د پاکستان او ايران پولې ته څېرمه پنځه جسدونه چې ادعا کېږي د "افغانانو" دي موندل شوي

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان په بلوچستان کې ځايي چارواکي وايي هغه پنځه تنه وژل شوي کسان افغانان دي چې د دې ایالت چاغي ولسوالۍ اړوند دالبند سیمه کې له وژلو وروسته د برېښنا پایو کې راځړول شوي وو.

دا هغه کسان دي چې څو ورځې وړاندې د ایران حکومت ضد ډلې جیش العدل له خوا په خپره شوې ویډیو کې په اعدام محکوم ښودل شوي وو.

د جیش العدل پر پاڼو خپره شوې يوه ويډيو کې د یوه بلوچ په ګډون شپږ تنه ښودل کېږي او ادعا کېږي چې دوی د دې ډلې يو غړی وژلی دی.

په ويډيو کې پنځه تنه افغانان، د هلمند ولایت اوسېدونکي او مخکني افغان حکومت امنیتي کارکوونکي بلل شوي دي. خو بي بي سي د دې ویډیو د کره والي او دا چې کله جوړه شوې تائید نه شي کولی.

دا هم نه ده معلومه چې له دوی په څه ډول شرایطو کې اعتراف اخيستل شوي دي.

جیش العدل ډله ادعا کوي چې دا کسان د درې هېوادونو ایران، افغانستان او پاکستان له وګړو د جوړې "ترهګریزې او جاسوسي شبکې غړي" دي. دا ډله دغه راز زیاتوي چې د څو میاشتو په ترڅ کې یې د دې ډلې نهه غړي نیولي.

په دې ویډیو کې چې څو ورځې وړاندې خپره شوې د هر نیول شوي کس سره لیکل کېږي چې په اعدام محکوم دی. خو دې ډلې لا نه دي ویلي چې پر دوی یې د اعدام حکم عملي کړی.

یوه ځايي چارواکي عتیق شاهواني فرانس پرېس خبري اژانس ته وايي چې دا جسدونه یوه کالج څېرمه د افغانستان او ایران سره پولې ته نژدې له یوې سیمې تر لاسه شوې چې په ګولیو وېشتل شوي او د بريښنا پایو کې ځړول شوي وو.

دا جسدونه د کویټې یوه روغتون ته راوړل شوي. ډاکټره عایشه چې همدې روغتون کې کارکوي وايي، دغه جسدونه د بدن په بېلابېلو برخو کې په ګوليو لګېدلي دي.

جیش العدل د ایراني بلوڅانو یوه حکومت ضد ډله چې وايي د بلوڅو د حقونو لپاره مبارزه کوي. دا ډله کله کله ایران کې بریدونه کوي.

په یوه بله پېښه کې د کوټې په شعبان سیمه کې یو بل جسد هم موندل شوی دی. د پوليسو سرچينو ويلي دغه مړى دکوټې ملکي روغتون ته وړل شوى دى.

چارواکو تر اوسه د دغو دوو وېروونکو پېښو ترمنځ تړاو نه دی موندلی. همدې ایالت کې د درې نورو جسدونو د موندلو ناتایید شوي راپورونه هم ورکړل شوي، خو چارواکو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

ځايي چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړي او د پېښې د قربانيانو د پېژندلو او د وژنې تر شا د انګيزې د معلومولو هڅې روانې دي.