تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هالنډ د تاریخي اثارو لانجمنه لرغونې خزانه کیېف ته سپارلې
د لرغونې خزانې یو تاریخي ټولګه چې اوکرایین یې له نږدې ۱۰ کلونو راهیسې د مالکیت پر سر له روسیې سره لانجه درلوده، بېرته کیېف ته سپارل شوې ده.
د سکتیانو او سرمتیانو د مهال ګاڼو او مجسمو په ګډون د ۵۶۵ اثارو دغه ټولګه په هالنډ کې وه.
د دغو تاریخي اثارو زیاته برخه د کریمیا د موزیمونو اړونده ده او په ۲۰۱۴ کال د روسیې لخوا د دې ټاپووزمې له لاندې کېدو مخکې د امستردام الارډ پیرسن موزیم کې نندارې ته د اېښودل کېدو لپاره په پور وړل شوې وه.
په دې موده کې مسکو او کیېف دواړو د دغو تاریخي اثارو د مالکیت ادعا کوله او هالنډۍ محکمې پکې د کیېف په ننګه پرېکړه وکړه.
د اوکرایین پلازمېنه کې د دغه هېواد دتاریخ ملي موزیم دوشنبه یوه اعلامیه کې وویل په دې ټولګه کې د زېړو تورې، د سرو خولۍ او قیمتي کاڼي شامل دي او دا چې د "کریمیا د اشغال تر خاتمې" پورې به د دوی لخوا ساتل کېږي.
مخکې د امسترډام کې د الارډ پیرسن موزیم مدیر اېلس وان دیر پلاس دا یوه ځانګړې قضیه بللې وه چې د نوموړي په وینا "فرهنګي میراث پکې د جیوپولېټیکي پرمختګونو قرباني شوی."
د روسیې تر ادارې لاندې د کرایمیا موزیمونو غوښتل چې دغه تاریخي اثار باید بېرته دوی ته وسپارل شي.
خو په ۲۰۲۱ کال کې یوې هالنډۍ محکمې وویل چې دا توکي د مشخصو موزیمونو نه، بلکې په لویه کې د اوکرایین اړوندېږي.
د دغه هېواد سترې محکمې روان کال دا پرېکړه تایید کړه.
د کرایمیا ادارې لپاره د روسیې لخوا ټاکل شوي مشر سرګیې اکسېنوف دوشنبه وویل، دوی تمه درلوده چې هالنډ دې دا خزانه اوکرایین ته وسپاري، ځکه د ده په وینا "لوېدیز او کیېف دواړه د نړیوال قانون پروا نه ساتي."
هغه زیاته کړه چې دا موضوع په هغه مهال حل شي، چې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا اوکرایین کې د روانو "ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي."
هممهاله د کرملېن ماڼۍ ویاند 'دمیتري پېسکوف' له خولې هم په رپوټونو کې ویل شوي چې د تاریخي اثارو دا ټولګه "د کرایمیا اړونده ده، او باید هلته وي."