په اسرائيلو کې پراخ لاريونونه؛ نتنياهو له خلکو بښنه غوښتې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په غزه کې د شپږو اسرائیلي يرغمل شویو کسانو له وژل کېدو وروسته له زیاتېدونکي کورني او نړیوال فشار سره مخامخ دی.

ښاغلي نتنیاهو په يوه ټلويزيون وينا کې د یادو کسانو د وژل کېدو له امله له اسرائیلیانو بښنه غوښتي، خو ورته مهال یې ټينګار کړی چې د نورو یرغملو د خلاصون پر سر به حماس ته امیتازات ور نه کړي.

په اسرائيلو کې له حماس سره د یرغملو کسانو د راخلاصولو لپاره د لسګونه زره کسانو لویې مظاهرې روانې دي.

دوه ورځې وروسته له هغه چې د شپږو اسرائيلي يرغمل شويو جسدونه وموندل شو، لاريون کوونکو حتی بنيامين نتنياهو "وژونکی" وباله، دوی وايي نوموړی د يرغمل شويو په خوندي راستنولو کې "بريالی" شوی نه دی.

د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې پراخ اعتراضونه وشول چې د اسرائيلو تر ټولو سترې سوداګريزې ټولنې په ټول هېواد کې د کاربنديز غوښتنه وکړه.

که څه هم د اسرائيلو د يوې محکمې له حکم وروسته په ټول هېواد کې کاربنديز پای ته ورسېد خو لاريون کوونکي په لارو کوڅو کې راټول شول او د يرغمل شويو کورنيو د بنيامين نتنياهو د استوګنځي تر څنګ په نورو سيمو کې د پراخو لاريونونو غوښتنه کړې ده.

دغه وروستي اعتراضونه وروسته له هغه پيل شول چې د غزې په جنوب د رفح ښار کې د حماس له خوا د شپږو يرغمل شويو کسانو جسدونه د ځمکې لاندې تونل کې وموندل شول. د اسرائيلو پوځ وايي دغه کسان د دوی له ورتګ لږ وړاندې وژل شوي وو که څه هم حماس وايي دغه کسان د اسرائیلو په بريدونه کې وژل شوي دي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د دوشنبې په ورځ وويل، په غزه کې د حماس له خوا د يرغمل شويو کسانو خلاصون لپاره وروستی هوکړه کېدونکې ده خو وايي د اسرائيلو لومړی وزير يې د وروستي کېدو لپاره کافي هڅې نه کوي.

حماس: نتنیاهو نوی شرط وړاندې کړی چې د هوکړې پر وړاندې خنډ دی

په همدې حال حماس خبرداری ورکړی که چېرې د اوربند هوکړه ونه شي، ښايي اسرائیل به د شنبې ورځې جسدونو موندلو په څېر له ورته پېښو سره مخ شي او ادعا يې کړې چې بنيامين نتنياهو د يوه نوي شرط په وړاندې کولو سره د هوکړې مخه ډب کړې ده.

ښاغلي نتنياهو د دوشنبې په ورځ په يوه ټلويزيوني وينا کې د خپل هېواد له خلکو د بښنې غوښتلو تر څنګ ويلي، اسرائيل بايد د غزې او مصر تر منځ د فيلادلفيا يا د صلاح الدين لارې کنټرول ولري.

ياده لار د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کې ستراتيژيک اهميت لري چې د اوربند او يرغمل شويو کسانو په اړه د خبرو اترو په برخه کې خنډ ګرځېدلې ده.

لومړي وزير نتنياهو ويلي که اسرائیل د دې پولې کنټرول ونه لري حماس به خپل ځان په وسلو سمبال کړي او ټينګار يې کړی چې د دې لارې "کنټرول زموږ لپاره واجب دی."

همدا ډول د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې فلور حسن ناحوم بي بي سي ته ويلي، د دې په اند حماس د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو لپاره د اوربند هوکړې ته د نه رسېدو مسوول دی.

نوموړې زياته کړې، "که دوی په ريښتيا هم هوکړه کوله، نو ولې یې شپږ بې ګناه یرغمل اعدام کړل."

اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسله‌ والو له خوا د دغه هېواد په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اوربند هوکړې هڅه کوي چې له مخې به یې حماس د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې ۹۷ ژوندي يرغمل او ۲۷ تنه چې اټکل کېږي مړه شوي اسرائيلو ته وسپاري.