تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد وروستی پاتې شوی پوځي خاکیموف (شیخ عبدالله هراتي) ومړ
رپوټونه وايي، ۴۳ کاله مخکې په ۱۹۸۰ کال پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو یو وروستی پاتې شوی پوځي چې افغانستان ته راغلی و او افغانستان کې پاتې شو نن هرات ولایت کې مړ شوی دی.
خاکیموف په شیخ عبدالله مشهور و.
په هرات کې د اطلاعاتو او کولتور رئیس نعیم الحق حقاني بي بي سي ته د هغه مړینه تایید کړې ده.
نن (جدی ۶مه، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۳مه کلیزه ده چې دغه یرغل کابو یوه لسیزه دوام وکړ.
په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد ۱۵ زره پوځيان ووژل شول او تر دوو سوو تري تم شول چې بیا وروسته ۲۰ یې افغانستان کې پیدا شول.
خاکیموف ویلي وو، پلار یې د مسکو اوسېدونکی او مسیحي و او مور یې د اوکرایین او یهوده وه.
هغه اتلس کلن و چې په داوطلبانه ډول یې د افغانستان جګړه کې خپل نوم لیکلی و. ده ویلي وو "له جګړې سره مې ډېره لېوالتیا وه. ار پي جي راکټ مې درلود. اصلي دنده مې استخباراتي فعالیتونه وو، خو په جګړه کې مې ګډون وکړ".
هغه درې کاله مخکې بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، چې څنګه بندي او افغانستان کې پاتې شو. دی د هرات شینډنډ ولسوالۍ په سخته جګړه کې ټپي شوی و. "کله مې چې سترګې پرانیستې د مجاهدینو په لویه ډله کې وم".
ده ویلي وو "د بند په موده کې تر څو میاشتو په دې فکر کې وه چې څنګه بېرته روسیې ته ستون شم. څنګه چې ما روسیې ته تلل غوښتل، خو روسیې هېر کړم، اوس چې ښځه او بچیان لرم روسیه ما پسې ګرځي. نور زه له دوی سره اړیکه نه لرم. اوس مې دوی نه خوښېږي".
کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان له پخواني دولت او خلکو غوښتي وو د هغو څه باندې۲۰۰ روسي پوځیانو په اړه معلومات ورکړي چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال په ۸۰مه لسیزه کې تري تم شوي وو.
د روسي پوځیانو د دفاع یوه بنسټ ویلي وو، د سره لښکر د هغو ۲۶۵ پوځیانو په اړه هېڅ مالومات نه لري چې څه باندې دوه لسیزې مخکې افغانستان ته تللي وو.
په روسي پوځ کې د افغانستان جګړې ته تللي د مسلمان مېشتو ازبکستان، تاجیکستان او قزاقستان وګړي هم وو، چې هغه مهال د پخواني شورود ي اتحاد یوه برخه وو.
شیخ عبدالله دوه ځله واده کړی. لومړۍ مېرمن یې د زیږون پرمهال مړه شوې. له لومړۍ ښځې لور یې چې اوس پېغله شوې ده خپله مور هېڅ نه ده لیدلې. مجاهدینو هغه له مرګه ژغورلی و، یوازې یې پرې نه ښود او د بېرته واده کولو زمینه یې ورته برابرخه کړه او له یوې کلیوالې ښځې سره یې واده وکړ.
۴۳ کاله مخکې په همدې ورځ، د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر ۲۷مه (د ۱۳۵۸ کال جدی/مرغومې شپږمه) وروسته تر هغه چې د شوروي الفا ځانګړو ځواکونو د هغه وخت افغان ولسمشر حفیظ الله امین په تاج بېګ ماڼۍ کې مسموم او وواژه، شوروي ځواکونو افغانستان اشغال کړ.
د کابل خلکو د امین د وژل کېدو خبر له رادیو نه د ببرک کارمل په غږ کې واورېد چې د شورویانو پر ټانګ سپور افغانستان ته ننوت.