اسراییلي ځواکونو نابلوس کې ۱۱ فلسطینیان وژلي

فلسطین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، فلسطیني ځوانان پر اسراییلي ځواکونو ډبرې او نور شیان وروي
د خپرېدو وخت

د فلسطین روغتیایي‌ چارواکي‌ وايي اسراییلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیزه غاړې نابلوس ښار کې په یوه چاپه کې ۱۱ فلسطینیان وژلي‌ او لسګونه نور ټپيان کړي‌ دي.‌

د اسراییلي ځواکونو او فلسطیني وسله والو ترمنځ‌ د نښتې، چاودنو او د ډزو تبادله کېدو راپورونه هم ورکړ شوي.‌

د اسراییل پوځ وايي‌ ځواکونو یې ۳ تنه تر څار لاندې وسله وال چې دغلته یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو او نه تسلمېدل، وژلي ‌دي.

خو له کوره بهر بیا څو وژل شوي ملکيان دي چې دوه پکې زاړه سړي دي.‌

د هغو وسله والو په اړه چې دغه کور کې پټ شوي وو، ویل شوي چې یو پکې د محمد جنیدي په نوم د اسلامي جهاد ډلې قوماندان او بل د حسام اسلام په نوم وسله وال مشر و.‌

له دې سره د عرین الاسود په نامه د فلسطیني وسله والو ډلې د ټېلېګرام یوه پوست کې لیکلي چې د دوی شپږ غړي هم وژل شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس تر دې پېښې ته غبرګون کې پر ټویټر لیکلي چې "موږ نن نابلوس کې د ملکي خلکو د وژل کېدو په ګډون اسراییلو او لویدیزه غاړه کې د تاوتریخوالی له امله خورا اندېښمن یو."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هغه زیاته کړې "دا پېښې د دې عاجله اړتیا ډاګیزوي چې دواړه خواوې لویدیزه غاړه کې د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره ګډ کار وکړي."

د چارشنبې ورځې علمیاتو کې د ټپيانو شمېر هم پام وړ لوړ دی.

د فلسطین روغتیايي چارواکو دغو عملیاتو کې له سلو د پورته کسانو د ټپي‌ کېدو خبره هم کړې او ویلي چې د ۶ تنو روغتیایي وضعیت پکې نازک دی.

د فلسطین یوه جپګوړي چارواکي حسین الشیخ د مرګژوبلې لوړ شمېر ته په کتو دا د فلسطینیانو 'قتل عام' بللی.

د دوی د کوراکې ادارې مشر محمود عباس ویلي، دی د اسراییلو حکومت "د دې خطرناکې پارونې چې دا سیمه د کړکېچ او یوې چاودنې خوا ټېل وهي" مسوول ګڼي.

اسراییلي ځواکونو تېره میاشت جنین ښار کې هم په ورته عملیاتو کې لس کسان وژلي وو.‌

هغه له ۲۰۰۵ کال راوروسته لوېدیزه غاړه کې د اسراییلي ځواکونو تر ټولو مرګوني عملیات بلل شوي وو.‌