ایراني ځواکونه د اسرائیلو یوې اړوندې بېړۍ په نیولو تورن شوي

د خپرېدو وخت

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د هرمز تنګي ته نژدې یوه بار وړونکې بېړۍ نیولې ده. دا اېم اېس سي ارېس، چې د پرتګال بیرغ پرې لګول شوی و، د زودیاک بېړۍ چلولو اړوند شرکت ده.

د چورلکې په واسطه کښتۍ ته د سپاه پاسداران د ځواکونو د ننوتلو یوه ویډیو خپره شوې ده.

د زودیاک یوه ویاند وویل چې په کښتۍ کې د عملې ۲۵ غړي وو او د دوی او کښتۍ د بېرته راستنولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

ایرنا خبري آژانس د سپاه پاسداران له خوا د دغې بېړۍ نیول تائید کړي او هغه یې له "صهیونیسټي رژیم" سره تړلي بللي دي.

د زودیاک بېړۍ چلولو چارې د اسرائیلي میلیاردر ایال افر ملکیت دی.‌

تر دې مخکې هم په څو پېښو کې د ایران په شاوخوا اوبو کې د دغه شرکت پر کښتیو بریدونه شوي او یا نیول شوي دي.

د زودیاک بېړۍ چلولو شرکت په یوه بیان کې اعلان کړی که څه هم زودیاک پر اېم اې سي پورې اړه لري، دا د اېم اېس سي ایریس مسؤلیت نه دی او اېم اېس سي د دې کښتۍ د کارګو، عملې او لارې بشپړ مسؤلیت لري.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او له اسرائیلو د ایران د غچ اخیستنې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاتس د دغې بېړۍ د نيولو په اړه غبرګون وښود او ويې ويل، "تهران سمندري لوټماري کوي او بايد د دې عمل له امله بنديز پرې ولګول شي".

هغه وویل: "د خامنه ای رژیم یو جنایتکار رژیم دی چې د حماس د جنایتونو ملاتړ کوي او اوس د نړیوالو قوانینو خلاف د سمندري غلو عملیات ترسره کوي. زه له اروپایی اتحادیې او ازادې نړۍ څخه غواړم چې سملاسي د ایران سپاه پاسداران یو ترهګر سازمان اعلان کړي او پر ایران بندیزونه ولګوي."

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیال هګري هم ویلي دي چې که په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شي نو ایران ته به پایلې ولري.

هګري په یوه بیان کې وویل: "اسرائیل د تیارسئ حالت کې دی. موږ د ایران د یرغل پر وړاندې د اسرائیلو د ساتلو لپاره خپل چمتووالی زیات کړی او ځواب ته چمتو یو."

هرمز تنګی ولې مهم دی؟

د هرمز تنګی، چې د خلیج په سیمه کې د بار وړلو یوه تنګه لاره او د زیاتېدونکي کړکېچ په مرکز کې ده.

نو، د اوبو لاره څه ده او ولې دا مهمه ده؟

که څه هم د هرمز تنګی د اندازې له اړخه کوچنی دی، خو د نړۍ له هغو مهمو لارو یوه ده چې بار وړونکې بېړۍ پرې تګ راتګ کوي.

دا شاوخوا ۹۶ مایله اوږد دی او یوازې ۲۱ مایله په خپله خورا تنګه نقطه کې پروت دی، هره خوا یې د بار وړونکو بېړیو لپاره یوازې دوه مایله پراخوال لري.

هرمز تنګی په شمال کې د ایران او په جنوب کې د عمان او متحده عربي اماراتو لوري ته پروت دی، د هرمز تنګی خلیج له عربي بحیرې سره نښلوي.

د نړۍ د تېلو شاوخوا پنځمه برخه چې په ورځ کې نژدې ۲۱ میلیونه بیرله کېږي، هر کال د هرمز تنګي له لارې تېرېږي او په ۲۰۱۶ کال کې د تېلو د نړیوالو کاروباریانو تر ټولو بوخته سمندري لاره ګڼل کېده.