کرېکټ؛ افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، څوک په کې دي؟

د خپرېدو وخت

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره نوملړ اعلان کړ.

په اعلان شوي نوملړ کې د شپاړسو لوبغاړو نومونه دي. د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ لوبډله کې، ''رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، ابراهیم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیر شاه، کریم جنت، ظاهر پکتین، ضیا اکبر، خلیل ګربز، نجات مسعود، نوید ځدراڼ او ابراهیم عبدالرحیمزی'' شامل دي.

دا ځل په لوبډله کې محمد اسحق، سلیم ساپي، قیس احمد او یمین احمدزي ته ځای نه دی ورکول شوی. او پر ځای یې نورو لوبغاړي لوبډلې کې شامل شوي دي. خلیل ګربز په لومړي ځل د ټېسټ سیالیو نوملړ ته راغلی دی. سلیم ساپی له شري لنکا سره د لوبو پر مهال ټپي شوی و.

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ ټېسټ سیالي د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي.

تر ټېسټ سیالۍ وروسته به افغان لوبډله له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ولري.

افغان لوبډلې شري لنکا ته په خپل وروستي سفر کې خپله یوازېنۍ ټېسټ لوبه په ستر توپیر، سیالې لوبډلې ته وبایلله. دغه راز خپلې درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ یې هم وبایللې، یوازې وتوانېدل خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه وګټي.

په ټوله کې هغه سفر بریالی نه و او پر له پسې ماتو ښايي د افغان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې چارواکي دې ته متوجه کړي وي، خو د لوبغاړو نوملړ ته په کتو، په تېر او نوي نوملړ کې ډېر ستر بدلونونه نه لیدل کېږي. بله دا چې د افغان لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان او مجیب ځدراڼ لا هم لوبډلې ته نه دي ستانه شوي، چې په تېرو لوبو کې یې د نشتون اغېز یې له ورایه پر لوبډلې او لوبو کې له ورایه څرګندېده.

ایرلنډي لوبډله لا وار دمخه عربي متحده اماراتو ته رسېدلې ده.

د دواړو لوبډلو، لوبلړۍ به مارچ میاشتې تر اتلسمې نېټې دوام وکړي.

افغانستان د ټېسټ درېځ اخیستو وروسته د ټېسټ لوبو مزل په ۲۰۱۸م کال کې له هند سره په تاریخي لوبه پیل کړ او له هغې راهیسې یې ۸ ټېسټ لوبې کړې چې وروستۍ هغه یې له شري لنکا سره وه.