د افغانستان لپاره د بریتانیا وزیر: د مېرمنو پر طبي زدکړو بندیز یو تنګ فکر او غیر اخلاقي پرېکړه ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا وزیر هیمش فالکنر په دوحه کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون له افغان محصلانو سره ولیدل. دوی د بریتانیا د ملاتړ، افغانساتان کې پر ښځو د روانو محدودیتونو او د زد‌کوونکو د راتلونکي هیلو په اړه خبرې وکړې.

وزیر فالکنر په افغانستان کې د نجونو د زد‌کړو پر بندیز او د مېرمنو لپاره د طبي زد‌کړو بندیز په کلکه وغانده.

هغه پر اېکس لیکلي چې د مېرمنو لپاره د طبي زدکړې بندیز "یو تنګ فکر او غیر اخلاقي پرېکړه ده. دا د افغان مېرمنو ژوند او د راتلونکو نسلونو روغتیا ګواښي".

ښاغلي فالکنر زیاته کړه "ما له هغو افغانانو سره لیدل ویاړ و چې په دوحه کې زد‌کړه کوي. موږ د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې دوی ورسره مخ دي او همدارنګه د دوی د راتلونکي هیلو په اړه مو خبرې وکړې. ما د مېرمنو او نجونو لپاره د برابر افغانستان په برخه کې د بریتانیا ملاتړ واضح کړ. دوی د افغانستان راتلونکی دي."

وزیر یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ لپاره د بريتانیا ژمنتیا تایید کړه. بریتانیا د ۲۰۲۴ د اپرېل او ۲۰۲۵ مارچ لپاره ۱۶۱ میلیونه پونډه (۱۴،۱ میلیارده افغانۍ) مرسته برابروي.

امنیت شورا پر ښځو د طالبانو د لا ډېرو بندیزونو لګولو په اړه 'ژوره' اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له طبي زدکړو د نجونو منع کولو او دغه راز د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی از منکر قوانینو په ترڅ کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو په هکله 'ژوره' اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې شورا پرېکړه لیک چې د جمعې پر ورځ د رایو په اکثریت تصویب شو، د ۱۴ میاشتو لپاره د ماهرینو د هغه ټیم کاري موده غځوي چې د طالبانو بندیزونو څاري.

امنیت شورا د طالبانو پر حکومت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو ''زیاتېدونکي نشتوالي'' له کبله نیوکې کړې دي.

یادې شورا دغه راز په خپل پرېکړه لیک کې د ''امر بالمعروف او نهی از منکر'' قانون په هکله هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د تېر کال په دوبي کې اعلان شو.

امریکا په دې غونډه کې د سولې او ثبات برخه کې د بندیزونو پر اهمیت ټینګار وکړ او په ځانګړې توګه یې د بشري حقونو او په خاصه توګه د ښځو زدکړو حق مسئلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

د چین او روسیې استدلال بیا دا و، چې باید بندیزونه له ترهګرۍ سره پر مبارزې ورټول وي.

د دوی استازو په دې بحثونو کې د بشري حقونو موضوع ته د لومړیتوب ورکولو په تړاو د احتیاط کولو غوښتنه وکړه.

دواړو هېوادونو د بندیزونو په څرنګوالي کې د بدلون غوښتنه وکړه. د بېلګې په توګه دوی وویل، په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ باید ازادې شي او یقیني شي، چې بندیزونه باید داسې نه وي، چې له یوه مخه لاس او پښې ونه تړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ملګري ملتونه وايي، تر هغه چې له زدکړو او کار څخه د ښځو ګوښه کول دوام ولري او ښځې و نه شي کولای له نارینه سرپرست پرته په عام محضر کې راڅرګندې شي، د هېواد د حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل نژدې ناشونې چاره ده.

تر دې مخکې امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان وضعیت په اړه بحث وکړ. په دې بحث کې امریکا، بریتانیا او فرانسه د هغو هېوادونو له ډلې وو، چې د دسمبر ۱۲مې په دې غونډه کې یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر محدودیتونو نیوکې وکړې.

په غونډه کې د روسیې او چین استازو بیا پر طالبانو له مخامخ نیوکو ډډه وکړه او له افغانستان سره یې پر بشر دوستانه مرستو او سیمه ییزې همکارۍ ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا تائید کړه، چې د طالبانو محدودونکي سیاستونه په پراخه کچه غندل شوي دي، ''زه په ټینګار سره چارواکي هڅوم چې تجدید نظر وکړي.''

نوموړې خبرداری ورکړ، چې نوي بندیزونه به ''د ښځو او نجونو لپاره خورا ځپونکې پایلې ولري.''

د یادونې ده، چې طالبانو د دسمبر پر درېیمه په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاه، چې پراخې نیوکې پرې وشوې.

دغه انسټیټیوټونه چې د قابلګي، روغتیا پالنې، لابراتوار، درمل جوړونې او غاښونو برخه کې پکې نجونو هم زدکړې کولې، یوازینۍ داسې تعلیمي ادارې وې، چې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته هم پکې افغان نجونو لوړې او نیمه لوړې زدکړې کولې.

د نجونو پر مخ د لوړو زدکړو دروازو له تړل کېدو وروسته ډېری افغان محصلینې همدې ادارو ته د زدکړو لپاره ورتلې.

له دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت اعلان وکړ، چې تر (امر ثاني) پورې ښځې او نجونې نه شي کولای په دولتي یا خصوصي پوهنتونونو کې زدکړو ته دوام ورکړي.

د امنیت شورا د وړمې ورځې غونډه کې ځینو ګډونوالو د طالبانو وروستۍ پرېکړه ''جنسیتي اپارتاید'' وبلله.

د بشردوستانه او بېړنیزو مرستو همغږۍ په برخه کې د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر د افغانستان اقتصادي وضعیت ''تر وروستي بریده ماتېدونکی'' وباله، چې په وینا یې نیم نفوس یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. له دریو یوه برخه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او خوراک لږوالی خورا اندېښمنونکی دی.

ټام فلیچر دغه راز د وچکالۍ او سخت موسم له کبله د محصولاتو لږوالي ته اشاره وکړه او له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو ستنېدو په څېر مسائلو ته اشاره وکړه. د ملګرو ملتونو دې چارواکي د طالبانو وروستیو بندیزونو په هکله وویل، کېدای شي دغه بندیزونه د مېندوارۍ پر مهال د مړینې کچې زیاتېدو لامل شي، ځکه کاري ځواک ته د زرګونو قابلو د شاملېدو مخنیوی کوي.

د امریکا استازې پر ښځو د طالبانو نوي بندیزونه ''غیر منطقي'' او داسې څه وبلل، چې ''د درک وړ نه دي''، ''دا نارینه – طالبان – هغه مېندې چې دوی یې زېږولي، خوېندې، مېرمنې او خپلې لوڼې محکوموي، چې که ناروغې شي، د دوی د سترګو پر وړاندې باید ومري.''