امریکا د هيئة تحریر الشام نوم د ''ترهګرو'' ډلو له نوملړه لېرې کړ، د اسد رژیم پرځوونکی دا سازمان څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا متحدو ایالتونو نن د نړیوالو ترهګریزو سازمانو له نوملړه د هيئة تحریر الشام نوم لېرې کړ. دا ډله چې پخوا یې د جبهة النصرة په نامه فعالیت کاوه، په سوریه کې د القاعده یوه څانګه بلل کېده.
د هيئة تحریر الشام مشر احمد الشرع چې مخکې د ابو محمد الجولاني په نامه مشهور و، اوس د سوریې ولسمشر دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اداري امر کې په دې هکله وویل: ''د سترې محکمې او خزانې (مالیې) وزارت له مشورې وروسته له دې لارې د جبهة النصرة، چې د هيئة تحریر الشام (او نورو نومونو) هم پېژندل کېږي، نوم د بهرنیو ترهګرو ډلو له نوملړه لېرې کوم.''
دا پرېکړه به سبا (سې شنبه- جولای اتمه) رسماً پلې شي.
د یادونې ده، چې د احمد الشرع په مشرتابه د ''معارضین'' په نامه د بشار الاسد حکومت مخالفینو د تېر کال په دسمبر کې د بشار الاسد حکومت نسکور کړ.
امریکا او اروپايي هېوادونو د بشار الاسد حکومت له منځه تلو وروسته د احمد الشرع هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دا وروستیو کې پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغو کړل او ویې ویل، هیله من دی چې دا جګړه ځپلی هېواد به بېرته له نړیوال اقتصاد سره یو ځای شي.
ښاغلي ټرمپ له دې مخکې منځني ختیځ ته خپل سفر کې له ښاغلي الشرع سره لیدلی و او نوموړی یې ''ځوان، جذاب، تکړه او جنګیالی'' سړی بللی و.
په سوریې کې واک ته د احمد الشرع له رسېدو مخکې امریکا د نوموړي نیولو کې د مرستې بدل کې د ۱۰ میلیونه ډالره جایزې اعلان کړی و.
د اړیکو ترمیم هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی الشرع هڅه کوي، له امریکا، اروپا او اسرائیل سره د خپل هېواد اړیکي ترمیم کړي او د مالي مرستو جذب لپاره په سوریه کې بیارغاونه وکړي.
سوریايي چارواکو ویلي، چمتو دي د امریکا په همکارۍ له اسرائیل سره د ښمني نه کولو هغه هوکړه بیا نوې کړي، چې په ۱۹۷۴ کال کې شوې وه.
احمد الشرع په ۲۰۱۱ کال کې د جبهة النصرة مشري په غاړه واخیسته، چې هغه مهال یې له اسلامي دولت نومې ډلې سره پټ اړیکي درلودل.
نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې له داعش سره اړیکي پرې کړل، جبهة النصرة یې د القاعده تر کنټرول لاندې راوسته، خو په ۲۰۱۶ کال کې احمد الشرع اعلان وکړه، چې جبهة النصرة له القاعده هم لاره بېله کړې.
نوموړي له هغه نژدې یو کال وروسته وویل، جبهة النصرة د سوریې له نورو یاغي ډلو سره یو ځای شوې، د هيئة تحریر الشام په نامه ګډ فعالیت کوي او دی یې عمومي مشر دی.
هيئة تحریر الشام په ۲۰۲۰ کال کې د سوریې په ادلب کې د القاعده مرکزونه ختم کړل، وسلې یې ترې ضبط کړې او ځینې مشران یې ونیول.
ملګري ملتونو امنیت شورا، ځینې لوېدیځوال هېوادونه او دغه راز د منځني ختیځ ځینې هېوادونه هيئة تحریر الشام د (ترهګرې) ډلې په توګه پېژني.





















