چین د ماشومانو یوه قاچاقبره د مرګ په سزا محکومه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د چینايي رسنیو پر بنسټ د دې هېواد یوې محکمې د هغې ښځې د اعدام سزا تائید کړې چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې له دوولسو زیات ماشومان يې قاچاق کړي وو.
یو هوینګ د جمعې په ورځ یو ځل بیا د اعدام په سزا محکومه شوه.
د نوموړې د بیا ځلې محکمې پر مهال معلومه شوه، چې د ۲۰۲۳ کال محکمې خلاف دې ۱۱ نه بلکې ۱۷ماشومان پلورلي وو.
دا قضیه په لومړي ځل په ۲۰۲۲ کال کې راپورته شوه.
هغه مهال یوې مېرمنې چې د یو هوینګ لخوا په ۱۹۹۵ کال کې نژدې ۵۰۰ ډالره پلورل شوې وه د چین سوېل لوېدیځ ګیاونګ سیمه کې پولیس ته راپور وکړ.
یانګ نیوهوا هغه مهال تازه ۳۰ کلنه شوې وه او د خپلې کورنۍ په لټه کې وه چې دا لټون یې د چینايي ټیک ټاک لخوا مستند شوی هم دی.
اغلې یانګ بالاخره د ډياېناې (DNA) ازموینې وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای شوه.
هغې ته وویل شول، چې مور او پلار یې د دې له ورکېدو څو کاله وروسته په هماغه ګیزو ولایت کې مړه شول.
د اغلې یانګ راپور د دې لامل شو، چې پولیس یو هوینګ ونیسي او نوموړې د جمعې ورځې محکمې پر مهال موجوده وه.
محکمې د تل لپاره د یو هوینګ ټول سیاسي حقونه سلب کړل او د هغې د ټولو ملکیتونو د ضبطولو امر یې وکړ.
محکمې وايي: "د یو هوینګ کرکه خورا ژوره ده، د هغې جرمي چلن په ځانګړي ډول وحشتناک دی او د هغې د عمل پایلې سختې دي او دا ښکاره ده چې سخته سزا به وویني. که څه هم هغې اعتراف وکړ خو دا د یوې سپکې سزا د توجیه کولو لپاره کافي نه ده. "

د دولتي رسنیو پر بنسټ، د یو هوینګ د جرم لومړی قرباني خپله د هغې خپل زوی و، چې دې د خپل عمر په ۲۰ کلنۍ کې په ۵۰۰۰ یوانو پلورلی و.
د هلک پلار ګونګ ژیانلیانګ هم بالاخره له یو هوینګ سره د ماشومانو په قاچاق کې ملګری شو او د نوموړې له نیول کېدو وروسته هغه مړ شو.
محکمې ویلي، چې یو هوینګ د ماشومانو د قاچاق یوه جنايي کړۍ جوړه کړې وه چې له ځینو سوېلي ولایتونو به یې ماشومان غلا کول او د هبي په شمال کې به یې پلورل.
یوهوینګ په ۲۰۰۰ کال کې د ماشومانو د تښتونې په تور د دوو میاشتو لپاره توقیف شوې وه او په ۲۰۰۴ کال کې په ورته جرم په اتو کلونو بند محکومه شوه.
د انسان قاچاق له اوږدې مودې راهیسې په چین کې یوه اندېښنه وه.
هغه مهال چې چین د یو ماشوم پالیسي پلې وه، د نارینه ماشومانو کلتوري لومړیتوب د ناغوښتل شویو نجونو د قاچاق لامل شو.





















