له ۱۹ کلونو د کم عمرو کرېکټ نړیوال جام؛اسټرالیا په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د خپرېدو وخت

له ۱۹ کلنۍ د کم عمره کرېکټ نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په یوه وېکټه ماتې ورکړه.

په سویلي افریقا کې د نننۍ سیالۍ پچه اسټرالیا وګټله او د پاکستان لوبډلې ته یې د بېټینګ یا توپ وهنې بلنه ورکړه. د پاکستان لوبډلمشر سعد بېګ له پچې وروسته وویل، که پچه یې ګټلې هم وايي، لومړی به یې بېټینګ کاوه، ځکه په وینا یې ده غوښتل چې اوپنران یا لومړني لوبغاړي یې په میدان کې تر ډېرو پاتې شي او زیانې منډې وکړي، خو داسې و نه شوه.

د ۱۷۹ منډو له جوړولو وروسته د پاکستان ټوله لوبډله له میدانه بهر شوه. د پاکستان لوبډله ان و نه توانېده، چې د ټولو پنځوسو اوورونو لوبه بشپړه کړي، بلکې په ۴۸ اعشاریه پنځه اوورونو کې یې ټولې وېکټې له لاسه ورکړې.

خو د اذان اویس او عرفات منهاس د نیمه سلیزو له کبله تر یوه بریده پورې د پاکستان د ټولټال منډو شمېر ښه شو. د اسټرالیا ټام سټریکر خورا ښه وځلېد او د یوازې ۲۴ منډو بدل کې یې د پاکستان شپږ وېکټې ترلاسه کړې.

اسټرالیا لوبډلې بیا د ۴۹ اعشاریه یوه اوورونو له لوبې وروسته نهه وېکټې له لاسه ورکړې او ټاکلی هدف یې ترلاسه کړ. د پاکستان بالر علي رضا د ۳۴ منډو بدل کې څلور وېکټې ترلاسه کړې.

د فبرورۍ پر ۱۱مه به د دې سیالیو په پایلوبه کې اسټرالیا او هند لوبډله مخامخ شي، چې تېر ځل یې دا اتلولي خپله کړې وه. هند په دې سیالیو کې سویلي افریقا ته په نیمه پایلوبه کې له ماتې ورکولو وروسته وار له مخه پایلوبې ته رسېدلې ده.