لبنان کې له سېشنبې ورځې راهیسې ۷۰ تنه وژل شوي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د لبنان د روغتیا وزیر فراس الابیض د شنبې په ورځ وویل: "د جمعې په ورځ پر سوېلي څنډه د اسرائیلو بمبارۍ کې د درېیو ماشومانو او اوو ښځو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېدلی."
دا شمېر ښايي ډېر شي. الابیض وايي لا هم ۲۳ کسان د هغو ودانیو تر کنډوالو لاندې دي چې اسرائیلو بمبار کړې دي.
نوموړی وايي، پر سوېلي څنډه د اسرائیلو برید کې ۶۸ کسان نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، "پر سوېلي څنډه بمبارۍ او د پېجر او نورو بېسیمه مخابراتي وسیلو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی".
















