چین: پاکستان کې د وژل شویو انجنیرانو د وژنې په اړه د پاکستان څېړنې موږ ته خورا مهمې دي

د عکس سرچینه، FOREIGN MINISTRY OF CHINA
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، "په ترهګریز برید کې" د پنځو وژل شویو چینايي انجنیرانو د وژل کېدو په تړاو د پاکستان څېړنو کې پرمختګ ډېر مهم دی او دوی یې ملاتړ کوي.
اسلام اباد وايي، اورپکو د خپلو مشرانو په امر، چې د دوی په وینا د افغانستان په خاوره کې دي، دا برید کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینګ پخپله اونیزه خبري غونډه کې پاکستان کې د ۱۱ کسانو د نیول کېدو په تړاو د یوې پوښتنې ځواب کې وویل: "چین د پاکستان د څېړنو بشپړ ملاتړ کوي چې د برید د ټولو عاملانو پلونه پسې واخیستل شي او عدالت ته وسپارل شي."
هغې زیاته کړه، د پاکستان په همکارۍ به د خپلو کارمنانو د خوندیتوب او ساتنې لپاره پاکستان کې د چینايي پروژو او مؤسسو د خوندیتابه تضمین لپاره دوام ورکوي.
د هغې ټینګار دا و چې "ترهګري د سیمې د ثبات لپاره یو افت دی" او "چین د سیمې له هېوادونو د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کوي، چې د ټولو ترهګریزو سازمانونو جرړې واېستل شي او پټنځایونه یې له منځه یووړل شي."
د تېرې مې میاشتې پر ۲۶مه پاکستان کې پنځه چینايي انجنیرانو او د هغوی سیمهییز موټر چلوونکی په یوه چاودنه کې ووژل شول، چې پاکستاني چارواکو دا د پاکستاني طالبانو د اورپکو ځانمرګی برید وباله، خو تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د عکس سرچینه، AFP
دا لومړی ځل دی چې چین رسماً په دې اړه خپل غبرګون ښيي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پاکستان د ترهګرۍ ضد د مبارزې مشر رای طاهر یوې خبري غونډې ته ویلي وو، "څېړنې او شواهد" په ډاګه کوي چې نیول شويو کسانو تهله افغانستانه امر ورکړل شوی و.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان دې ادعا ته په غبرګون کې بيبيسي پښتو ډیجیټل ته پاکستان کې د چینايي انجنیرانو د وژلو په تړاو د افغانستان هر ډول ښکېلتیا رد کړه.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، خیبر پښتونخوا کې د چینايي انجنیرانو د وژل کېدو پر موضوع یې له چینايي چارواکو سره هم خبرې کړي او قانع شوي چې دا موضوع په افغانستان پورې نه ده تړلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مجاهد په خبره "فکر کوم پاکستاني امنیتي چارواکي په دغسې افواهاتو او ادعاوو له خپل مسؤلیت نه اوږه سپکول هم غواړي؛ ځکه چې دا موضوع [پېښه] د دوی تر کنټرول لاندې ساحه کې پېښه شوې او دومره اوږده لاسونه چې دوی یې تعبیروي، په دې وخت کې د دوی امنیتي ځواکونه چېرې وو، ښکاري چې په دا ډول موضوعاتو کې دوی لاس لري او د سوء استفادې په خاطر بیا دغسې اعلانونه کوي او غواړي د پړې ګوتې افغانانو ته ونیسي او دا د دوی دود پاتې شوی."
ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستانه غواړي چې ددغسې ادعاوو "سناریو" باید نوره پای ته ورسېږي او په دا شان مسلو کې د افغانانو پړه ګڼل د دواړو هېوادونو په ګټه هم نه دي "څوک یې مني هم نه، بلکې دوی غواړي په لوی لاس دغسې پېښه رامنځ ته کړي او د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو خرابتیا ته لاره هواروي."
وژل شوي چینايي انجنیران د یوه چینايي شرکت کارمنان وو چې په داسو سیمه کې یې د یوه بند جوړولو پروژه کې کار کاوه او اسلام اباد کې له خپل کمپه د غرنۍ سیمې یوې برخې ته روان وو چې ګاډی یې پر ماین وخوت.
په تېرو دوو ورځو کې پاکستاني طالبانو په دوو جلا بریدونو کې خیبر پښتونخوا کې اوه پاکستاني سرتېري وژلي. د پاکستان پوځ وايي په وروستیو دوو ورځو کې یې "۲۳ اورپکي" وژلي دي.






















