پوتین د روسیې دفاع وزیر له دندې ګوښه کوي

بوتين او شويګو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

کرملين اعلان کړی چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتین به ډېر ژر خپل اوږدمهاله متحد سرګي شويګو د دفاع وزارت له دندې لېرې کړي.

شويګو چې ۶۸ کلن دی، له ۲۰۱۲ کال راهيسې ياده دنده مخ ته وړي. ويل کېږي نوموړی به د امنيت شورا د مشر په توګه ونومول شي.

د روسیې د مشرانو جرګې له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې د لومړي وزير مرستيال انډري بلوسوف به د ښاغلي شويګو ځای ناستی شي.

ښاغلي شويګو د اوکرايين جګړه مهم رول درلود.

د روسیې دولتي اسناد ښيي چې ولادمير پوتين غواړي ښاغلی شويګو د روسیې د امنيت شورا د اوسني مشر نيکولای پاتروشف ځای ونیسي.

پوتين او شويګو

د عکس سرچینه، AFP

ښاغلی شويګو تېر کال د اوکرايين جګړې د مديريت په سر د واګنر ډلې له قوماندان يفګیني پريګوژين سره سخت اختلاف درلود.

ښاغلي پريګوژين چې د مسکو پر وړاندې يې د لنډمهاله بغاوت مشري کوله، ښاغلي شويګو ته په خپاره شوي غږيز پيغام کې د "مردارې کڅوړې" او "زاړه مسخره چي" خطاب کړی و.

د واګنر ډلې مشر بيا د ۲۰۲۳ کال د اګست مياشت کې له سېنټ پيټرز بورګ څخه مسکو ته پر لار د الوتکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. روسيې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي وو.

ښاغلی بلوسوف چې تمه کېږي د سرګي شويګو ځايناستی شي، يو اقتصاد پوه دی چې لږ پوځي تجربه لري.

بلوسوف

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی بلوسوف چې تمه کېږي د سرګي شويګو ځايناستی شي، يو اقتصاد پوه دی چې لږ پوځي تجربه لري.

ښاغلي پوتين د تېرې سې شنبې په ورځ د پنځم ځل لپاره د روسيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړی په وروستيو ټاکنو کې د ۸۷ سلنه رايو په خپلولو سره ګټوونکی اعلان شو په داسې حال کې چې هېڅ کوم د پام وړ سيال يې نه درلود.

د ولادیمیر پوتین د لوړې په مراسمو کې د امریکا متحدو ایالتونو او د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو استازو ګډون نه وو کړی، خو د راپورونو له مخې فرانسې، هنګري، سلواکیا او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د پرېکون په تړاو د اوکرایین له غوښتنې سره سره دې مراسمو ته خپل استازي استولي وو.

ښاغلی پوتين د ۲۰۰۰ کال له مې مياشتې راهيسې په واک کې دی.

ويل کېږي د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به په خپل دنده پاتې وي.