تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تحريک انصاف ګوند: لاريون پنجشنبې ماښام پيلېږي؛ اسلام اباد ته پر غځېدلو سړکونو احتجاج روان دی
د پنجاب حکومت ویاند او د پي ټي ای يو مشر مسرت چیمه وايي، لانګ مارچ يا اوږد لاريون به اوس پنجشنبې د نومبر پر ۱۰ نېټه بيا پیلېږي.
له دې وړاندې، فواد چوهدري د لاريون د پيلېدو ورځ چارشنبې او د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان سې شنبې ياده کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مشر پرویز خټک اعلان کړی چې د ګوند غړي به یې سر له نن شپې اسلام اباد ته د تګ راتګ ټولې لارې وتړي.
ښاغلي خټک چې د دفاع مخکینی وزیر هم دی، له جیو نیوز تلویزیون سره خبرو کې ویلي سې شنبه به د خیبرپښتونخوا ټولو ولسوالیو کې لاریون پیل شي.
د هغه په وینا پښتونخوا کې د دوی ګوند اړوندو د ایالتي اسمبلۍ او ښاروالۍ ټولو غړو ته د ګوند مشرتابه لخوا د لاریون لاروښونه شوې.
پرویز خټک وایي خیبرپښتونخوا پر څلورو زونونو وېشل شوی چې له سویلې زون تر ډېره اسماعیل خان پورې د لاریون مشري به 'علي امین ګنډاپور'، ملاکنډ ډوېژن کې مراد سعید او هزاره کې د لاریون مشري اسد قیصر، شاه فرمان او پخپله دی کوي.
د تحریک انصاف ګوند دغه مشر زیاته کړې چې عمران خان به هر ماښام څلور نیمې بجې د ویډیو لېنک له لارې څلورو واړو ایالتونو کې خپلو ملاتړو ته ویناوې کوي.
د هغه په وینا دا لاریونونه به له ۱۱ تر ۱۴ ورځو پورې راولپنډۍ ته ورسېږي او له راولپنډۍ تر اسلام اباده به یې مشري عمران خان وکړي.
د یادونې ده چې پخپله عمران خان هم سر له سې شنبې د پنجاب له وزیر اباد ښاره چې تېره اوونۍ پر ده برید پکې شوی و، د لاریون د بېرته پیلېدو اعلان کړی.
د هغه تحریک انصاف ګوند دا هم ویلي چې نن دوشنبه به لاهور کې د ګورنر هاوس بهر لاریون پیل کړي چې مشري یې د دغه ګوند عمومي منشي اسد عمر کوي.
پر دې سربېره دغه ښار ته پر ورغلو لارو هم د لاریونونو اعلان شوی.
د پولیسو خبرداری
د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا د دغو لاریونو له اعلان سره سم د پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو ویلي دغه ښار کې به له اجازې پرته احتجاج کوونکو خلاف ګامونه واخیستل شي.
دوی همدا راز د هغو سیاسي فعالانو د نیولو لپاره لاس په کار کېږي چې پېژندل شوي او پر خلاف یې مقدمې ثبت دي.
د اسلام اباد پولیسو لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نړیوال ډکر لارې به د کورنیو او بهرنیو مېلمنو پر مخ پرانیستې وي.
پولیسو ویلي سیاسي فعالان دې په هغو سیمو کې احتجاج وکړي چې له وړاندې ورته په ګوته شوې دي.