نتنیاهو وايي، رفح کې سخته جګړه پای ته رسېدو ته نژدې شوې ده

د خپرېدو وخت

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې د غزې د تړانګې په جنوب د رفح په ښار کې د حماس د جنګیالیو پر وړاندې د اسرائیلي پوځ "ټینګه" جګړه پای ته رسېدلې ده.

نتنیاهو له اسرائیلي چینل ۱۴ سره په مرکه کې ویلي، "د حماس پر وړاندې د تاوتریخوالي پړاو پای ته رسېدلی، دا په دې مانا نه ده چې جګړه پای ته رسېدلې ده، بلکې په رفح کې جګړه پای ته رسېدلې ده."

لومړي وزیر د اکټوبر په اومه د حماس پر ضد د جګړې له پیل راهیسې له یوه اسرائیلي ټلویزیوني چینل سره په خپله لومړۍ مرکه کې زیاته کړه: "د تاوتریخوالي د پړاو له پای ته رسېدو وروسته به موږ خپل یو شمېر ځواکونه د شمال لور ته ولېږو او دا کار به د دفاعي موخو لپاره وکړو، خو د (بې ځایه شویو) اوسېدونکو خپلو کورونو ته د راستنولو لپاره هم."

نتنیاهو هم ټینګار وکړ چې هغه به هېڅ "جزوي" تړون ونه مني او ویې ویل: "هدف د یرغمل شویو راستنول او په غزه کې د حماس رژیم له منځه وړل دي."

په غزه کې له جګړې وروسته پړاو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، نتنیاهو څرګنده کړه چې اسرائیل به د "پوځي کنټرول" له لارې په لنډه موده کې رول ولوبوي.

هغه وویل: "موږ هم غواړو چې د امکان په صورت کې له سیمه ئیزو فلسطینیانو سره په همکارۍ او شاید د سیمې د هېوادونو په بهرني ملاتړ سره د بشري مرستو او وروسته د غزې په تړانګه کې د ملکي چارو اداره کولو لپاره ملکي اداره جوړه کړو."

له څو میاشتو راهیسې د اسرائیلو لومړی وزیر د جګړې د مدیریت له امله په کور د ننه له ننګونو سره مخ دی. هره ورځ لسګونه کسان له وخت مخکې د ټاکنو او د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

نتنیاهو ټینګار وکړ، "که دا حکومت سقوط وکړي، یو کیڼ اړخی حکومت به جوړ شي او سملاسي به یو څه وکړي: یو فلسطینی دولت جوړ کړي، یو ترهګر فلسطیني دولت چې زموږ شتون به له خطر سره مخامخ کړي."

په عین حال کې، د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته لاړ ترڅو د غزې د جګړې د راتلونکي پړاو او له لبنان سره په پوله کې د بریدونو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي، چېرې چې د اسرائیلو پوځ له حزب الله سره ډزې تبادله کوي، د ترینګلتیا د احتمالي پراخېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي.

اسرائیل د بې‌ځایه شویو سرپنا (ښوونځی) "بمبار" کړی

اسرائیلو یو ښوونځی "بمبار" کړی چې غزې ته د مرستې وېشلو لپاره د مرکزي دفتر په توګه کارول کېږي.

د عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه اته فلسطینیان د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوایي برید کې ووژل شول.

په غزه کې د جګړې له پیلېدو څه باندې اته میاشتې تېرېږي، اسرائیل په دوو هغو سیمو تمرکز کوي چې تر اوسه یې کنټرول نه دی ترلاسه کړی.

دوی رفح او د غزې جنوبي څنډه او د تړانګې په مرکز کې د دیر البلح شاوخوا سیمې دي.

پر غزه د اسرائیلو ځمکني او هوايي بریدونه د حماس له خوا د اکټوبر په اومه له هغه برید وروسته پیل شول، چې د اسرائیلو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې ووژل، په داسې حال کې چې د فلسطیني مقاومت غورځنګ ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا، د ۳۷،۶۰۰ فلسطینیانو د وژلو سربېره، د اسرائیلو بریدونو د غزې تړانګه په کنډوالو بدله کړه، جګړې همدارنګه د تړانګې نژدې ټول اوسېدونکي بې‌کوره پرېښودل او نه د ژوند کولو کومه وسیله ور پاتې ده.