نیمګړي رپوټ ماشومان د برېښنايي سګرټ څکولو ته هڅولي

د خپرېدو وخت

په بریتانیا کې روغتیا پوهان وايي، په ۲۰۱۵ کال کې د برېښنايي سګرټو په اړه د یوه نیمګړي رپوټ له کبله ماشومان یې څکولو ته هڅېدلي.

دوی وایي سمه ده چې برېښنايي سګرټ یا وېپ په سګرټو روږدو مشرانو تر سګرټو ښه دی، خو ماشومان ته یې زیان ډېر دی.

ساینسپوهان تل ټینګار کوي چې سګرټ څکول د بېلابېلو سرطانونو لامل دی، خو هغه مشران چې یې نه شي خوشې کولی، برېښنايي سګرټ یا فْېپ دې وڅکوي چې لږترلږه زیان یې کم دی.

په ۲۰۱۵ کال کې چې پر برېښنايي سګرټو نوې څېړنې ترسره کېدې د بریتانیا حکومت یوه څېړنه خپره کړه چې په کې ویل شوي ول چې برېښنايي سګرټ تر اصلي سګرټو ۹۵ سلنه خوندي دی.

اوس روغتیا پوهان وايي خپاره شوي معلومات باید روښانه وای چې چا ته یې تاوان لږ دی، ځکه له هغه راهیسې ډېر ماشومان، البته تر ۱۸ کم عمره خلک فکر کوي برېښنايي سګرټ هېڅ ضرر نه لري.

ډاکتر مایک مککین چې په شاهي کالج کې د ماشوم روغتیا برخې مرستیال مشر دی او د سږو په ستونزو د اخته ماشومانو درملنه کوي وايي، فْېپ یوازې هغو مشرانو ته دی چې په سګرټو روږدي دي.

ډاکټر مککېن له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، برېښنايي سګرټ د ماشومانو او ځوانانو لپاره نه دی. دوی ته ډېر تاوان رسوي. خو پر ټولو یو ډول بد اغېز نه لری.

دی وايي د داسې پیغام خپرول چې وېپ ۹۵ سلنه خوندي دی ډېر ساده کار و او ډېرې ګډوډۍ ته یې ور خلاص کړ. ډاکتر مککېن وايي له دې سره داسې ځوانانو برېښنايي سګرټو ته مخه کړه چې هېڅ یې د سګرټ څکولو نیت نه درلود، او اوس ښايي روږدي وي.

پروفیسره ان مکنېل چې د ۲۰۱۵ کال د رپوټ مرسیتاله لیکونکې وه بي بي سي ته وویل چې هغه مهال همدومره معلومات ورسره ول او تمرکز پر دې و چې ومومي په برېښنايي سګرټ کې څه دي. دې وویل، نیت دا نه و چې وویل شي خوندي دي، بلکې دا چې د تاوان له پلوه له اصلي سګرټو سره یې توپیر ډېر دی.

د ۲۰۲۲ کال شمېرې ښيي چې له ۱۶تر ۲۴ کلنو کې، په لسو کسانو کې تر یوه ډېر هره ورځ او یا هم کله نا کله برېښنايي سګرټ څکوي چې روږدوونکي نیکوتین لري.

د برېښنايي سګرټو پر تاوان لا هم څېړنې روانې دي.

په بریتانیا کې له اتلسو کلونو کم عمره کس د سګرټو په شان برېښنايي سګرټ هم له دوکانه نه شي پېرلی. که دوکاندار ګیر شي چې ماشوم ته یې سګرټ پلورلي جریمه کېږي.