اسراییل کې لسګونه زره کسانو د دفاع وزیر ګوښه کېدو خلاف اعتراض کړی

د خپرېدو وخت

د اسراییل لروبر لسګونه زره کسان تر هغې وروسته د اعتراض په ډول واټونو ته را وتلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نېتانیاهو خپل دفاع وزیر 'یواف ګالانت' ګوښه کړ.‌

ښاغلي ګالانت د اسراییلو عدلي سیستم کې د پراخ بدلون د لانجمنې طرحې پر خلاف خبرې کړې وې.‌

بیت المقدس کې پولیسو ویلي چې د نېتانیاهو کور ته نږدې یې د لاریونوالو خورولو لپاره د اوبو شیندونکي موټرونه کارولي دي.‌

پر دې سربېره تل ابیب او د حیفا په ګډون څو نورو ښارونو کې هم لسګونه زره کسانو لاریون کړی.

د اسراییلو ۱۲ تلویزیوني کانال د اعتراض کوونکو ټول شمېر د ۶۰۰ او ۷۰۰ زره کسانو ترمنځ اټکل کړی دی.

اعتراض کوونکو د نېتانیاهو تر کور وروسته د پارلمان ودانۍ پر لور هم لاریون وکړ.

د لومړي وزیر نېتانیاهو لخوا وړاندیز شوي تعدیلات د هغې کومېټې بشپړ کنټرول حکومت ته په لاس ورکوي چې قاضیان ټاکي.

دغه اصلاحات محاکمو ته هم دا پرېکړه ستونزمنوي چې یو مشر د دندې وړ ونه ګڼي او د ګوښه کېدو پرېکړه یې وکړي.

خو ګڼ شمېر اسراییل د قانون د تعدیل دا پلان د اوسني لومړي وزیر په ګټه بولي، چې له کلونو راهیسې د مالي فساد له تورونو سره مخ دی.

دغلته د دولت یوې کارمندې بي بي سي ته وویل داسې انګېري چې ښاغلی نېتانیاهو د یوه دېموکراتیک هېواد له اساسي کرښو اوښتی دی.

هغې وویل "موږ ته د دېموکراسۍ د وروستۍ راپاتې زرې دفاع کوو... تر هغې هېڅ نشم کولی چې د دغه لېونتوب مخه مو نه وي نیولې."

یواف ګالانت څوک دی؟

ښاغلی ګالانت د اسراییلو پوځ پخوانی سرتېری دی.

د اسراییل لومړی وزیر او دفاع وزیر دواړه د واکمن لېکود ګوند غړي دي.

هغه اوونۍ اوونۍ له رېزرف سرتېرو سره پر دغه پلان خبرې کړې او له دوی یې اورېدلي چې قانون کې له دغه بدلونه خوښ نه دي.

د مارچ لومړیو کې د اسراییلو هوايي‌ ځواک کې د جنګي الوتکو پیلوټانو د حکومت خلاف د بې ساري اعتراض پایله کې په تمرینونو کې له ګډون انکار وکړ.

دوی وروسته له خپلو قوماندانانو سره وغږېدل او بېرته تمرینونو ته راستانه شول.‌

بالاخره ښاغلي ګالانت د شنبې پر ورځ د دغه نوي‌ قانون خلاف غږ پورته کړ او ویې ویل چې د اسراییلو دفاعي‌ ځواک غړي له دې کبله خپه او غوسه دي.

لومړي وزیر نېتانیاهو چې د ښاغلي ګالانت د څرګندونو پر مهال هېواد کې نه وو، وروسته وویل چې پر هغه نور د دفاع وزیر په توګه باور نه کوي.

هغه غواړي دغه نوي قانون د روانې اوونۍ تر پایله د پارلمان له تاییده تېر کړي.

ښاغلي ګالانت تر ګوښه کېدو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اسراییل د امنیت خوندیتوب یې د ژوندانه لومړی ماموریت ګڼلی او ګڼي به یې.

ظاهرآ د اسراییلو لومړی وزیر او دفاع وزیر ترمنځ اختلاف د واکمن ګوند پلویان سره وېشلي دي.

هاخوا د اپوزېسیون مشر یائر لاپېډ هم د دفاع وزیر د ګوښه کېدو پر پرېکړه نیوکه کړې.

هغه ویلي "نېتانیاهو ګالانت ګوښه کولی شي، خو حقیقت او د اسراییلو هغه خلک نشي ګوښه کولی چې د دغه اېتلاف د لیونتوب خلاف یې د دریدو تکل کړی. "