تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ځانګړي استازي له هندي چارواکو سره ' افغانستان کې د راتلونکې لارې' په هکله خبرې کړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي له هندي چارواکو سره یې د افغانستان په تړاو د راتلونکې په هکله خبرې کړې دي. تامس وېسټ سیمې ته د سفر په لړ کې د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته رسېدلی دی.
نوموړي د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وزیر کواتره او مرستیال جي پي سینګ سره له لیدنې وروسته ویلي، د ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان په اړه یې د یوې واحدې دپلوماتیکې تګلارې په باره کې هم ګټورې خبرې کړي دي.
د یادونې ده، چې ښاغلی سینګ دوې اونۍ مخکې کابل ته په یوه سفر تللی و.
ښاغلي وېست له هندي چارواکو سره د خپلو خبرو په هکله خوښي څرګنده کړې او په وینا یې له هندي چارواکو سره د راتلونکي په تړاو غږېدلی دی. پر ایکس خواله رسنۍ د نوموړي په پیغام کې راغلي: ''هند افغانانو ته د مُهمو بشري مرستو او درملو لیږلو ته دوام ورکوي، او موږ د ۲۰۲۴ په اړه وغږیدو. همدارنګه، د ګډو ګټو د ملاتړ لپاره د یوموټي ډیپلوماتیک چلند د پرمختیا په اړه هم خبرې وشوې.''
امریکا ټينګار لري، چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه لار نقشه جوړه او پلي شي.
ښاغلي وېسټ په خپل ایکس پیغام کې په دې تړاو ډېر جزیات نه دي یاد کړي، خو د یادولو ده، چې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په غونډې وروسته نوموړي ویلي و، هېواد یې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د افغانستان د ادغام لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یوې لار نقشې غوښتونکی دی.
امریکا د طالبانو په واکمنۍ کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام په موضوع کې په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو او ښځو د کار پر حق ټینګار کړی.
امریکا دغه راز غوښتنه کوي، چې باید په افغانستان کې د کورني مشروعیت پر بنسټ یو پراخ بنسټه حکومت رامنځته شي. په پام کې ده، ټام وېسټ به له هند وروسته د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره هم د افغانستان په هکله خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې د پاکستان مخالف هند د ځینو د تمې خلاف په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره توده راشه، درشه پیل کړې ده. دوې اونۍ مخکې د هند بهرنیو چارو وزیر جي پي سینګ او د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر منځ له لیدو وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس خواله رسنۍ په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او هند تر منځ ''د سیاسي او او اقتصادي اړیکو پراختیا'' او په ځانګړې توګه ''د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ ودې'' هیله څرګنده کړې وه.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې له هند سره د سوداګرۍ ودې لپاره هغه هوايي دهلیز بیا پرانیست چې په ۲۰۱۹ کې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني حکومت بنسټ ایښی و.