'موږ د امریکا ملګري وو': وېرېدلي افغانان د ټرمپ د سفر له بندیز سره مخ دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مالري موینچ او فلورا ډروري
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
احمد کلونه کېږي په افغانستان کې په پټه ژوند کوي. د افغان پوځ دغه پخوانی کار کونکی ویره لري چې طالبان به یې پیدا کړي. همدا ویره ده چې احمد نه شي کولی دنده ومومي او یا دې روغتیايي اسانیو ته لاس رسی ولري نو د ژوند تېرولو لپاره بهرنیو هېوادونو کې د خپلو دوستانو پر مرستو پايي. ۱۲ کلن زوي یې ښونځي ته هم نه ځي.
احمد وايي که طالبانو ته په لاس ورشي نو هغوی به یې "له منځه یوسي."
د هغه هیله وه چې امریکا ته به د نویو مېشتېدونکو افغانانو په ډله کې لاړ شي، خو یوازې یوه روغتیايي معاینه یې وکړه چې دغه بهیر د ټرمپ دولت له لوري ودرول شو.
بیا هم، هغه تمه درلوده. دا تېره پنجشنبه کله چې له خوب وېښ شو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري ملي امنیت ته د ګواښ د دلایلو له امله امریکا ته د افغانانو د ورتګ د بندیز خبر یې واورېد.
احمد بي بي سي ته وویل "زه دامریکا لپاره ګواښ نه یم." بي بي سي د ژوند خوندیتوب لپاره د هغه اصلي نوم نه دی کاروي.
هغه وویل " زه د امریکا ملګری وم."
پر افغانستان او ۱۱ نورو هېوادونو پر وګړو د یمن او هیتي په ګډون د افریقا پر اووه نورو هېوادونوهم دغه بندیز لګول شوی.
د دغه بندیز لګېدو په لړ کې د افغانستان نوم په دې دلیل دغه نوملړ کې ځای شوی چې واکمن یې طالبان یوه نړیواله ترهګریزه ډله (SDGT) یاده شوې او دا چې دغه هېواد " دا اسناد د صادرولو او مدني اسنادو د خپرولو برخه کې د همکارۍ کومه صلاحیت لرونکې مرجع نه لري." دې ته هم اشاره شوې چې افغانان د هغو وګړو په شمېر کې دي چې له ټاکل شوي وخت ډېر په امریکا کې پاتې کېږي.
هم مهاله د ټرمپ دولت په دې وروستیو کې له ۹۰۰۰ د ډېرو افغانانو لنډ مهاله خوندیتوب تګلاره لغوه کړې ده او دلیل یې دا ښودل شوی چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي حالت ښه شوی دی.
افغانستان کې خلک د طالبانو حکومت له لوري له هغو سختدریځو محدودیتونو سره مخ دي چې هغوی له شریعي قانون سره تړي.
تر ډېره ښځې د دغو محدودیتونو کړاو ګالي، له دې پلوه ټینګ حجاب، د سفر محدودیت او له ۱۲ کلنۍ پورته نجونو لپاره پر زدکړو بندیز، څه چې ملګرو ملتونو له "جنسیتي اپارتاید" سره ورته کړنه یاده کړې ده. طالبان وايي له شریعت او د افغانستان له دود او کلتور سره سم د ښځو حقونو ته درناوی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو یوه بل رپوټ کې ویل شوي چې د پخواني دولت کارکونکي او د پوځ کسان له دې سره سره چې په ۲۰۲۱ کال کې ټولبخښنه ورته شوې، وژل شوي.
له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې ټول افغانان " له هیڅ راز وېرې پرته هېواد کې ژوند کولی شي" او هغوی چې بهرنیو هېوادونو کې دي خپل ټاټوبي ته دې ستانه او په بیا رغاونه کې دې ونډه واخلي.
په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د دې کال لومړیو کې بي بي سي ته ویلي وو "ټولبخښنه پرځای ده. افغانستان کې سرتاسري امنیت دی. هر هېوادوال کولی شي له هیڅ ډول خنډ پرته د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي."
د ټرمپ په بندیزونو کې استثناوې شته، د هغو افغانانو لپاره چې له ۲۰۲۱ کال مخکې یې د امریکا له پوځ سره په خپله کار کړی دی، دې بندیز کې نه راځي.
احمد په امریکا کې د نویو مېشتېدونکو افغانانو په ډله کې غوښتنلیک سپارلی و خو د (SIV) د ویزې پر شرایطو برابر نه دی ځکه مخامخ یې له امریکایي ادارو سره کار نه دی کړی.
هغه دې برخه کې یوازینی څوک نه دی.
