اېف بي ای د افغانستان د هوايي چلن د مخکېني مشر د "بېدرکۍ" په اړه له خلکو معلومات غوښتي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امريکا د پلټنو مرکزي ادارې (اېف بي ای) د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر محمود شاه حبيبي چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې "لادرکه" شوی و، د برخلیک په تړاو معلومات غوښتي دي.

اېف بي آی په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی حبیبی یو افغان-امریکایی کاروباري دی، چې په وینا یې، یوه کابل-مېشتي مخابراتي شرکت سره یې کار کاوه او دوه کاله وړاندې هملته خپل کور ته څېرمه له خپل موټره "بېول شوی" دی.

دې ادارې ویلي فکر کوي، چې ښاغلی حبیبي د طالبانو امنیتي ځواکونو نیولی دی. د اېف بي آی په وینا، باور یې دا دی، چې له هغه سره یې د موټر چلوونکي په ګډون د دغه شرکت ۲۹ نور کارکوونکي هم نیول شوي، چې له دوو کسانو پرته نور ټول بېرته خوشې کړل شوي دي.

په همدې حال امریکایۍ ورځپاڼې دې هیل د محمود شاه حبیبي د ورور احمد شاه حبیبي یوه مقاله خپره کړې. نوموړي ویلي ورور یې د ۲۰۲۲ کال د اګست پر لسمه کابل کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا د هغې امریکایي کمپنۍ له دېرشو کارکوونکو سره یو ځای ونیول شو چې ده ورسره کار کاوه.

ورور یې وايي کابل ته د هغه وروستی سفر هلته د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته ترسره شو.

امریکا ویلي د همدې کال د جولايي پر ۳۱مه یې ډرون برید کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی. خو د طالبانو حکومت د هغه وژنه نه ده تائید کړې.

احمد شاه حبیبي وايي ورته معلومه شوې چې طالبان فکر کوي هغه کمپنۍ چې د ده ورور ور سره کار کاوه ښايي د الظواهري وژنه کې لاس ولري. دی وايي د "کمپنۍ په اړه څه نه شي ویلي" خو ورور یې دې کارونو کې "هېڅ لاس نه لري."

احمد شاه حبیبي زیاتوي د الظواهري له وژل کېدو وروسته کابل ته د هغه سفر ښيي چې د دې برید سره د کمپنۍ د کارکوونکو د احتمالي تړاو په اړه "ده هېڅ معلومات نه لرل. "

د هیل ورځپاڼې په خپاره شوي مطلب کې نوموړي ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د تېرې میاشتې د وینا له مخې ورور یې محمود شاه حبیبي یو له هغو درې امریکايي اتباعو دی چې "د طالبانو په زندان کې دي."

احمد شاه حبیبي وايي طالبانو د نورو دوه امریکایانو راین کوربیټ او جورج ګلیزمان نیول تایید کړي او د هغوی کورنیو غړو ته یې له هغوی سره د خبرو اجازه هم ورکړې ده. خو وايي زندان کې د ده دورور د دوه کلونو په تېرېدو هغه ته اجازه نه ورکول کېږي چې له مور او پلار مېرمنې او کوچنۍ لور سره خبرې وکړي.

احمد شاه حببیي وايي له ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت یې غوښتي چې د ورور د ځای معلومولو لپاره خپله اړیکي او امکانات وکاروي. وايي په دې هم خبر دی چې امریکایي دیپلوماتانو له طالبانو غوښتي چې د دوی له خوا د محمود شاه حبیبي د نیولو په اړه له "ناموجه استدلال" لاس واخلي.

بي بي سي ( شنبه ۱۰ اګست) د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهده د محمود شاه حبیبي په اړه وپوښتل نوموړي په یوه لیکلي پیغام کې وویل چې د هغه په اړه ډېره پلټنه شوې او د دوی په "زندانونو کې نشته."

که څه هم طالبانو د هغه له نیولو انکار کوي خو دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په ډاګه کړه چې محمود شاه حبیبي د طالبانو زندان کې دی.

نوموړي وويل، "د دې میاشتې پر لسمه په افغانستان کې د محمود شاه حبیبي او راین کوربیټ د نیولو دوه کاله پوره کېږي. دوه کاله کیېږي چې دوی له خپلو کورنیو لرې دي. موږ محمود شاه حبیبي، راین کوربیټ او جورج ګلیزمان د روغتیا په اړه چې په ناحقه افغانستان کې نیول شوي ژوره اندېښنه لرو. له طالبانو سره په هره لیدنه کې د دوی موضوع یاده شوې ده. د دوی را خوشی کول به د امریکا لپاره یو مهم لومړیتوب وي."

امریکايی او طالب چارواکو تائید کړې چې د زندانیانو د تبادلې په اړه په قطر کې خبرې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند ودانت پټیل ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې اړه له طالبانو سره خبرې کړي او له قید او شرط پرته یې له طالبانو د امریکايي زندانیانو چې ناحقه نیول شوي، د سملاسي خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

ده ویلي وو ښاغلي وېسټ دا هم په ډاګه کړې ده چې د دې کسانو نیول د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو برخه کې د پرمختګ مخه هم نیسي.