د بشر حقونو ځینې ملاتړې ډلې: د افغانستان په اړه د دوحې غونډه کې دې افغان ښځې ګډون وکړي

د خپرېدو وخت

د بشر حقونو ملاتړو ډلو په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې، د افغانستان په اړه د دوحې راتلوتکې غونډه کې د افغان مېرمنو د پراخ ګډون ډاډ ورکړي.

که څه هم ملګرو ملتونو ویلي، دوحه کې د ا فغانستان په اړه غونډې ته د افغان مېرمنو استازې بلل شوي، خو د بشري او د ښځو د حقونو د لسو ملاتړو ډلو پرانستي لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش بیا هم پر دې غوښتې ټینګار کړی دی.

دوی غوښتنه کړی چې، دې غونډه کې دې د بشرې حقونو ملاتړې، د سولې فعالانې، معترضې مېرمنې، د قومونو ایل جي بي ټي او د نورو ګوښی کړل شوې ډلو استازي وبلل شي.

پام کې ده د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه او مه۱۹ دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ځانګړو استازو په ګډون غونډه جوړه شي.

طالبانو هم وربلل شوي دي. دې غونډه کې د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له مخې د نورو مسایلو ترڅنګ د بین الافغاني خبرو لپاره د ځانګړي استازي پر ګومارلو خبرې کېږي.

په لیک کې د ښځو د استازو د واقعي ګډون غوښتنه شوې، داسې چې د دوحې غونډې ټولو بحثونو او له غونډې وروسته بهیر کې برخه ولري او غوښتنې یې پام کې ونیول شي.

دوی دغه راز ټينګار کړی، چې دوحې غونډه کې دې له طالبانو وغوښتل شي چې هغه ټول بندیزونه سملاسي او له قید او شرط پرته لیري کړي چې دوی پر افغان نجونو او ښځو لګولي دي او د فعالو او معترضو مېرمنو له نیولو لاس واخلي.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړه بندیز لګولی او په ډېرو عامه ادارو کې یې له کار کولو منع کړي دي.

د لیک په یوه بله برخه کې غوښتنه شوې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی ټاکل کېدونکی استازی باید داسې څوک وي چې د بشري او د ښځو د حقونو برخه کې د فعالیت پياوړې مخینه ولري.

دغه راز د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتنه شوې، چې د دوحې له غونډې وروسته دې د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک سره سم د افغان مېرمنو د ناوړه بشري وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې هغه پلان په ډاګه کړي چې یادې شورا ته به وړاندې کیږي. او د امنیت شورا دا غونډه دې علني وي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون کابل ته د خپل څلور ورځني سفر پایله کې ویلي، د دوحې راتلونکې غونډه له طالب چارواکو او نورو افغان سیاستوالو سره د ده د لیدنو مهمه برخه وه.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، د دوحې غونډه کې پر خپل ګډون غور کوي، خو د اروپايي ټولنې استازي ویلي د طالبانو چارسمبالو وزیرانو د دوحې غونډې او د دوی د ګډون په اړه ورته ویلي، چې د پلاوي پر جوړښت خبرې روانې دي او په دوحه کې د غونډې د بڼې او پروسیجر په اړه د ځینو وضاحتونو په پام کې نیولو سره به پرېکړه وشي.

تېر کال د مۍ میاشتې لومړیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په مشرۍ ورته غونډه جوړه شوې وه، خو د طالبانو او د نورو افغان لوریو استازي نه وو وربلل شوي.