ولې ماشومان د لویانو پرتله د وخت د ورو والي احساس کوي؟

    • Author, کروپا پړي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

زما کورنۍ تل دې بحث ته لېواله وي چې وخت کله ورو او کله په منډو تېرېږي.

زوی مې غږ کړ: وخت ګاډي کې تر ټولو ورو تېرېږي.

لور مې ورغبرګه کړه: هېڅکله نه، زه خورا مصروفه یم او وخت په چټکۍ ځغلي. هو، کله چې کور کې سره فلم ګورو هغه وخت یې د ورو والي احساس کوم.

په ځینو برخو کې سره یوه خوله هم دي. د ساري په ډول له کرېسمېس او کلیزې وروسته ورځې ورته اوږدې او سختې وي ځکه پوره یو کال یا ۳۶۵ ورځې به نور انتظار وي چې بیا دا ورځ ولمانځي.

دې عمر کې کال داسې ښکاري لکه هېڅ خلاصېدل یې چې نه وي.

دا احساس زما ښه په یاد دی چې وړوکتوب کې به مې لاره. د دوبي رخصتۍ به د بېلا بېل ډول له لوبو ډکې وې او داسې به ښکارېده چې وخت ډېر ورو حرکت کوي.

تیریسا مک کارمیک، د ارواپوهنې پروفیسوره ده او د شمالي ایرلنډ د بلفاسټ په کوینز پوهنتون کې د رواني ودې او پراختیا په اړه څېړنه کوي. نوموړې په دې باور ده چې ماشومان او وخت داسې د پام وړ یوه موضوع ده چې په اړه یې څېړنه کمه شوې.

هغه له اوږدې مودې راهیسې څېړنه کوي چې ایا په ماشومانو کې د وخت پروسې په اړه په بنسټیز ډول یو څه توپیر شته، لکه د بدن یو داخلي ساعت چې د لویانو پرتله مختلف سرعت سره کار کوي. مګر لاهم د ځوابونو پرتله ډیرې پوښتنې شته دي.

دا وايی: "عجیبه ده چې موږ لاهم د ځینو پوښتنو په ځواب نه پوهیږو لکه دا چې کله ماشومان د تېر او اوس په اړه په توپير ښه پوهېږي ځکه د لویانو په توګه وخت زموږ د ژوند تر ټولو مهمه وسیله ده او هر څه پرې راڅرخي."

پروفیسوره مک کارمېک زیاتوي، په داسې حال کې چې موږ د دې په اړه روښانه پوهه نه لرو چې ماشومان کله د خطي وخت احساس ترلاسه کوي، موږ پوهیږو چې د ودې له لومړیو کلونو راهیسې ماشومان د معمول پیښو لکه د خوړو وخت او د خوب وختونو سره حساس ښکاري.

څېړنو موندلې چې د وخت په تېرېدو سره د مودې او سرعت قضاوت په انسانانو کې په جلا توګه وده کوي.

د بېلګې په توګه له شپږ کلنۍ کم عمره ماشومان په دې پوهېږي چې په ټولګي کې درس څومره ژر تېرېږي خو د دوی دا قضاوت د اصلي مودې پرتله د دوی احساساتي حالت سره تړاو لري.

موده او سرعت دواړه عناصر د ماشومتوب په وروستۍ مرحله کې سره یوځای کېږي کله چې ماشومان د سرعت او مودې تر منځ په اړیکه پوهېږي.

بله مهمه خبره د حافظې او یادښت هم ده.

ګڼې څېړنې په دې تمرکز کوي چې څنګه زموږ د وخت تېرېدو تجربه دې پورې اړه لري چې زموږ دماغ څه ډول بېلا بېل یادونه زېرمه کوي.

د بوداپېست یوتوس لوراند پوهنتون کې د ارواپوهنې پروفیسور زولتان ناداسدي له اوږدې راهیسې په همدې تړاو څېړنې کوي.

په ۱۹۸۷ کې بوداپېسټ پوهنتون کې د لېسانس زده کوونکي په توګه، ناداسدي خپل ملګري زده کوونکي قانع کړل چې د ماشومانو او لویانو ترمنځ د وخت پوهې په اړه څېړنه وکړي.

هغه غوښتل پوه شي چې د بېلګې په توګه ولې وخت د یوې حادثې په صورت کې ډېرېږي. تجربه ساده وه. دوی د ماشومانو او لویانو ډلې ته دوه ویډیوګانې وښودلې. دواړه یوه دقیقه اوږدې وې او له دوی یې وپوښتل چې په اند یې کومه ویډیو اوږده او کومه لنډه وه.

درې لسیزې وروسته ناداسدي او کاري ډلې یې همدا تجربه تکرار کړه. دوی دوه ویډیوګانې چمتو کړې چې یوې کې پولیس غلو پسې دي او له تلوسې ډکه ده او بله کې ځینې کسان ورو ورو کښتۍ چلوي.

دواړه ویډیوګانې یې د جلا عمر دریو ډلو ته وښودې او وې پوښتل چې کومه ویډیو ورته اوږده او کومه لنډه ښکاره شوه. پایله یې ورته وه. د پنځو کلونو ماشومانو ویل چې د پولیس او غل ویډیو خورا اوږده وه، د پاخه عمر کسانو بیا د کښتۍ چلولو ویډیو اوږده وښوده.

ناداسدي وايي دا تجربه ښيي چې د ځینو دماغي ارګانونو نشتوالي په صورت کې انسانان د وخت په اړه اټکل کوي.

عمر پورې اړوند عصبي بدلونونو په اړه څېړنې وړاندیز کوي چې ممکن د معلوماتو د پروسس کولو سرعت او د حافظې د کار کولو ظرفیت تر منځ ښه اړیکه شتون ولري. خو په دې اړه نورو طبي څېړنو ته اړتیا ده.

هغه څه چې تاسو یې ګورئ هم مهم کېدای شي، د بېلګې په توګه د صحنې پراخوالی.

د ویرجینیا په فییر فاکس کې د جورج میسن پوهنتون د ارواپوهانو له خوا په وروستۍ څېړنه کې موندل شوي چې پېښه څومره وخت نیسي زموږ د زړه د ټکان سره بدلون مومي.

څېړنو موندلې هرڅومره چې د یوه شخص په ژوند کې فشار، ستړیا او روټین ډېر وي، په هماغه کچه په چټکۍ د وخت تېرېدو احساس کوي.