پورې- په بېلابېلو صنعتونو کې کار کوي.
ښاغلي رایشلین-میلنیک وویل، د داسې کارځایونو هدف ګرځول کېدای شي "بې توپیره" نیول رامنځته کړي.
هغه وویل: "زه ګومان نه کوم یو څوک چې هېڅ جرم نلري او مالیه ورکوي، کولی شي چې ځان خوندي کړي. یو له لومړنیو کارونو چې ټرمپ به یې وکړي دا دی چې د بایډن ادارې د اجراتو لومړیتوبونه له منځه یوسي او موږ لیدلي چې کله هېچا ته لومړیتوب نه وي ورکړل شوی، نو هغوی به په اسانه هدفونو پسې ځي."
د "اسان هدف" کېدو شونتیا د ډېرو کډوالو لپاره اندېښنې رامنځته کړې دي – په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د قانوني وضعیت لرونکو بېلابېلو کورنیو پورې تړاو لري. د هغوی تر ټولو لویه وېره دا ده چې ځانونه جلا شوي وګړي وګڼي.
۳۷ کلنه برېنډا، چې مکسیکو کې زیږېدلې او اوس په ټیکساس کې اوسي، اوسمهال له اجباري وتلو خوندي ده، خو د هغې مېړه او مور نه دي خوندي.
د هغې دوه ماشومان په امریکا کې زیږېدلي او امریکایي تابعیت لري.
برندا بيبيسي ته وویل، هغه باور نه لري چې "ښه خلک" به د اخراج لپاره لومړی هدف وټاکل شي، خو دا له دې سوچه ځان نه شي خلاصولی چې ښايي د هغې مېړه مکسیکو ته واستول شي.
هغې وویل: "زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې خپل زامن ووینو او لوی شي، البته، د بېلتون فکر انسان وېرولای شي."





















