بریتانیا: هر کال له افغانانو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بریتانیا پارلمان وايي له افغانانو سره یې خپله دوامداره ژمنتیا یوځل بیا تازه کړې او پرېکړه شوې چې په راتلونکو درېیو کولنو کې به هر کال د افغانستان له خلکو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوي.

دا مرسته به د باوري ملګرو له لارې د ژوند ژغورنکې مرستې له لارې رسول کېږي چې له تر ټولو زیانګالو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ملاتړ وشي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچرډ لینډزي پر خپل اېکس پاڼه د پارلمان د پنجشنبې ورځې (جولای ۱۶مه) پرېکړه خپره کړې چې وايي، "نن زه پارلمان ته په افغانستان کې د بریتانیا د روانو بشري مرستو په اړه معلومات وړاندې کوم او تشریح کوم چې حکومت به په راتلونکو کلونو کې څنګه د افغان خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي".

د افغانستان او پاکستان لپاره د بهرنیو، ټولګټو او پراختیايي چارو وزارت (FCDO) مرستیال مدیر ریچرډ لینډزي دا هم وايي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو نژدې پنځه کاله وروسته، بشري وضعیت لا هم ډېر خراب دی او د لا خرابېدو له خطر سره مخ دی. اټکل دی چې سږ کال نژدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې له دې ډلې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ له تر ټولو لوړو کچو یوه لري، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې نژدې ۵ میلیونه ښځې، نجونې او هلکان به درملنې ته اړتیا ولري. پرله‌پسې اقلیمي ستونزې، لکه وچکالي او سېلابونه، لا هم د خوړو کمښت او زیانګاللو اصلي لاملونه دي او روانې بنسټیزې ستونزې د مهمو روغتیايي خدمتونو پر لاسرسي اغېز کوي. دغه فشارونه د سیمې بې‌ثباتۍ، کمزوري اقتصاد او د اکمالاتي ځنځیرونو د ګډوډۍ له امله لا زیات شوي دي.

وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان کې ماشومان له کمخوراکۍ او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه، په ځانګړي ډول زدکړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون په برخه کې، لا هم اساسي ازادۍ کمزورې کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې اندېښنې زیاتوي.

د بریتانیا پارلمان وايي، ښځې او نجونې باید د فرصتونو برابر لاسرسی ولري او وکولای شي په بشپړ ډول په ټولنه کې ګډون وکړي. د دغو حقونو دوامداره ردول د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ، ثبات او سوکالۍ پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

د پارلمان په خبرپاڼه کې راغلي، "لکه څنګه چې نن د نړیوالې پراختیا او افریقا د دولت وزیرې پارلمان ته په خپل لیکلي بیان کې او همدارنګه د بهرنیو، مشترک المنافع او پراختیايي چارو وزارت (FCDO) په کلني راپور او حسابونو کې اعلان کړل، بریتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې (له ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۹ پورې) هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه د افغان خلکو د ملاتړ لپاره برابروي. افغانستان به په دې موده کې د بریتانیا د رسمي پراختیايي مرستو (ODA) له تر ټولو لویو برخو سره پاتې شي، چې دا د اړتیاوو د کچې او د بریتانیا د دوامدارې ژمنتیا څرګندونه کوي".

وايي دا مرستې به د باوري ملګرو په مټ په افغانستان کې چې له اوږدمهاله کړکېچ سره مخامخ دی پر روغتیايي خدمتونو، اړینو زدکړو، د خلکو د عاید د سرچینې او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت پر پیاوړي کولو ولګول شي او د مرستو نیمايي ترلاسه کوونکي به ښځې او نجونې وي.