په ګډوډ حالت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له مهاله شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان امریکا کې مېشت شول، خو لا هم لسګونه زره نور د تګ لپاره وروستۍ پرېکړې ته په تمه دي. ډېر یې پر کرښه اوښتي او پاکستان ته تللي چې د غوښتنلیکونو وروستی برخلیک یې معلوم شي.
سمیرا یوه له همدغو کسانو ده چې له بي بي سي سره یې خبرې کړي، هغه په پاکستان کې مېشته ده هغه هېواد چې دې وروستیو میاشتو کې یې لسګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي. که یې امریکا ته د تګ لاره وتړل شي نو نه پوهیږي چې بل پړاو کې څه وکړي.
هغه وايي " افغانستان ته بېرته ستنېده یې په پام کې نشته او دا چې دغه کار به ورته ننګونکی وی. بچیانو مې د زدکړو کلونه له لاسه ورکړل، د بېرته تګ هیڅ هیله نه لرو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې AfghanEvac له لوري خپاره شوي، د امریکايي تابیعت لرونکو افغانانو د کورنیو ۸۳۰۰ زره غړي امریکا د تګ مرکو لپاره تیار دي او ۱۱۴۰۰ نور له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو په تمه دی.
د موجو په مستعار نوم یو تن د ۲۰۰ زرو افغانانو په ډله کې امریکا ته رسېدلی او اوس د امریکا تابیعت لري ځکه هغه له امریکايي پوځيانو سره کار کړی و، وايي خور یې او د هغې مېړه" په یوه پټ او خطرناک ځای کې" ژوند کوي، هره میاشت د دې لپاره خپل ځای بدلوي چې خوندي پاتې شي.
هغوی د ویزو لپاره روغتیايي معاینات وکړل خو لکه د نورو هغو چې بي بي سي ورسره خبرې کړي دوی هم په جنورۍ کې د افغانانو د تګ بهیر له ودرېدو سره بې برخلیکه شول.
همدا وروستی فرمان د دې لامل شو د ټیکساس په هوسټن کې مېشت موجو افغانستان کې ترې د پاتې کورنۍ په اړه خپلې " ټولې هیلې" وبایلي.
هغه وویل "درېغه که دا نظر بدل شوی وای، استنثا منل شوې وه، قوانین اړول شوی یا هم دا پرېکړه بېرته اخستل شوی وای چې خلکو ارام ژوند کړی وای."
دې بندیز پر هغو افغانانو هم اغیز پرایستلی چې امریکا کې د مېشتېدو او پاتې کېدو هیله نه لري.
ظریفه غفاري چې د نیویارک ایالت په کارنېل پوهنتون کې زدکړې کوي، له خپل ماشوم زوی سره په جرمني کې پاتې ده.
هغه وايي د پنجشنبې پر ورځې مخکې له هغه چې پر دوشنبه د سفر بندیز پلی شي امریکا ته د تګ لپاره یې یوه "سربداله" هڅه پیل کړه چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
دغې ۳۰ کلنې پخوانۍ افغان چارواکې بي بي سي ته وویل چې دې بندیز "لوی فشار" سره مخ کړې ده او یو ډول " د قرباني کېدو" احساس یې ورکړی.
هغه وايي اړه وه چې په جرمني د خپلې هستوګنې د اسنادو خوندیتوب لپاره څو میاشتو کې یو وار هلته ورشي.
هغې دا وضعیت "ناڅاپي" وباله، ویې ویل چې اندیښنه لري څه ډول کولی شي د سفر له بندیز وروسته جرمني ته خپل منظم سفرونه وکړي.
د (افغان ایواک) په نوم د یوه امریکايي یوه بنسټ مشر شان وان ډایور وايي دې بندیز هغه ژمنه مات کړه چې امریکایانو افغانانو سره د ۲۰ کلونو په اوږدو کې په دغه هېواد کې کړې وه.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي "دا تګلاره هغو خلکو ته سزا ورکوي چې له طالبانو تښتیدلي، د ډیموکراسۍ ملاتړ لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي، له وړاندې یې کارونه ارزول شوي او د متحده ایالاتو حکومت لخوا ورته ویل شوي چې انتظار وکړي."
هغه وايي " دوی ګواښ نه دی. هغوی زموږ ملاتړي دي، هغو شاته پرېښودل شوي."
هغوی چې په افغانستان کې دننه ژوند کوي له ګنو نورو کړاونو سره مخ دي هغسې چې یوه افغان سړي کابل کې د اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته ویلي " زه لا ډوډۍ نه لرم، ولې له ما امریکا ته د تګ پوښتنه کوئ."





















