تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال بانک افغانستان کې د لومړنیو خدمتونو مالي ملاتړ کوي
د نړیوال بانک ګروپ اجرایوي بورډ د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د بشري مرستو نوې طرحه تصویب کړې چې له مخې ښايي درې سوه میلیونه ډالر د خپلې نړیوالې پراختیایي ټولنې له صندوق افغانستان ته ځانګړې کړي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ دغه پیسې به د طالب واکمنو له لاسرسي پرته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له لارې ولګول شي.
د بانک پرمختیایي ټولنې ویلي چې له دې مرستې سره به د افغانستان له ناوړه وضعیت سره د مبارزې یا پایښت وجهي صندوق یا (ARTF) په چوکاټ کې د خواړو، اوبو، روغتیا، پوهنې او کار موندنې په څېر د بنسټیزو خدمتونو د برخو ملاتړ وشي.
د نړیوال بانک یوه ویاند ویلي چې دا درې سوه میلیونه ډالر به د ۲۰۲۵ م کال د جون تر وروستیو پورې ولګول شي.
دا پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته لومړی ځل دی چې نړیوال بانک خپلې پیسې افغانستان ته لېږي.
له هغه وخت راهیسې، ARTF د خپلو شریکانو له لارې د بسپنه ورکوونکو یو اعشاریه ۵ میلیارد ډالرو مرستو ته افغانستان ته د استول کېدو لاره برابره کړې چې د شاوخوا ۲۵ میلیونه اړو خلکو لاس نیوی پرې وشي.
نړیواله پرمختیایي ټولنه د نړۍ بې وزله هېوادونو ته مرستې او په لوړه کچه سنجول شوي اسانه پورونه ورکوي.
د دغو پیسو تشه په هرو څو کلونو کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له خوا ډکېږي.
په پرمختیایي صندوق کې شته پیسې له را روان ۲۰۲۵ م کال سره پای ته رسېږي او د بانک مشر له وړاندې د نورو پرمختیایي بسپنو غوښتنه کړې ده.
د نړیوال بانک پرمختیایي ټولنه وایي د افغانستان په ګډون ګڼ هېوادونو لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په کار ده چې د کاري فرصتونو او شخصي سکټور په برخه کې د پانګونې له لارې مرسته ورسره شي.
بانک وایي هڅه کوي د افغانستان له ناوړه وضعیت سره د مبارزې یا پایښت وجهي صندوق (ARTF) لپاره پخوانۍ ټاکل شوې موخه دوام ومومي.
په دې ترڅ کې د ښځو له خوا پیل شوې پروژې او د هغو دوام اړین بلل شوی.
خو لویه اندېښنه بیا دا ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینې تګلارې لکه د ښځو پر کار او زدکړو بندیز د دغه وجهي صندوق له اهدافو سره اړخ نه لګوي.