طالبان: افغان پانګوال دې خپله پانګه افغانستان ته ولېږدوي

کنفرانس

د عکس سرچینه، ‌‌BBC

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ټولو افغان سوداګرو او بهر مېشتو پانګوالو غوښتنه کړې چې خپله پانګه دې افغانستان ته ولېږدوي کړي.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په یوه غونډه کې د هغو امتیازاتو په اړه خبرې کړې چې د طالبانو مشر یې هېواد ته د راستنېدونکو افغان پانګوالو لپاره اعلان کړي دي.

هغه وویل، "ټولو دولتي ادارو ته لارښونه شوې چې کورني توکي او تولیدات وپېری، ان که یې کیفیت تر بهرني محصولاتو ټېټ هم وي. "

ښاغلي برادر وویل، "د طالبانو حکومت ځان مکلف ګڼي چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي. د راستنېدونکو کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره مناسب چاپېریال چمتو کړي او د کورني صنعت ودې ته لومړیتوب ورکړي. "

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری افغان سوداګرو او پانګوالو خپلی پانګی بهر ته په تېره بیا متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران او پاکستان ته ولېږدولې.

بل دا چې ځینو هېوادونو د پانګوالو او د هغوی د کورنیو لپاره یو لړ امتیازات هم اعلان کړل او تر ټولو مهمه دا ده چې هغوی او کورنیو ته یې د ویزې د ورکړې چارې هم اسانې کړې.

د راپورونو له مخې د تېر حکومت یو شمېر افغان چارواکي چې په تېرو شلو کلونو کې یې شتمني پيدا کړې وه، هغوی هم دا هر څه بهر ته ولېږل.

سوداګرو ته د طالبانو د مشر امتیازات

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي له بي‌بي‌سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د هغو امتیازاتو یادونه کړې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د هغو کسانو لپاره په پام کې نیولې چې خپله پانګه بېرته افغانستان ته لېږدوي.

د ښاغلي عزیزي په خبره دغه امتیازات د طالبانو د مشر په یوه فرمان کې راغلي دي.

نور الدین عزیزي وایي، "هغه پانګوال چې بېرته هېواد ته رستنېږی او په یوه نوي سکتور کې پانګونه کوي د پنځو کلونو لپاره به له مالیې معاف وي. د دې پانګوالو وارد شوي ماشینونه او وسایل به هم د ګمرکي محصول له ورکړې معاف وي. د طالبانو حکومت به هغوی ته د کورونو او د فابریکو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړي، او د دغو پانګوالو بهرنیو کارکوونکو ته به هم دوه کلنې ویزې ورکړل شی."

د پانګوالو پر وړاندې ننګوونې

افغان سوداګر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان سوداګر

د پانګونې او سوداګرۍ په تړاو په یاده غونډه کې، یو شمېر سوداګرو د هغو ننګوونو په اړه خبرې وکړې چې لا هم په افغانستان کې د پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې شته.

د هرات ولایت یوه پانګوال حمیدالله خادم وویل، "په افغانستان کې یو شمېر سوداګر د جمهوریت د شلو کلونو په اوږدو کې د اختطاف، زورواکو ته د باج ورکولو او په ګمرکونو کې له فساده ځورېدل".

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه چارواکي خانجان الکوزي د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا د ځینو سوداګرو د نیولو یادونه وکړه او د سوداګرو د دې ستونزې د حل لپاره یې د یو کمیسیون د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل، "دا اړینه ده چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت دننه یوه څانګه جوړه شي چې د سوداګرو ستونزې حل کړي."

ښاغلی الکوزی وایي، د جمهوریت پر مهال، په افغانستان کې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د خپلو عوایدو ۲۵ سلنه په خپل شخصي امنیت او خوندیتوب لګوله.

ښاغلي الکوزي هغو ستونزو ته هم اشاره وکړه چې پاکستان د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ پر وړاندی رامنځته کړې دي.

د ښځینه سوداګرو نشتون

افغان سوداګره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان سوداګره

که څه هم په دې غونډه کې سلګونه نارینه سوداګر او پانګوال حاضر وو، خو دې غونډې ته ان یوه افغانه سوداګره هم نه وه وربلل شوې.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر یوناما مشره یوازینۍ مېرمنه وه چې ګډون يې کړی و.

کله چې ما له مېرمن اوتنبایوا څخه په دې لویه غونډه کې د ښځو د نه شتون په اړه وپوښتل، هغې په موسکا سره وویل، "زه هلته ومه".

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، اوس شاوخوا پنځوس زره ښځینه سوداګر په وړو کارونو بوختې دي او لس زره ښځینه سوداګرو له دې وزارت څخه د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

خو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي په یوه ځانګړې مرکه کې د ښځینه سوداګرو د نه بللو په اړه وویل چې "د طالبانو حکومت د ښځو او نارینه وو د ګډ شتون مخالف دی. نړۍ هم باید پوه شي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نارینه وو د ګډ حضور خلاف دی".

دا په داسې حال کې ده چې ځینو ښځینه سوداګرو بي بي سي ته ویلي، د طالبانو د حکومت ځینې چارواکي نورو مېرنو ته اجازه نه ورکوي چې په کورنیو او بهرنیو نندارتونونو کې برخه واخلي. یوه میاشت وړاندې، د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې په یوه نندارتون کې، ښځینه سوداګر او صنعت کارانو ته د ګډون او د خپلو توکو د نندارې اجازه نه وه ورکړل شوې.