په بلوچستان کې پرلت: چارواکي وایي، له خلکو سره خبرې کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو په کوټه کې د روان پرلت ګډونوالو سره خبرې بریالۍ شوې او یو لیکلی تړون هم لاسلیک شوی دی.

د وسلوالو په برید کې د ۳۰ پولیسو له وژل کېدو وروسته، د هغوی خپلوانو د جولای له نهمې نېټې راهیسې په کوټه کې پرلت پیل کړی و. دوی غوښتنه کوله چې د پېښې د څېړنې لپاره دې یو عدلي کمېسیون جوړ شي.

تېره اوونۍ د زیارت سیمې د مانګي ډېم د درېیم پړاو رغاونې پروژې پر ساحه نامعلومو وسلوالو برید وکړ. د چارواکو په وینا، په هغه برید کې د دوو پولیسو مرکزونو افسرانو (اېس ایچ او) په ګډون نهه پولیس ووژل شول او ۲۱ نور تښتول شوي وو.

چارواکو ویلي وو چې د تښتول شویو پولیسو د ژغورلو لپاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، وسلوالو یرغمل شوي پولیس ووژل او مړي یې د زرغون غر په سیمه کې غورځولي وو.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، د جمعې په شپه ناوخته، د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال کور ته ورغلل او هلته تړون لاسلیک شو. په دې مراسمو کې د حکومتي پلاوي غړو او د ټولو ګوندونو مشرانو هم ویناوې وکړې.

وروسته د حکومت استازي او سیاسي مشران د کویله پهاټک سیمې ته لاړل، چې د پرلت د پای اعلان وکړي.

د خبرو له بریالیتوب وروسته، په رسمي اعلامیه کې راغلي:

''دواړو خواوو د زیارت د شهیدانو د کورنیو د غوښتنو د عملي کولو او په بلوچستان کې د سولې او ثبات لپاره د ګډو اقداماتو پر ترسره کولو موافقه کړې ده.''

د اعلامیې له مخې، د زیارت پېښې د څېړنې لپاره د قضایي کمېسیون د جوړولو پر سر موافقه شوې ده.

دغه راز پرېکړه شوې چې د بلوچستان د اعلی وزیر په مشرۍ به د امنیتي وضعیت په اړه یوه ګډه غونډه ترسره شي، چې پکې به د اپوزېسیون ګوندونو استازي او د وژل شویو پولیسو د کورنیو غړي ګډون کوي.

د تړون له مخې به د بلوچستان په ښاري سیمو کې د پولیسو د ځواک ظرفیت، بشري سرچینې او مسلکي وړتیاوې لا نورې پیاوړې او پراخې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د زیارت په پېښه کې وژل شوي پولیس سرتېري به د نافذې تګلارې له مخې شهیدان وپېژندل شي. د هغوی د کورنیو سرپرستي، د ماشومانو زدکړې او مالي جبران به هم د حکومت له پالیسۍ سره سم برابر شي.

دغه راز د عوایدو اړوند د خلکو د اندېښنو او شکایتونو د حل لپاره به د عوایدو د وزیر په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي، چې پکې به حکومتي چارواکي او د سیمې مخور او مشران شامل وي.

د جمعې په ورځ د پولیسو د وژنې پر ضد په کوټه او د بلوچستان په ځینو نورو ښارونو کې د کاروبارونو تړلو اعتصاب وشو.

که څه هم په کوټه کې ډېری سوداګر د جمعې په ورځ په عادي توګه خپل کاروبارونه تړي، خو د بلوچستان په ګڼو نورو ښارونو کې سوداګریز مرکزونه د اعتصاب د اعلان له امله تړلي وو.