اوکرایین وايي په مسکو کې یې روسی جنرال وژلی، روسي چارواکي یې په وژنه لویدیځ تورنوي

د عکس سرچینه، AP
د روسیې د کیمیاوي او بیولوژیکي دفاعي ځواکونو قومندان جنرال ایګور کرېلوف او د هغه یو همکار په مسکو کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې په وینا، چاودنه د سه شنبې په سهار هغه مهال وشوه چې د ودانۍ په دروازه کې اېښودل شوی برقي سکوټر وچاودېد.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټې په دې پېښه کې د جنرال کریلوف د یوه همکار وژل کېدل هم تایید کړل.
د پېښې له ځايه خپاره شوي انځورونه ښيي چې ودانۍ ته د ننوتو دروازې سختې زيانمنې شوې دي. سربېره پردې، پر دېوالونو د سوځېدو نښې لیدل کېږي. ځینې کړکۍ هم ماتې شوي دي.
د رویټرز او اې اېف پي خبري اژانسونو په وینا، د اوکرایین یوې امنیتي سرچینې ویلي، په مسکو کې د جنرال کریلوف د وژلو تر شا اوکرایین لاس و.
په تېره اکټوبر میاشت کې بریتانیا پر ایګور کرېلوف بندیزونه ولګول او ویلي یې و، کرېلوف د اوکرایین په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو څارنه کوله.
د دوشنبې په ورځ، د اوکرایین امنیتي خدمتونو (اېس بي یو) هغه په غیابي توګه تورن کړ چې "د منع شويو کیمیاوي وسلو د پراخې کارونې مسؤل دی."
روسیه دغه تورونه ردوي.
روسي چارواکي د کريلوف په وژنه لوېديځ تورنوي
روسي چارواکو لوېدیځ تورن کړی چې د جنرال کرېلوف د وژنې په تنظیمولو کې لاس لري.
د دولتي دوما (ولسي جرګې) د دفاعي کمېټې مشر اندري کارتاپولوف ژمنه وکړه چې بهرنیان به "هغه کسان چې د "کرېلوف" وژنې په تنظیم او عملي کولو "که هر څوک یا چېرې وي" ومومي او سزا به ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ټېلیګرام کې، لیکلي، کرېلوف "ډېر کلونه په سیستماتیک ډول د انګلو سیکسون د جرمونو په افشا کولو کې تېر کړل".
د ریاست دوما مرستیال او د اردو متقاعد جنرال اندری ګرولیوف ادعا کوي، کرېلوف هغه شخص و چې "د جرمي، کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو په ګډونیې د امریکا او د هغوی ټول اقمارو او جنایي فعالیتونه درک او تعقیب کړي و".
ګرولیوف د "سخت غبرګون" غوښتنه وکړه چې پکې به "د انګلو سیکسن چارواکو پروړاندې بریدونه" شامل وي.
د روسیې تحقیقاتي کمېټې، چې د دغه هېواد اصلي تحقیقاتي اداره هم ده، اعلان کړی چې "د دغو دوو پوځيانو د وژنې په اړه جنایي قضیه پرانیستل شوې ده."
دغې ادارې ویلي، "کارپوهانو، عدلي طب او عملیاتي ځواکونو" وار دمخه په دې برخه کې پراخې پلټنې پیل کړې دي.
برېتانیا پر ښاغلی کریلوف بندیزونه لګولي وو او شتمنۍ یې کنګل کړې وې. پر هغه بریتانیا ته په ورتګ هم بندیز و.
د می په میاشت کې، امریکا، روسیه په اوکرایین د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنه کړه چې د "جګړې د وسیلې" په توګه یې کاروي او دا یې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې وه.
هغه مهال هم کرملېن دا ادعاوې رد کړې وې او هغه یې "بې بنسټه" راپورونه بللي وو.


















