بريتانيا اسرائيلو ته د ځينو وسلو ورکړه ځنډولې ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بريتانيا حکومت پر اسرائيلو د ځينو وسلو خرڅلاو ځنډولی دی او ويلي يې دي، دا يو "څرګند ګواښ" دی چې ښايي دغه وسلې او تجهيزات له نړيوالو قوانيو جدي سرغړونو کې وکارول شي.

د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ لامي ويلي، هېوا به يې اسرائيلو ته له ۳۵۰ ډوله وسلو د ۳۰ جوازونه وځنډوي.

په دغو وسلو کې چې ورکړه يې ځنډول شوې د جنګي الوتکو، هليکوپټرو او ډرونونو پرزې هم شاملې دي.

ښاغلي لامي ويلي، بريتانيا له اسرائيلو د ځانه د دفاع د حق ملاتړ ته دوام ورکوي او زياته کړې يې ده چې دا ګام د وسلو د بنديز په معنی نه دی.

د اسرائيلو د کابینې ځینو وزیرانو ویلي، دې پرېکړې ناهیلي کړې دي.

د ياد هېواد د دفاع وزير يوف ګلانټ پر اېکس يوه پوسټ کې ويلي، پر دې کار ډېر خواشينی شوی دی. د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاټز ويلي، دا حماس او اسرائيلو ته ډېر ستونزمن پيغام استوي.

د اسرائيلو یوه بل وزیر امیچای چیکلي د وسلو د ورکړې ځنډېدو په اړه وايي، "زما په فکر تر هر څه لومړی دا پرېکړه په یوه حساس وخت کې چې موږ د حماس په تونلونو کې د شپږو وژل شویو یرغملو اسرائیلیانو د مړو په خښولو بوخت یو، ناهیلې کوونکې ده. خو موږ د بریتانیا پر خلکو او خپلو ګډو ارزښتونو چې یو بل سره یې شریکوو، باور لرو."

په همدې مهال د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له ايران سره په تړليو څلورو بنسټونو هم بنديزونه لګولی دی. د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي، د ایران له ګواښ سره د مبارزې لپاره به له اسرائيلو سره خپله همکاري روانه وساتي.

اسرائيل د اکټوبر په ۷ مه د حماس وسله‌ والو له خوا د دغه هېواد په سوېل کې د بې ساري برید په ځواب کې په غزه کې پوځي برید پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او ۲۵۱ تنه یرغمل نیول شوي وو.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، پر غزه د اسرائیل له برید راهیسې تر۴۰ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اوربند هوکړې هڅه کوي چې له مخې به یې حماس د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو په بدل کې ۹۷ ژوندي يرغمل او ۲۷ تنه چې اټکل کېږي مړه شوي اسرائيلو ته وسپاري.